بریا او پرمختګ

خپله راتلونکې خپله وټاکئ

لیکنه: مریم شریفي
اعلان

ژباړه: مریم شریفي

خدای پاک خپلو بنده ګانو ته روښانه راتلونکې په پام کې نیولې ده. کېدای شي خلک پر تاسو باندې منفي لېبلونه وچسپوي، خو دا تاسو یاست، چې ددې منفي افکارو تر اغېز لاندې راځئ او که نه؟ د هغه څه د لاسته راوړلو لپاره هڅه وکړئ چې خدای پاک یې در سره وعده کړې ده.

کېدای شي خلک درته و وایي: تاسو ډېر واړه یاست، ډېرو کمزوري یاست، شخصیت مو سم نه دی او یا تاسو له ښې کورنۍ څخه نه یاست. لازمه نه ده چې ټول عمر له همدې منفي لېبلونو سره ژوند وکړی. خدای پاک تاسو په تر ټولو ښه بڼه پیدا کړي یاست. تاسو ښه شخصیت لری، ښه وړتیا لری، ښه ښکاری او د پوستکي رنګ مو هم ډېر ښایسته دی. خدای پاک انسان په خپل ظرافت جوړ کړی دی، تاسو د یوې پېښې له مخې نه یاست پیدا شوي، بلکې تر ډېر فکر او دقت وروسته ستاسو د پیدایښت پرېکړه شوې ده.

یوه مور وایي: زوی یې ډېر ذکی او د مطالعې مینه وال دی. ټوله ورځ له کتاب سره بوخت وي. ان د تفریح پر مهال کله چې نور زده کوونکي په لوبو بوخت وي دی ریاضي زده کوي. نور ماشومان یې پر له پسې ازاروي او نه پرېږدي چې درس و وایي.

که سخت کار کوی، درس وایئ، مطالعه کوئ خلک مو د کتاب چینجی بولی او یا مو په نورو نمونو یادوي، ځکه دوی اړ دي چې څو کاله وروسته مو باید ولسمشر وبولي. هغه وخت بیا دې ته نه وزګارېږي چې په په ناوړه نومونو مو یاد کړی، ځکه دوی به ټول ستاسو تر لاس لاندې کار کوي او په کار به بوخت وي. مه پرېږدی چې د خلکو منفي افکار مو له هغه څه لرې کړي چې خدای پاک ورته پیدا کړي یاست.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي