د فري فایټ مشهور لوبغاړي مکریګر چې له مسلمان حبیب یې ماته خوړلې وه، استعفاء ورکړه

د فري فایټ مشهور ایرلینډي لوبغاړی کونر مګریکر د فری فایټ (ایم ایم ای) له سیالیو استعفاء کړې.

۳۰ کلن کونر مکریګر تر ریټایرمنټ اخیستلو وروسته خپلو هغه ملګرو ته چې په دغه برخه کې لوبیږي په راتلونکي کې د ښو لوبو هیله کړې ده.

مکریګر د فري فایټ مشهور لوبغاړی دی چې په دغه برخه کې زیاتې لاسته راوړنې هم لرلي دي.

د دې تر څنګ د شتمنو خلکو په قطار کې هم راځي، خو د لوبو پر مهال او حتی له لوبو وروسته بد اخلاقۍ یې هر څه بې خونده کړي ول.

کونر په تېر د فري فایټ، الټیمیټ فایټینګ چمپين شیپ، فیدرویټ او لایټ ویټ سوک وهنې اتل هم پاتې شوی.

د تېر کال د اکتوبر میاشت کې د روسي د مسلمان لوبغاړي حبیب نور محمدوف سره په سیالۍ کې یې ماتې وخوړه، تر دې سیالۍ وړاندې د دواړو لوبغاړو تر منځ ناندرۍ د دې لامل شوې وي چې سیالۍ دلچسپه کړي، حبیب بیا هغه لوبه وګټله.

تر سیالۍ وړاندې کونر د حبیب پر موټر هم برید کړی و او د دین تر څنګ یې مور او پلار هم ورته بد یاد کړي ول.

د حبیب او کونر تر سیالۍ وروسته د اخلاقو کمیټې (این ای سي) پر کونر ۶ میاشتې بندیز ولګاوه او ۵۰ زره ډالر جریمه یې هم پرې ایښې وه.

تر دې وروسته مکریګر په امریکا کې د خپل یوه مینوال نه په زور موبایل اخیستی وه چې په ۱۲ د مارچ د امریکا متحده ایالاتو په فلوریډا ایالات کې د پولیسو له لوري نیول شوی و.

همدا رانګه د یوه بل مینوال سره د سیالۍ پر مهال د مکریګر جنجال د دې لامل شو چې ۱۲ زره ډالره جریمه پرې کړي.