ادبیات

د شفېقې خپلواک ميين توري؛ د پښتو شعر نوی رنګ – کاینات سعادت

اعلان

د کائنات سعادت لیکنه

هغه مهال چې متن د وزن او قافیې له قیده د ازادېدو احساس له ځان سره راوړ نو په نړۍ کې ازاد شعر هم ساه واخیسته او وزېږېد، دغه بغاوت په شرقی ادبیاتو کې د شعر د کلاسیک ډول او څرنګوالي پر وړاندې نه و بلکې د شرایطو او وخت د ایجاب په سوب یې ځان د شرقي زیاترو ژبو برخه کړ.

زما په نظر په دغه شرایطو کې تر ټولو اساسي نقش د ټولنو د مخ په ښاریتوب کېدلو بېړنی زغل و چې د متن تولیدوونکو ته یې نوي مفاهیم، تصویرونه او خبرې ورکړلې، زه په دې باور لرم چې مفاهیم، تصویرونه او خبرې له ځان سره خپله خپل چوکاټ خلق کوي نو همدا علت کېدلای شي چې ازاد شعر د نوي ژوند سره یو ځای ژبو ته لاره پیدا کړه.

د ازاد شعر لپاره ځان ته ځای پیدا کول نهایت سخت او ستونزمن کار و، دا ځکه یو لورې د شعر د کلاسیک رنګ او خوند اوج او بل لورې تازه داسې ژوند او شرایط چې لا یې د متن د لیکونکي په زړه او ذهن کې ژور ځای نه و خپل کړی هغه څه وو چې د ازاد شعر لیکونکو پر وړاندې یې یوه لویه ننګونه ایجاد کړې وه.

د ازاد شعر لیکوال اړ و چې یوه داسې لاره خپله کړي چې وکولای شي په هغې سره د شعر په ډګر کې د ځان لپاره د قدم کېښودلو ځای پیدا کړي.

هغه و چې د شعر دغه ژانر د نوي ژوند د مسایلو ترڅنګ په نویو انځورونو او د خیال په رنګينه نړۍ کې را وغوړېد، او تر نن چې رارسېږي نو هله ځای پیدا کوي چې د ښې موضوع سربېره، ښکلې شعري ژبه، نوي انځورونه، نوي ترکیبونه او له نوښته ډک مفاهیم یې له ځان سره را اخیستي وي.

که په پښتو ژبه کې د ازادې شاعرۍ په تاريخي پړاوونو نظر اچوو موږ ته به همداسې څه په نظر راشي لکه پورته مې چې ورته اشاره وکړه.

پښتو شاعرۍ کې د غزل د ژانر زیات شهرت او منښت ددې سبب شوی دی چې په سخته نور ژانرونه د پښتو شعر په میدان کې د ځان لپاره ځای ومومي خو د یو خاص شمېر شاعرانو د هنر او ستړتیا له کبله ورځ تر بلې د غزل ترڅنګ نور ژانرونه هم خپل ځان راښکاره کوي.

د استادانو شاعرانو په شعرونو کې شاید دا ځواک او قوت لا زیات وي خو کله مې چې د پښتو ژبې د نوښتګرې شاعرې شفیقې خپلواک میين توري ولوستل لا یې په خپله خبره ډاډمنه کړم.

په میین توري شعري ټولګه کې چې تقریبا ټوله شاعري یې د سپين شعر په اوصافو اډانه ده دا خبره په ثبوت رسوي چې اوس مهال ددغه فورم له برکته ورځ تر بلې د پښتو شعر ژبه مخ په نوې کېدو ده.

په شعر کې د ژبې د نوې کېدو خبره شاید د لوستونکو زړه ته ډېره ونه غورځي خو تر کومه مې چې د اغلې شفیقې خپلواک شعرونه ولوستل نو په دې باور شوم چې هر خیال ځان لپاره خپله شعري ژبه زېږوي.

شفیقه خپلواک داسې پېر کې د پښتو شعر د ناوې په سینګار بوخته ده چېرته چې ټولنیز انتشار تر پخوا زیات او انسانان د یواځېتوب په ازغنه لاره له شواخون ډک ګامونه پورته کوي او انساني ټولنه په کې له نویو کړکېچونو سره مخ ده نو له دې امله هغه د شعر په ډګر کې د بیخي یو توانا او تازه غږ سره د لوستونکو د ذوق خړوبولو لپاره د شعر نوی خوند هغوی ته ورپېژني.

ددغه نوي رنګ او خوند په نورو اړخونو له غږېدو وړاندې د ځينو شعرونو ځينې برخې درسره شریکوم.

ژمنه

شاید نجونې
ستا د دنګې غاړې ونه کې
لاسونه امیل کړي
په نرمو ګوتو به دې
سرچاپي کړي
کله چې دې سره تبه وي
دوی به خپل سپین پړوني
ستا په تندي ونښلوي
چې ستړی یې
دوی به دې له ګوتو ټکان وباسي
یوه شپه چې ستوري ژوندي وي
سپوږمۍ به خاندي
په قلمي ګوتو به ګیلاس در ورغړوي
په میز به دې
د ګلابو نا بالغې غوټۍ وکري
ممکن
ته یې نرګسي سترګې
په یاقوتي شونډو ونازوې
په شرابو لړلې ژبه
غاښونه وشميري
ددې ملک د باچا لور به
د طلایي کبانو ژمنه درکړي
(تر اخره)۸۰ مخ میین توري

په دې شعر کې د (دنګې غاړې ونه کې د لاسونو امیل) کول (یوه شپه د ستورو ژوندي کول) د (سپوږمۍ خندا) (په قلمي ګوتو د ګیلاس رغړول) او همدا ډول د ګلابو د نابالغه غوټيو کرل او یا هم د باچا د لور د طرفه د طلایي کبانو ژمنه د شعر هغه نوې ژبه ده چې تر دې وړاندې خو یا پښتو شعر کې نه وه یا هم ډيره کمه وه.

(حدس)
…..
یو وخت به
ارغواني اوبه
د تیارې په لمن توی کړې
د ميينانو د کیسې لوست به
نیم کې پریږدې
لکه په دیوال راځوړندې نقاشۍ
نیم مخ
شاید
په ریګ کې د ښویدو په وخت کې
لاس تر ملا راتاونکړې
د اوبو سترګو خوبونه
به نه شمېرې
په ګلانو زما د راشنې خندا
انځور به نه اخلې
(تر اخر) ۹۳ مخ میین توري

په دې شعر کې بیا د تیارو په لمن د ارغواني اوبو تویدل، په دیوال د راځوړندې نقاشۍ نیم مخ او یا هم په ګلانو د راشنې خندا ترکیبونه د پښتو شعر لپاره هغه نوی رنګ دی چې کولای شي د سیالۍ په ډګر کې په دې څه سره هسکه غړۍ ودريږي.

په لنډیو، کاکړیو غاړو او یو شمېر سروکو کې د ښځينه احساساتو او غوښتنو له یو نیم کښو مخ پرته هغه موضوعات او تصویرونه زموږ پښتو شعر کې نه دي ځای کړی شوي چې زموږ د ټولنې له نیمې برخې پلو پورته کړي.

د ښاري ژوند خورېدا او د ښاروندۍ د کلتور په رامنځ ته کېدو، همدا ډول د مدني فعالیت په نهادينه کېدلو سره اوس مهال زموږ ټولنه دغه تصورات او موضوعات خپل بولي او فکر کېږي چې پرته له دا ډول احساساتو موږ نیمګړي يو.

شفیقه خپلواک چې د همدې پېر شاعره ده دغه نوي مفاهيم خپل شعر کې راخیستي او که تاسې یې د شعرونو دغه دوه نمونې لوستې وي نو پوه شوي به یاست چې څه ډول د دغه نويو مفاهيمو له پاره شفیقې یوه نوې شعري ژبه ایجاد کړې.

شعري ژبه په حقیقت کې د شاعرانه خیال د ترسیم او د ابلاغ کولو پیمانه ده او په ميين توري شعري ټولګه کې د پوهاوي او رسونې دغه وسیله دومره تازه او خوږه ده چې په یو ځل لوستو د لوستونکي ذهن کې ځای خپلوي.

په (ميين توري) شعري ټولګه کې داسې ګڼ ترکیبونه، تصویرونه او سمبولونه په نظر راځي چې په لومړي ځل به تاسې ورسره په پښتو شعر کې مخ کېږئ، دلته به تاسې داسې نوې تشبیهـګانې او د شعر نور صعنتونه ولولئ چې شاعرې ته به یې افرين ووایئ او به ګورئ چې تاسې له ریاضته د یوې تېرې شوې شاعرې له سرشارې اروا سره مخ یاست.

دغه نوی شاعرانه رنګ او خوند له دې امله په (میین توري) شعري ټولګه کې رامنځ ته شوی، چې اغلې شفیقې خپلواک خپل ځان ته مخ کړی دی.

په یو کتاب کې مې لوستي وو چې د نوې شاعرۍ یو تر ټولو له بارزې ځانګړې څخه دا ده چې شاعران یې د نورې نړۍ پر ځای ځان ته ډير مایل کړي دي.

د ټولنې هر وګړی یو جلا شناخت لري او ځانګړی ذوق او فکر همدا ځانګړی شناخت، ذوق او فکر د ځانګړې شاعرۍ سرچینه کېدلای شي؛ اغلې شفیقې د شعر همدې سرچینې ته دمه کړې او د پښتو شعر لوستونکو لپاره یې یوه نوې ډالۍ راوړې، چې لومړی یې شفیقې خپلواک او بیا یې د هغې د شعر لوستونکو ته مبارکي وایم.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

کاینات سعادت