ټولنیزې مسالې

د ښځو تر اغیز لاندې راغلي نارینه څه کوي؟

ژباړه: جلال جمال

کله چې یو څوک د چا په مخ کې خبرې نه شي کولای هغه ته موږ بې جراته وایو. بې جراته کسان له مور، پلار او په ټولنه کې د نورو خلکو ترڅنګ اوسېدل نه غواړي او تل یوازېتوب خوښوي، دوي فکر کوي که زه کومه خبره وکړم رانه غلطه به شي او خلک به را پورې وخاندي.

دا ستونزه هم په نارینه وو او هم په ښځو کې لېدل کیږي.

ارواپوهان په دې اړه چې ولي ځینې خلک بې جراته وي، د ګڼو عواملو یادونه کوي چې په یوه جلا لیکنه کې به پرې خبرې وکړو.

خو دلته د هغو نارینه وو په اړه څو ټکي درسره شریکوو چې د ښځو تر اغیز لاندې راځي .

ان ځینې باجراته نارینه هم داسې شته که د ښځو سره خبرې هم ونه کړي یوازې په کتو یې تر تاثیر لاندې راځي.

کله چې د ښځو پر وړاندې په نارینو کې دغه ۵ کړنې تر سترګو شي، په دې پوه شئ چې د ښځو تر تاثیر لاندې راغلي.

۱: نارینه د ښځو په مخ کې راحت قدم وهي

کله چې د کوم نارینه پام شي چې کومه ښځه هغه ته ګوري. نو هڅه کوي چې په خپل تګ کې تغیر راولي ترڅو ورو ورو قدم وهي، پدې وخت کې نارینه فکر کوي چې ښځه زما هر حرکت ته متوجې ده او زما ټولې کړنې ګوري.

۲: نارینه د ښځو په مخ کې له خطر نه ډک کارونه کوي

څېړنې ښيي چې ډیری نارینه د ښځو په مخ کې داسې کارونه کوي چې دده د صحت په زیان وي او ځان خطر ته ورکوي ځکه نارینه غواړي چې د ښځو پروړاندې خپله زړورتیا ثابته کړي.

۳: نارینه د ښځو په مخ کې سخاوت کوي

که نارینه مال او پیسې ونه لري خو دوي هڅه کوي چې د ښځو په مخ کې ځان سخي ثابت کړي، کوښښ کوي چې ددوي په مخ کې لګښت ډیر وکړي او ځان د مالي پلوه بې پروا او سخي وښيي.

۴: نارینه د ښځو په مخ کې ډیر خواراک کوي

که ارادي وي که غیر ارادي نارینه د ښځو په مخ کې ډیر خوارک کوي، ځکه دا دوي ته دښځو پر وړاندې نیک کار ښکاري، خو ښځې بیا برعکس کوي، دوي هڅه کوي چې د نارینو په مخ کې کم خواراک وکړی.

۵: کله چې نارینه له ښځو سره مخ شي نو تمرکز يې په یو نقطه وي

څېرنې ښيي چې کله نارینه د ښځو سره مخامخ کیږي او خبرې ورسره کوي نو ددوي ټول پام یو ټکي ته وي مثلا: دده ټول پام هغوي خبرو ته وي، حتی د هغوي خبرو ته داسې څک(بېدار) وي که ځان ته متوجه شي نو د خپل زړه ضربان اورېدلي شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */