کلتور او هنر

ملائیکې اروړا خپل موټر چلوونکی د جاسوسۍ له امله شړلی

د هندۍ سېنما فلمي ستورې ملائکې اروړا خپل موټر چلوونکی ځکه له دندې لرې کړ چې د نوموړې پخوانې خاوند فلم جوړونکي ارباز خان ته یې ملائيکې او د دې اوسني ملګري او د فلم د تکړه ستوري ارجن کپور پټې کیسې او معلومات وروړل.

په هندوستانۍ رسنیو کې له یو څه اوږدې مودې راهیسې د ملائيکه اروړا او ارجن کپور د نژدې والي او یارانې خبرونه خپریږي.

خو د معلوماتو له مخې اروړا دا نه خوښوي چې د دوی د یارانې خبرونه په رسنیو کې خپاره شي او یا دې د نوموړې پخواني خاوند ارباز خان ته ورسیږي، همدا لامل وه چې نوموړې خپل موټر چلوونکی په همدې تور له دندې ګوښه کړ.

کله چې ملائیکې اروړا ته معلومه شوه چې د ارجن کپور سره د دې ټولې کیسې یې پخواني خاوند ته د موټر چلوونکې په واسطه رسیږي نو سمدستې یې خپل موټر چلوونکی له دندې رخصت کړ.

په هندوستانیو رسنیو کې په دې شپو ورځو کې ځينې خبرې ډېرې بحث کیږي او هغه د ارباز خان او ملائیکې اروړا د واده لپاره تیارنې دي، معلومات وایې د ملایئکې د واده خبرې تر ډېره د خان په کور کې هم بحث کیږي چې له دې څخه معلومیږي چې ارباز خان تر طلاق وروسته بیا هم د خپلې پخوانۍ مېرمنې اروړا په ژوند کې دلچسپي لري.

ملائيکې تر اوسه په دې تړاؤ څه نه ويلي.

د یادولو ده چې د ملائیکې اروړا او فلم ستوري ارجن د واده سره د اړوا پخوانی لیور سلمان خان هم بیخې خوشحاله نه ښکارې او همدا وجه ده چې نوموړي په خپل کور لومړی ارجن کپور او وروسته یې د هغه پلار بوني کپور بند کړل.

ویل کیږي چې د کپور په کورنۍ کې بوني کپور، د ارجن کپور خور انشولا کپور او تره لور یې سونم کپور هم د دغه اړېکي څخه خوشحاله نه معلومیږي.

سونم کپور څو ځله ارجن کپور ته د ملائيکې اروړا څخه د لرې پاتې کیدو نصیحت او لارښوونه کړې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی