سینما او موسیقي

ملائیکه اروړا: له ارجون کپور سره اړیکو مې پر زوی تاثیر نه دی کړی

د هندی سینما ستورې ملائیکه اروړا اوس په خپل انسټاګرام اکونټ د فلم ستوري ارجن کپور سره په خپلو اړیکو اعتراف کوي او قبلوي چې له ځانه د کشر سره د یاراني او مینې اړیکې لري.

د دواړو د اړیکو خبرونه د ۲۰۱۷ کال راهیسې خپاره شوي ول او څو ځل له میډیا پټ سره یوځای هم لیدل شوي ول.

که څه هم داسې ویل کیدل چې دواړه به په ۲۰۱۸ او یا ۲۰۱۹ کې سره د واده په اړیکه هم وتړل شي خو وروسته بیا رپوټونه خپاره شوي چې دواړو د واده خبره ځنډولې او اوس یې اراده نه لري.

د اړیکو او واده د خبرونو په تړاو دواړو څو اوونۍ وړاندې د لومړي ځل لپاره یو بل سره په اړیکو لرلو اعتراف وکړ خو تر اوسه د واده په تړاو دواړو څه نه دي ویلي.

څو ورځې وړاندې ملائیکه اروړا د خپل ځانه د ۱۱ کالو کشر سره په اړیکو لرلو خبرې کړي وې او ویلي یې وه چې مینه او اړیکو ته عمر اهمیت نه لري.

دغې فلم لوبغاړې ویلي ول چې څرنګه یو سړی د ځان د کم عمر مېرمنې سره واده کولی شي دغه راز دا هم کولی شي چې د کم عمره سړي سره مینه وکړي.

د دې تر څنګ دغې فلم لوبغاړې دا هم منلې چې د لومړي خاوند ارباز خان څخه تر طلاق وروسته یې په دویم ځلي مینه باور نه وه خو په خبره یې دویم ځل مئينه شوې او دا ورته د ژوند تر ټولو خوږه تجربه ده.

ډي این ای انډیا د خبر له مخې ملائیکه اروړا په یوه مرکه کې د یو ځوان زوی د مور په حیث په دویم باري مینه خبرې کړي او ورسره یې د خپل لومړي خاوند څخه د طلاق اخیستو سره سره د یوې مور په مسؤلیتونو غږېدلې.

ملائیکه اروړا ویلي، چې زوی یې ارهان هوښیار دی او د خپلې مور په اړتیاوو پوهېدلی شي.

ددغې اداکارې په خبره چې په دویم ځلي مینه کولو سره به یې د دې او د زوی تر منځ اړیکې خرابې نشي او نه به هم د محبت په مزو چړچو کې د یوې مور له مسؤلیتونو بې خبره پاتي شي.

نوموړې هغه خبرې رد کړي چې ګنې د ارجن سره اړیکو یې د دې او د زوی پر اړیکو بد تاثیر کړی.

د یادولو ده چې ملائیکه اروړا او ارباز خان په ۱۹۹۸ کال کې واده وکړ او په ۲۰۰۲ کال کې یې زوی پيدا شو.

د ارباز خان او ملائیکې تر منځ په ۲۰۱۶ کال کې جدا والي رامنځته شوی او ۲۰۱۷ کال کې یې په رسمي ډول طلاق واخیسته. سمدلاسه وروسته خبرونه خپاره شول چې ملائیکه اروړا د ارجن کپور سره اړیکي لري.

د ملائیکې عمر د ارجن له عمر ۱۱ کاله زیات دی او نوموړې د یوه ۱۴ کلن زوی مور هم ده.

خو حیرانوونکي خبره دا ده چې د ملائیکې پخواني خاوند ۵۲ کلن ارباز خان هم له ځانه کشري اروپایې ماډلې جورجیا اینډریاني سره اړیکې لري او داسې خبرونه خپاره شوي چې دواړه به ډېر ژر واده هم وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی