ادبیات ټولنیز ژوند

د بېلتون کور دې نه ورانیږي؛ مېنانو ته دا ګټې لري

لیکنه: صادق طارق

ژباړه: صادق طارق

پښتو شاعري او ادب او ټول ادبیات له بېلتون ضدو شکایتونو را ډک دي:
بېلتونه کور دې مولا وران کړه
په عاشقانو ورانوې ودان کورونه

بېلتونه! دا ځل دې نو عمر دومره لنډ شه چې زه
په لمن اوښکې وچوم او جانان بیرته راشي

د بېلتون درد او شکایت به مو تجربه کړی وي، بد به مو راځي او ډېر به مو زړه ترې خوړین وي.

خو بېلتون د زیاتو نورو پدیدو په شان د ښیګڼو ترڅنګ بدګڼې هم لري.

دلته به د بېلتون ځینې ګټې درسره شریکې کړو.

البته دا په دې مانا نه ده، چې بېلتون د مثبتې پدیدې په نوم معرفي کړو؛ موږ غواړو چې د بدګڼو ترڅنګ د بیلتون له ښیګڼو هم خبر شئ او ځینې وخت د تصادفي بېلتون نه علاوه په قصدي ډول هم بېلتون ته مخ کړئ.

مینه او درناوی

په عاطفي اړیکو کې معمولاً د دوو شیانو مسئله مهمه وي:
یوه مینه او بل هم درناوی.

مینې ته چې څومره اړتیا لرئ، احترام هم ورسره هغومره اړین دی.

داسې نه شي کیدای، چې یوه ته مخ او بل ته شا کړئ. د دې لپاره، چې هم مینه او درناوی دواړه وساتئ، ځینې وخت بېلتون ضرور وي.

د بېلتون د ضروروالي مانا دا نه ده، چې په لوی لاس یو چا نه فاصله ونیسئ؛ بلکې ښه ده چې زیات لیدل کتل ونه لرئ، بې ضرورته د چا ډېر مزاحمت ونه کړئ او هم مقابل لوري ته دغسې فرصت په لاس ورنه کړل شي.

په مینه کې فاصلې څه دي او څنګه دي؟

د مینې لاسته راوړل یو هدف او ساتنه یې بل هدف دی.
تاسې او بل هر څوک اول په هره بیه چې درته ممکنه وي، غواړئ خپله مینه ترلاسه او بیا یې وساتئ.
داسې نه کیږي، چې مینه ترلاسه او تر پایه یې د پيل په شان وپالئ.
ضرور دا ده، چې اول مینه شروع او بیا یې د ساتنې لپاره لازم چوکاټ رامنځته شي.
د دغه چوکاټ جوړولو یوه ښه لاره د مینې لپاره فاصله جوړول دي.

د فاصلې جوړولو پلان

دا هم مهم بحث دی، چې په مینه کې ولې فاصلې جوړې کړو؟
ریښتیا دا ده، چې دا کار ډېر د مینې د اصولو له مخې منطقي هم نه ښکاري.
ځکه مېن به د واره درته وایي:
له یاره زړه صبرول ګران دي
په دریابونو کرښې چا راښکلي دینه

خو واقعیت دا دی، چې په دې عصري او متمدنه نړۍ کې حتا عاطفي اړیکې هم باید د نورو اړیکو په شان په یوه چوکاټ کې مخته یوړل شي او پلان ورته جوړ کړئ.

که پلان جوړ نه کړئ، نه کیږي چې حتا ۲۴ ساعته په پرله پسې ډول ان په خپله مېرمنه ونه غمیږئ.

ولې اړیکې باید حدود ولري؟

د هرې اړیکې په شان د مینې اړیکه هم باید حد و حدود لري. که دا نه وي، اړیکې زر زیانمنیږي، زړه بداوی پیدا کوي او ان زر له منځه تلی شي.

حد و حدود داسې نه دي، چې یوه کرښه ویستل شوې وي یا یو لیکلی خط وي او د هغې له مخې هر څه مخته یوړل شي.

د حدو حدودو بحث دا دی، چې یو د بل احساساتو، عقایدو او نظریاتو درناوی باید وشي.

یانې په یوه اړیکه کې دواړه لوري د یو بل دغو شیانو ته درناوی ولري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق