ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د مئینتوب څو لاملونه

لیکنه: ياران

ژباړه: شمس‌الدین شمس

هغه دلايل چې انسان ولې ميئنيږي په ترتيب سره څيړو ترڅو پوه شو چې ولې ميئنيږو؟
۱_ټول انسانان چې د ژوند يوې خاصې مرحلې ته ورسي په زړه کې يې د مينې او عاشقۍ غوټۍ رازغونيږي او هيله لري چې يو څوک بايد ولري چې له حده ډير ورته ګران وي،
مګر ددې کار لاملونه څه دي؟
تر ډيره ددې چارې لاملونه د انساني هورمونونو پورې تړلي، کله چې انسان نسبتا د ځوانۍ مرحلې ته رسي، هورمونونه هم بله بڼه خپلوي او له انسانه د نويو او غيرې عادي چارو غوښتنه لري، د يادولو وړ ده چې دا مرحلې په ټولو انسانانو کې يو شان نه وي ځينې مخکې او ځينې وروسته ورسره مخ کيږي.

۲_ټول انسان چې کله د ځوانۍ مرحلې ته رسي هيله لري چې د مور، پلار، خور، ورور سره له اړيکې پرته يوه نوې اړيکه پرانيزې او غواړي دا اړيکه له مقابل جنس سره وي.

۳_د اروا پوهنې له نظره انسان ځکه ميئنيږي چې غواړې ځان په خلکو ومني، خلکو ته وښيي چې په خپلو کړنو کې خپلواک دی او يا دا ويل غواړي چې نور نو کوچنی نه دی غټ شوې او کولای شي چې يو څوک خوښ کړي.
معمولا زياتره خلک خپلې لومړنې مينې نشي هيرولې آن که واده هم وکړي هغه ځکه چې دا د دوی لومړې ځل وي چې خلکو ته يې ځان ثابت کړې او دا ښيي چې دوی کولای شي ميئن شي.

د اروا پوهنې له نظره مهمترين علت چې دا اړيکه نشئ هيرولې دادی چې تاسې نور واړه نه ياست د لويانو نړی ته ورداخل شوي ياست، له بل ځانګړي شخص سره بلد شوي ياست چې هغه خپل ځان ګڼئ، داسې څوک چې جسم يې پردی خو روح له ځانه سره شريک ګڼئ.
په دې سره نو ستاسې د مينې غوټۍ ګل کيږي چې له رژيدو ورسته به يې هم خوشبويي او ښکلا ستاسې پر ذهن غالبه وي.

ځينې وخت د يو چا زړه غواړي چې ميئن شي خو شرايط برابر نه وي، که له يو چا څخه د مينې دوه خبرې هم واواوري داسې ګمان کوي ګوندې ميئن شوی دی پرې، دا ډول فکرونه بيا د دې شخص پر کميو دلالت کوي.
ليده کاته، خبرې اترې، کړه وړه او نور هر څه په مقابل شخص کې په هماغه ډول ګوري او اوري کوم ډول يې چې خپل زړه غواړي.
دا خلک بيا د يو چا د زړه د ګټلو لپاره نمايشي کارونه او حتا درواغ ويلو ته هم ملا تړي
او دا ځکه چې د معشقو په زړه ولکه وکړي او ځان لوی سړې وښيي خو دوی نه وي پوه چې مینه د منډې نه بلکې د ټنډې کار دی.

مګر د اروا پوهنې له نظره ياد خلک له خپل هويت او شخصيت څخه د تيښتې لپاره په دا وړ کړنو لاس پورې کوي.
اروا پوهان وايي: هغه خلک چې مينيږي او په نورو پورې زړه تړي په ځان بې باوره وي، په يو چا باندې د ميئنيدو په صورت کې دا احساس کوي چې ګوندې په ځان باور يې لوړيږي، پرته له هغې ورته ژوند ناممکن ښکاري او غير له هغې ځان بې دمې او بې تکيي ګڼي ياد خلک د فوق العاده کمزوري شخصيت درلودونکې دي چې په يوازې ځان په ژوند کولو برلاسي نه دي؛ دا وړ خلک بيا چې ميړه يا ښځه ورته د هر کار لارښونه وکړي کوي يې حتی دې ته هم حاضر وي چې خپل څوکلن شخصيت تر پښو لاندې کړي او دا هر څه يوازې په دې دليل چې په يو چا ميئن شوی دی دا خلک هيله لري که په هر قيمت وي خپله مينه سرته ورسوي خو دا يې هيره کړي وي چې خپلې اړتياوې او غوښتنې بايد په اسانۍ له منځه يونسو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران