سینما او موسیقي

ملائیکې اروړا بلاخره قبوله کړه چې له کم عمره سره یې د یارانې تار غځولی

د هندي سینما د ښکلي خو طلاقې شوې فلم ستورې ملائیکا اروړا او د فلم لوبغاړی ارجن کپور د اړیکو خبرونه تقریباً له تېرو دوو کالو راهیسې خپریږي.

که څه هم دواړه په تېر کې سره یوځای لیدل شوي وه، خو کله یې هم په ښکاره ډول یو بل سره اړیکه ښکاره کړې نه وه، اما تېره اوونۍ یې په لومړی ځل سره په رسمي ډول جوړه تصویر خپور کړ او هغه ګونګسې یې تائید کړې چې ګنې دوی سره د یارانې اړیکه لري.

اوس وخت کې ملائیکا اروړا او ارجن کپور د جوړه وخت تېرولو په خاطر امریکا ته تللي، چې له هغې ځایه دغې فلم ستورې په خپل انسټاګرام اکونټ باندې د فلم لوبغاړي ارجن سره جوړه تصویرونه خپاره کړي او منلې یې ده چې دواړه سره اړیکې لري.

که څه هم په تېر کې ارجن کپور د ملائیکې اروړا د نوم له اخیستو پرته له ځانه د مشرې مېرمنې سره پر مینې اعتراف کړی و، خو اوس دا ځل ملائیکې اروړا له ځانه کشر سره د یارانې اړیکه منلې.

د ډان نیوز د خبر له مخې په یوه مرکه کې ملائیکا اروړا څخه د هغې لومړي واده د ختمېدو، طلاق او له ځانه کشر سره د مینې په تړاو وپوښتل شوه نو ملائیکې یې په ځواب دې تړاو وضاحت ورکړ.

نوموړې اعتراف کړې چې د لومړي واده د طلاق وروسته په لومړیو کې ډېره خفه وه او فکر یې کاوه چې اوس به څه کوي خو په خبره یې د څه لږ وروسته وروسته د یوه ښه ملګري د پيدا کولو سره یې ژوند بیخي ښه تیریږي.

د دې په خبره له ځانه د کشر سره مینه پیدا کول یې د ژوند تر ټولو خوږه خاطره ده.

اروړا وايي چې د مینې لپاره عمر اړین نه دی.

ملائیکا اروړا د ارجن کپور د نوم د اخیستو پرته ویلی چې د کم عمره شخص سره مینه کول ورته کوم توپیر نه لري او نه هم د نړۍ پروا لري چې د دې په تړاو څه وايي.

دغې فلم ستورې ویلي چې کله کوم سړی د ځان کم عمره نجلۍ سره مینه کوم نو نړۍ ته کومه د حیرانتیا خبره نه وي خو کله چې یوه ښځه د ځانه له کشره سره مینه کوي نو په خبره یې بیا نیوکي او غبرګونونه وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی