ټولنیز ژوند

د (دیو او فقیر) لنډه کیسه

لیکنه: ياران

لیکنه: فضل رباني قاضي زی

ډیر پخوا د غره په لمن کې یو فقیر سړي په یوه کلي کې یواځې د خپلې کډې سره ژوند کاوه. هره ورځ به دا سړی د ښار په لور روان شو تر څو د خوړو لپاره یو څه پیدا کړي او د خوارۍ په لټه کې و، مګر هره ورځ به بیرته ناهیلی د کور په لور راروان شو.

شپه به ټوله له خپلې ښځې سره په دې سوچونو ډوب و چې څنګه له دې فقر او لوږې څخه ځان وژغوري.

یوه ورځ یې له ځان سره وویل چې راشه د غره خواته ولاړ شم ګوندې یو څه پیدا شي. د غره لمنې لږ وراخوا یې یو څو لرګي پیدا کړل او له ځان سره یې بازار ته یوړل، لرګي ډیر ښه خرڅ شول او سړی ډیر خوشحاله د کور په لور روان شو. په سبا یې بیا د غره خواته منډه کړه او د همغه لرګیو په لټه کې شو، خو پیدا یې نه کړل. له ځان سره یې دا وویل چې راځه لږ وړاندې ولاړ شم ګوندې پیدا یې کړم.
همدا چې څو ګامه پورته ولاړ سترګې یې رډې رډې راووتې او له ځان سره یې وویل کچې خان شوم!
له خوشحالی یې کالي په ځان کې تنګ شول. یوه شیبه یې له ځان سره وویل صبر صبر ته وه چې دا همغه لرګي دي که نه؟! ښه ورته ځیر شو او په ونه یې لاس کش کړ، هو هو بس همدغه دی خپله یې دی، په بې خودۍ کې یې سترګې پټې کړې او چیغه یې کړه اوو خدایه ته څومره مهربانه یې دا ټولې ونې دا غونډ بڼ د همدغو لرګیو دي.

څنګه یې چې سترګې خلاصې کړې ناڅاپه یې خوله راټوله کړه او رنګ یې واووښت د خولې اوبه یې وچې شوې، لاس او پښې یې وریږدیدل. په ځان پوه نه شو او ځان ته یې ټکان ورکړ د ویرې له لاسه له ځایه نه شوی ښوریدلی، مخ ته یې یو ستر دیو دریدلی و.

داسې یو شی چې تر اوسه پوره ده په خپلو سترګو نه و لیدلی یواځې یې په نکلونو او افسانو کې د نورو له خولې اوریدلی و. ستر ستر لاسونه، لوړ، اوږده نوکان، او ویرونکې څیره! سړی یو څو ګامه په شا ولاړ او له ورخطایی ولوید.
دیو ترې وپوښتل چې ته دلته څه غواړې؟
سړي په رپانده او معصوم انداز ورو ورته وویل چې زه یو غریب سړی یم او د خوړو لپاره څه نه لرم ما غوښتل ترڅو لږ لرګي خرڅ کړم او د ځان او کورنۍ لپاره مې یوه څه خواړه پرې واخلم.

دیو په ډیره تنده لهجه وویل: ته پوهیږې چې د دې غره هر څه په ما پورې تړاو لري او د ما د اجازې نه بغیر څوک څه نه شي وړای، مګر ته ماته ښه سړی ښکاري او زه به تاته نور قیمتي لرګي او څیزونه درکړم، خو زه یو شرط لرم.

سړی په ډیر خوشحالۍ له ځایه راپورته شو او وویل: هو صیب وایه څه شرط؟! د ما په سر او سترګو قبول دی.

دیو وویل شرط مې دا د چې په ورځ کې به یو ساعت له ما سره مجلس کړې او د یو بل سره به خبرې کړو.

سړی په خندا شو وویل بس همدومره؟! دا خو اسانه خبره ده یوه ساعت څه چې دوه ساعته به درسره مجلس کړم.

په خوشحالۍ یې لرګي خرڅ کړل او ګاډۍ د کور تر مخ ودریده، ښځې یې په داسې حال کې چې له خوشحالۍ خوله نه ټولیده وویل: دا دومره سودا د له کومې راوړه، دا څومره شیان دې راوړي.

خاوند یې ورته وویل: ګوره ښځې لومړی راشه دا شیان ننه باسو بیا زه پوره نکل درته کړم، معجزه شوې معجزه بس همغه خبره ده چې خدای یې ورکوي، نه وایي چې د چا زوی یې او وروسته یې ټوله کیسه ورته وکړه. ښځه یې هم ډیره خوشحاله شوه.

بس د فقیر ژوند کې خدای رڼا کړه او وروسته له دې به هر ورځ دیو ته ورتلو او یو ساعت مجلس وروسته به یې خپل لرګي راواخیستل د خرڅلاو وروسته به کور ته ولاړ. څه موده همداسې تیریده او د یو څه وخت وروسته سړی دیو ته رانغی.

دیو یوه ورځ په تمه شو ګوري چې سړی رانغی، بله ورځ تیره شوه او بله تیره شوه. دیو له ځانه سره قسم قسم فکرونه کړل چې دې سړي څنګه بې قولي وکړه او په همدې فکرونو کې ډوب نو له ځان سره یې وویل چې ګوره ښایي دا سړی ناروغ وي! د ورځې خو زه ورتلی نه شم نن شپه به کلي ته ورشم او وګورم چې په دې سړي باندې څه بلا راغلې.

هغه وختونه په کوم کور کې به چې ناروغ و نو شیطان چراغ به ټوله شپه بل و. دیو د غره له سره وکتل چې د کلي په منځ کې په یو کور کې رڼا بله ده او له ځان سره یې وویل چې بس همدا کور دی. د کلي په لور دیو روان شو او ورو ورو یې ځان د کور وره ته ورورساوه او زړه نا زړه یې ور وټکاوه.

د فقیر سړي میرمن د وره له شا غږ کړ چې څوک یې؟
دیو وویل: زه یم، دیو ستا د خاوند ملګری. هغه ته وویه چې دیو راغلی.
ښځې د دیو د راتږ له خبریدو سره سم د واره خپل خاوند ته ور منډه کړه او په ستنیدو یې وویل چې سړیه زر شه پورته شه چې د وره تر شا دیو راغلی. خاوند یې ورته وویل چې هله ور ورته خلاص کړه او د ننه یې راوله.

دیو د ننه راغی او د خپل ملګري تر خوا نږدي ورکېناست او ورته یې وویل چې څو ورځې درته په تمه وم رانغلې ما ویل پوښتنه دې وکړم ناروغ یې خدای د روغ کړه. اوس څنګه یې؟
ده ورته وویل چې لږ هخوا کینه له خولې د ډیر بوی لږي او اوس ښه یم فضل د خدای دی.

دیو چې څنګه دا خبره واوریده ډیر خپه شو او وویل ښه نو زه اوس ځم، ته دې زر ښه شي. هرڅه چې دیو ته یې د تم کیدو وویل دیو تم نه شو او ولاړ.

په بله ورځ سړی جوړ شو او ورغی غره ته ترڅو لرګي راټول کړي چې ګوري دیو ډیر خپه ناست دی. خواته یې ورنیږدې کیدو سره سم دیو ورته وویل چې دا تبر واخله او په سر مې ووهه، سړي ورته وویل چې دا څه وایې، زه دا کار نه کړم، اخر ته مې ملګری یې. د دیو له ډیرې ټینګتیا سره ده هم له ځان سره دا فکر وکړ چې که دیو مړ شي زه به د دې هر څه خاوند شم او ژوند به مې جوړ شي. همدا وو چې تبر یې پورته کړ او دیو یې په سر وواهه خوشحاله کور خواته راغی او له ځان سره یې وویل چې یو څو وخته به دمه وکړم د اوس لپاره مې همدومره لرګي بس دي.

موده وروسته یې زړه وغوښتل چې بیا غره ته ولاړ شي نو کله چې غره ته پورته شو عجیبه پیښه وشوه! دیو د خپل سوروي په مخ کې ناست دی. ده ور منډه کړه او وویل دیو ملګريه ته ژوندی یې؟ څنګه شو د سر زخم د اوس ښه دی؟

دیو په داسې حال کې چې سر یې ټیټ نیولی و سترګې یې پورته کړې او وویل: د تبر زخم دې جوړ شوی مګر د ژبې زخم د تر اوسه تازه دی او تبر یې پورته کړ د سړي سر یې پرې غوڅ کړ.

دیو په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې روانې وې تبر یې په ځمکه خطا کړ وویل: دا منم چې زه یو دیو یم مګر دیو هم زړه لري، دیو هم احساس لري او دیو هم په بده خبره خپه کیږي او نه ژمنتیا خفه کیږي!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران