د ګټې خبرې

مدیران «دلته» او «هلته» څه کوي؟

 

زموږ او نورۍ نړۍ ترمنځ د فکر او عمل په چاره کې تفاوت زموږ د پرمختګ او شاتګ عوامل په ګوته کوي.

ډېر داسې عوامل دي، چې زموږ او نورۍ نړې ترمنځ پرې تفاوتونه تفکیک کېدای شي.

په اروپايي هېوادونو کې فرد، مدیر او رییس د هغه د پرمختګونو او کارکړنو له مخې سنجول کیږي. یو کس که هرڅومره دوکتوراوې او ډګرۍ ولري، خو، چې کارکړنې یې مثبتې او پرمختګ یې محسوس نه وي، څوک یې د ادارې په راس کې نه پریږدي. په افغانستان او درېیمه نړۍ کې زموږ لپاره د کار او پرمختګ معیار تر ډېره فرد ( مدیر، رییس او ….) دی.

هغوی، چې په کار کې پاتې راشي له دندو استعفاوې ورکوي، خو زموږ دغه شله وي، چې ترڅومې ستونزه حل نه وي، والله که یې پریږدم. اخر په دې کې کار ترې لا وشړیږي.

په نړۍ کې د مدیریت، سلاکارۍ او ریاست پوسټونو ته افراد کتل کیږي، خو په افغانستان کې د افرادو لپاره مدیریتونه، ریاستونه او د مشاوریت څوکۍ رامنځته کیږي. زموږ ډېری والیان او وزیران، چې وزګار پاتې شي سلاکاران ټاکل کیږي. همدا اوس زموږ د ارګ او وزارتونو نیمايي سلاکاران وزګار ناست دي او د دولت ډېره بودجه پر دوی ضایع کیږي. په نوره نړۍ کې کارکوونکي په دریو – تر پنځو کلونو کې مدیریت ته رسیږي، مدیران رییسان او رییسان وزیران کیږي، خو برعکس په افغانستان کې کارکوونکي لس کاله وروسته هم په خپل حال پاتې وي او په دې موده کې یې تر پنځو ډېر مدیران او رییسان رد او بدل شوي وي.

په لویدیز کې، چې هر وزیر او رییس راځي، د مخکینیو هغو طرحې او پلانونه عملي کوي، خو دلته کوښښ کیږي، چې هر وزیر، رییس او مدیر د پخوانیو پر کارونو او طرحو چلیپا راوباسي او په نویو طرحو، پلانونو او ستراتیژیو په میلیونونو افغانۍ ولګوي. په نورو هېوادونو کې نوي وزیران، رییسان او مدیران له نویو طرحو او ابتکاري افکارو سره راځي، خو دلته د طرحو او ابتکار لپاره بهرني مشاوران ګومارل کیږي، یا طرحې او ستراتیژۍ پروژه یي بڼه خپلوي او په میلیونونو افغانۍ پکې ښکته او پورته کیږي.

په لویدیز کې، چې څوک له دندې ګوښه کیږي، یا په فساد او ناروا کړنو کې ښکیل ثابتیږي، محاکمه کیږي، خو په افغانستان کې د محاکمې پرځای یوه بله دنده ورکول کیږي. دلته اکثریت پخواني وزیران د ولسمشر او نورو ادارو سلاکاران دي. په نوره نړۍ کې، چې څوک له دندې ګوښه کیږي، یا استعفا ورکوي، پر خپلو تېروتنو اعتراف کوي او له حکومت سره یې خواخوږي پر خپل ځای پاتې کیږي، خو برعکس دلته، چې هرڅوک له دندې ګوښه کیږي، دښمني کوي، کارپوه او منتقد ترې جوړیږي او شپه او ورځ په ټلویزیونونو کې د حکومت په غیبتونو لګیا وي. په نوره نړۍ کې د یوه سیاسي ټیم افراد د خپل ټیم پر پیاوړتیا لګیا وي، خو دلته، چې د سیاسي او کاري ټیم وخت پای ته رسیږي، یا ولسمشر، وزیر، رییس او مدیر له دندې لرې کیږي، تر ټولو مخکې یې د خپل ټیم کسان پسې غږیږي.

په غرب کې د مدیریت لپاره وړ او په کار پوه کسان ګومارل کیږي، خو دلته په افغانستان کې باور وړ کسان ګوماري. وړتیاوې له باوره قرباني کیږي او په پایله کې یې اداره او سازمان له سقوط او ډوپه کېدو سره مخ کیږي. په نوره نړۍ کې د ادارې تر ټولو خوش خلقه سړی مدیر وي، خو دلته تر ټولو بدمغزه او بدخلقه سړی مدیر دی.

په نړۍ کې مدیران تر ټولو ډېر کار کوي، خو په افغانستان کې مدیران پر نورو امر او حکم کوي. کارکوونکي په کار وژني، خو خپله ټوله ورځ چای څښي، یا ترکي سریالونه ګوري. په نوره نړۍ کې مدیران د کارکوونکو ابتکاري کړنې هڅوي او په مادي اومعنوي امتیازاتو یې نمانځي، خو په افغانستان کې مدیران پر ابتکاري طرحو او فکرونو ملنډې وهي، خو په پټه یې په خپل نامه ثبتوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */