سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

مجیب په بیګ باش سیالیو کې د ګډون لپاره اسټرالیا ته رسیدلی دی

اعلان

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی مجیب الرحمن د اسټرالیا په کورنیو کرکټ تجارتي سیالیو کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته رسیدلی دی.

د اسټرالیا د کورني کرکټ بیګ باش ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې د بریسبان هیټ لوبډلې په راتلونکي ۸ م پړاو لوبو کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې جادوګر سپینر مجیب الرحمن خپل کړی دی، چې اوس په دغه سیالیو کې د ګډون لپاره اسټرالیا ته ورغلی دی.

د بریسبان هیټ لوبډلې له رسمي فیسبوک پاڼې څخه افغان سپینر مجیب ځدران ته ښه راغلاست ویل شوی، چې ورسره به د لمړي ځل لپاره په دغه سیالیو کې ملتیا وکړي.

بریسبان لوبډلې د ځوان مجیب الرحمن په انتخاب سره دوه پاکستاني سپینرانو شاداب خان او یاسر شاه ته رخصت ورکړی دی.

افغان لوبغاړی مجیب  وروسته له هغې چې د تیر پړاو ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې ښه وځلید، د هندوستان کورني کرکټ «آ پي ایل» سیالیو کې د لوبیدو موقع ترلاسه کړه، ورپسې د کرکټ ۱۰ اوریزه، د بنګله دیش «بي پي ایل» او د انګلستان ویټالیټي بلاسټ ۲۰ اوریزه سیالیو کې ولوبید او په دغه ټولو سالیو کې د ښو لوبو ترسره کولو وروسته د اسټرالیا بیګ باش لوبو کې هم خریداران پیدا کړل.

د بیګ باش په نوم د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالیو ۸ م پړاو لوبې د روانې ډیسمبر میاشتې په ۱۹ مه نېټه د تیر ۷ م پړاو اتلې آډلایډ سټرایکرز او همدې بریسبان هیټ لوبډلې ترمنځ په لمړۍ سیالۍ سره پیل شي، چې پکې به د سټرایکرز په ګټه راشد خان او بیسبان لپاره مجیب الرحمن ولوبیږي.

په دغه ۲۰ اوریزه تجارتي کرکټ سیالیو کې د آډلایډ سټرایکرز، بریسبان هیټ، هوبرټ هریکنز، ملبرن رینګیډز، ملبرن سټارز، پیرت سکارتچرز، سډني سیکسرز او سډني تندرز لوبډلې شاملې دي.

د اسټرالیا د کورني کرکټ غوره لیګ یا بیګ باش ۲۰ اوریزه تجارتي سیالۍ د لمړي ځل لپاره د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ ترسره شوې، چې پکې سډني سیکسرز لوبډلې اتلولي خپله کړه.

همدا راز په دغه سیالیو کې ۳ ځلې پرت سکارچرز، یو ځل د بریسبان هیټ، سډني سیکسرز، سډني تندرز او آډلایډ سټرایکرز لوبډلو د اتلولۍ جام ګټلی دی.

د دغه لیګ سیالیو په تیر ۷ پړاو کې دوه افغان لوبغاړو محمد نبي عیسی خیل او راشد خان هم ګډون کړی و، چې پکې محمد نبي د ملبرن رینیګیډز او راشد خان د اډلایډ سټرایکرز لوبډلې لپاره ولوبیدل، چې پکې راشد خان په خپل شتون سره تیر ځل آډلایډ سټرایکرز لوبډله تر پای لوبې رسولې وه او هم دغه لوبډلې د اتلولۍ جام ګټلی و.

د سږ کال دا پړاو لوبې هم د تیر په څیر د ډیسمبر میاشتې په ۱۹ مه نیټه پیل کیږي او د راتلونکې فیبرورۍ میاشتې تر ۱۷ مې نیټې پورې به دوام وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی