ټولنیز ژوند

دیني علماء: ملا رسول سنګساروو

لیکنه: ګلاب هېواد

د هیواد په شمالي څنډه، فاریاب کې د ملا رسول په نوم یو تعویذګر په لسګونو هغه ښځو جنسي تیری کړی، چې ورته د دم و دعا لپاره ورغلې وې.

ملا رسول له ټولو هغه میرمنو پټې ویډوګانې هم اخیستي چې نوموړی ورسره څملاستلی. په ویډیو اخیستلو يې، دا میرمنې بلک میل کړي او ګمان دا دی، چې څو ځلې يې د خپلې عریضې د اشباع لپاره ورغوښتې وي. ځینې خلک خو ګومان کوي، چې ملا له دې ښځو په لکونو پیسې هم ټولې کړي.

معلومه نه ده، چې نوموړي دا ویډوګاني کله ثبت کړي، خو په ټولنیزو رسنیو له تیرو څو اونیو راهیسې دا ویډیوګانې لاس په لاس خپریږي او په زرګونو ځلې لیدل شوي دي.

ملا رسول چې په “لنډي” هم مشهور دی، د فاریاب ولایت، د پشتون کوټ ولسوالۍ په چینار کلي کې اوسیده، چې د ویډیوګانو له خپریدو سمدستي وروسته ترې تم شوی.

ځايي حکومتي چارواکي او د سیمي خلک د نوموړي د موندولو هڅه کوي.

د قرباني شویو میرمنو برخلیک
په ویډوګانو کې که څه هم د قرباني شویو میرمنو هویت څرکند نه دی، خو مخونه يې پيژندل کیږي او شاید د کورنۍ غړي او خپلوان يې وپيژني. پوښتنه داده، چې ددې میرمنو راتلونکی به څنګه کیږي؟

د فاریاب د والي ویاند جاوید بیدار فرانس پریس ته ویلي، “موږ ویره لرو، چې د ناموسي وژنو په نوم به دا میرمنې قتل شي”.

د میرمنو چارو ولایتي مسؤله شریفه عظیمي هم ویره لري، چې دا ښځې به ووژل شي. میرمن عظیمي وايي، چې چینار کلي (د ملا رسول کلي) ته نږدې، تازه په یوه کنده کې د یوې میرمنې مړی موندل شوی، چې تر خاورو لاندې شوی و. خو مالومه نه ده، چې دا ښځه هم د ملا رسول د جنسي تیري قرباني وه که نه.

شریفه عظیمي وايي، چې دوی د کلي له مشرانو او خطیبانو غوښتي، چې خلکو ته ددې قرباني شویو میرمنو د غولیدنې په تړاو وضاحت ورکړي او ورته ووايي، چې دا میرمنې کومه ګناه، نه لري.

بل پلو ولایتي دیني عالمانو د ملا رسول د سنګسار فتوا ورکړې ده.

د فاریاب د عالمانو د شورا ولایتي مرستیال غلام نبي غفوري وايي، چې که حکومت دا کس ونیسي او په سزا يې ورسوي، خو ډیره ښه ده؛ کنه د سیمي خلک به دا سړی تعقیب کړي، پیدا به يې کړي، او په تیږو به يې وولي.

د لنډي ملا (ملا رسول) ځينې ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوي، د خلکو له غبرګون سره مخ شوي دي. ځینو خلکو هغه “شیطان” او “پورن سټار” بللی او غږ يې کړی، چې نوموړی دې په دار شي او تناسلي اله دې ترې پرې شي.

د هیواد یوې مشهورې رسنۍ په طنزي ډول د ملا د یادو ویډوګانو په بنیاد یوه ټلویزوني خپرونه هم جوړه کړې وه، چې پکې یو کس د تعویزګر ملا رول لوبوي او یو بل کس، چې د ښځو جامې يې په تن کړي او د میرمنې رول لوبوي، ملا ته د دم لپاره راځي. خو ملا يې جنسي اړیکې ته هڅوي.

د افغانستان په ګڼو اطرافي سیمو کې خلک تر ډیره د معالجې دودیزې لارې چارې په کار اچوي، چې یوه يې هم د ملایانو دم او دعا اخیستل دي.

ملایانو ته زیاتره میرمنې د بې اولادۍ، د کورنۍ تاوتریخوالي، عاشقۍ او مهربانۍ د تعویذ اخیستو لپاره ورځي، چې پایلې کله ډيرې حیرانوونکې وي.

د فاریاب والي وايي، هر هغه څوک چې د ملا رسول په نیولو کې ورسره مرسته وکړي، خپل موټر به ورته انعام ورکړي. نوموړي زیاته کړه: “هغه (ملا رسول) به ونیول شي، ځکه هغه بهر هیڅ ځای نه لري.”

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ګلاب هېواد