ټولنیز ژوند

معصومه (مهسا)؛ لنډه کیسه

لیکنه: ياران

لیکنه: محمدزی ابراهیمي

مور یې په تندې ښکل کړه نیازبینه لور جانه مې د زړه ټوټه مې! دا پیسې واخله ورشه له نانوایې ډوډۍ راوړه!

مهسا په ټوپکو له کوره ووته. مور یې ور پسي غږ کړ چې ونه ځنډېږې!

مهسا پیسې په لاس کې د نانوایې پر لور منډي وهي، د وخت ځناور، د دنیا په هوس کې ډوب جلادان، چې له کوره یې مهسا څارله راورسېدل، مهسا یې تر لاسو ونېوه. مهسا چیغي کړي، کاکا جان پرې مې ږده چې ډوډۍ راوړم، ناوخته کېږې، مور جانه راته انتظار ده.
له بلې چیغې سره د مهسا خوله تړلې وه، مهسا ډېرې چیغې وکړې خو غږ یې چا نه اورېد.

وحشي انسانانو مهسا په کوټه کې واچوله، نه یې زړه کې انساني عاطفه پیدا شوه، نه یې د ماشومې په معصومه څهره کې درد وېره درک کړه. ماذدېګره پورې مهسا په ژړا ګانو ځان ستړی کړی وو، نور یې د ژړا توان نه درلود، د وخت ظالمان راغلل، ماشومي د سترګو په اشاره ورته بلا خبرې وکړې، ورته یې د مور اندېښنې بیان کړې، خو خبره نه وه، چې د انسان په جامه کې پټ وحشیان نه زړونه لري نه احساس.

د مهسا له خولې یې پټه لرې کړه! چې چیغې ونه کړي وژنم دې، مهسا په دې نه پوهېده وژل څه شی دې؟

وچې شونډې یې وخوځولي، ماما لږې اوبه راکړه ! جلاد لږې اوبه لیږه ډوډۍ ورکړه،
مهسا په ریږدېدلو لاسونو ډوډۍ ور جلا کړه، د اوبو غوړپ یې وکړ .
ماما تاسو ولي زه دلته راوړې یم؟ ماما سرې خون خواري سترګې ورواړولي، په لوړغږ یې ورته وویل، خبرې مه کوه ډوډۍ دې وخوره !
مهسا له ډاره غلې شوه، ځان یې سره ټول کړ،
ډوډۍ یې هم تر ستونې نه تېرېده.

د شپې به یې له خوبه ډېر ځله چیغه کړه، مورې، پلار جانه، خو ژبه ګونګه وه، غږ به یې په ستوني کې بند شو؛
دا سهار مهسا د مور په خوږ غږ په جار قربان د زړه ټوټه ځېګر نه، بلکې په یو وحشي غږ له خوبه وپاڅيد ه.

نن د مور توده غيږ نه وه، د مهسا سترګو کې اوښکي، درد، او وېره له ورایه ښکاېده، خو په کوټه کې شته ړندو کسانو هیڅ نه لېدل، د دوی په زړه، سترګو او مغزو کې د دنیا هوس پروت وو او بس.

د مهسا له خولې یې پټه لیرې کړه، مهسا هم واړه نازک لاسونه ډوډۍ ته وروغځول، ډوډۍ یې تر غاښ لاندې کړه، په ريږدېدلو لاسونو یې ګیلاس ور پورته کړ غوړپ یې وکړ، کاکا جانه زما مور او پلار یادېږه، ما کورته بوځئ!
که تاسو هرڅه غواړئ زه به مې پلار جان ته ووایم، چې در یې کړې؛
خو سور سترګې وحشي له وحشته ډک په لوړ غږ ځواب ورکړ، غلي شوه .

ورځ همداسي تېره شوه،
مهسا مور جانې ته نارې وهلې خو چا نه اورېدې.

د شپې چې کله د دنیا په هوس کې ډوب ځوانان راغلل، سترګې له پخوا نه زیاتې سرې وې، په څهرو کې یې وحشت ښکارېده،
په مهسا یې ورمنډه کړه، له ورمېږې یې ونېوه، د مهسا سترګې رډې راختلي زړه کې یې د مورجانې فریادونه کول، خو شونډې یې چسپ وې، دویم کس ورغی یوه رسۍ یې د مهسا نرې نازک ورمېږې ته ور واچاوله، مهسا په خپلو بې وسه نازک لاسونو د جلاد پر مخ خپوړي کړل، لا یې زړه کې وو، ښایې مورجانه به اوس راشي، له جلادانو به مې خلاصه کړي، پلار جان به مې راشي، ما به غېږ کې ټینګه کړي، خو بې وجدانه بې ضمېره د انسان په جامه کې پټو ځناورو د مهسا غږ د تل لپاره چوپ کړ، د مهسا موسکا یې بنده، کړه ژبه یې ګونګه کړه…
د یوې مور او یوه پلار څخه یې د تل لپاره د هغوی د زړه ټوټه واخیسته.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران