کلتور او هنر مخکښان

د ملالې یوسفزۍ له لورې د شاه رخ خان صفتونه

د نوبل د جایزې ګټوونکي پښتنه ملالې یوسفزۍ د زیرو فلم له کتلو وروسته د هندۍ سېنما مشهور لوبغاړي شاه رخ خان ته یو ویډیو پیغام پرېښی.

په دې ویډیوي پیغام کې ملالې د بالیوډ د بادشاه، شاه رخ خان د اداکارۍ او تمثیل ډېره زیاته ستاینه کړې ده.

پښتنه ملاله د شاه رخ خان له ډیرو مینوالو څخه ده او د دغه فلم ستوري تمثیل او فلمونو یې زیات خوښیږي، همدا لامل دی چې د شاه رخ خان سره یې د خپلې مینې اظهار څو څو ځل د ټولنیزو رسنیو یا له نورو لارو کړی.

اغلې یوسفزۍ تازه د خپلې کورنۍ سره یوځای د خان یو فلم (زیرو) لېدلو لپاره سېنما ته تللې وه او د فلم تر لېدو وروسته یې یوه ویډیو جوړه کړې چې د دغه ویډیوي پیغام له لارې یې د شاه رخ خان د اداکارۍ زیاته ستاېنه کړې ده.

په ویډیو کې یې ویلي: د فلم له لېدو مې ډېر زیات خوند واخیسته، خوندور وو او د ټولې کورنۍ مې ډېر زیات خوښ شو.

نوموړې زیاته کړې، چې د شاه رخ خان زیاته مینواله ده او پر ټوئټر د خان سره د خبرو تباديله ورته زیاته خوندوره وي، هېله یې ښودلې چې یوه ورځ ورسره له نژدې هم وګوري او خبرې اترې ورسره وکړي.

ملالې ویلي؛ که شاه رخ انګلستان ته یو ورځ ولاړ شي نو خامخا به ورسره وګوري چې دغه ورځ به یې د ژوند تر ټولو غوره ورځ وي.

دې زیاته کړې؛ تاسې (شاه رخ خان) یو غوره او حیرانونکي شخص یۍ، شاید هر چا درته ممکن دا خبره کړي وي خو زه یې یو ځل بیا وایم چې تاسو زیات ښه انسان یاست.

د یادولو ده چې شاه رخ خان، کټرینا کیف، او انوشکا شرما زیرو فلم د ریلیز په لومړۍ ورځ د زیاتو خلکو په راماتولو کې پاتې راغی او توقع خلاف هغه ډول تجارت یې ونه کړ چې تمه ترې کېدله.
خو دا چې د ۲۰۱۹ کال پیل نژدې دی او د کرسمس رخصتۍ هم شته نو د فلم ډله توقع لري چې فلم به یې په راتلونکو ورځو کې ښه ګټه وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی