ټولنیز ژوند ګټه وټه

د یوه ملنګ فریاد: دوه مئېنو زما په نوم ۴۰۳ زره ډالره نوش جان کړي !

لیکنه: ګلاب هېواد

دا به مو ډېر اوریدلې وي، چې ځینې خلک حتا له نورو سره د مرستو په نوم راټولې شوې پیسې جیب ته وهي او بېوزلان هماغسې بېوزله پریږدي.

دلته درته د یوه داسې بېوزله، د سړک غاړې ملنګ او بې کوره سړی کیسه کوو، چې د ادعا له مخې یې دوه مېنانو له ده سره د مرستې په نوم څو لکه ډالره را ټول او د خپل عیش و نوش لپاره یې کار ترې واخیست.

له مېنانو سره د ملنګ مرسته
د امریکا د فیلادلفیا ښار یوه ملنګ او بې کوره سړي، چې د سړک په غاړه یې ژوند تېروه د نیوجرسي ایالت له یوې ښځې او مېړه څخه شکایت کړی.

دغه ملنګ، چې مخکې د امریکا د پوځ سرتېری و، وایي لس میاشتې مخکې د ده ښار ته دوه مېنان چې لا واده شوي نه وو، د دوی په ښار کې ورسره مخ شول.

د ملنګ په وینا د دغو کسانو موټر تېل خلاص کړي وو، د تېلو پیسې یې نه لرلې او ده ورته خپل ټول هست و نیست چې اېله ۲۰ ډالره کیده، دغو دوو مېنانو ته ورکړې څو موټر ته یې تېل واچوي او خپل ښار ته ستانه شي.

ملنګ سره د مرستې غوښتنه
ملنګ وایي دا دوه مېنان له هغوی سره د ده له مرستې متاثریږي، کله چې خپل ښار ته ځي د ملنګ له مرستې د مننې په هدف هغه ته د ګوفاندمي په نوم د مرستې ټولولو په یوه پاڼه کې د مرستې غوښتنه کوي.

د ملنګ مدافع وکیلان وایي د مرستې له دغه غږ سره تر څوارلس زرو پورې کسان د یادې پاڼې له لارې مرسته غوښتونکو ته د ملنګ) جاني بابیت) په نوم ۴۰۳ زره ډالره مرسته استوي.

په مرسته کې غلا
د ملنګ وکیلان وایي، چې مرسته ټولونکي د راټولو کړو مرستو ډېره محدوده برخه ملنګ ته سپاري.

هغه پیسې نه شي کولای ملنګ د سړک غاړې له بې کورۍ څخه خلاص او د یوه آرامه ژوند څښتن کړي.

ملنګ ادعا لري، چې مرسته ټولونکو د ده په پیسو ځانته د بي ایم وي شرکت یو لوکس موټراخیستی او په کلفورنیا، فلوریدا او څو نورو ښارونو کې یې د عیش و نوش ورځې پرې تېرې کړي.

د نجار ځواب
د مرسته ټولونې نارینه کس مارک دامیکو، چې مسلک یې نجاري ده د ملنګ نور تورونه نه مني، خو په دې اعتراف کوي، چې په ۵۰۰ ډالرو یې خپل روزګار چلولی.

نجار او ښځه یې دغه ملنګ تورنوي، چې پیسې یې ټولې ترلاسه کړي او د نیشه يي توکیو په استعمال او نورو بدخرڅیو یې لګولي.

دوی دا هم وایي، چې ملنګ سره ۱۵۰ زره ډالره لا پاتې دي.

د دوی په وینا د ملنګ لخوا په غلا تر تورنیدو وروسته ځینو کسانو په مرګ ګواښلي .
خو دوی وایي په مرسته ټولولو نه دي پښېمانه؛ ځکه په نېکو کارونو باور لري!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ګلاب هېواد