موسیقي او تصویر

ماهره خان : پاکستان کې خلک د ریس فلم خپریدل غواړي

پاکستانۍ اداکارې ماهره خان چې په ریس فلم کې مخکښ رول لري، ویلي، چې پاکستانیان په دغه هیواد کې د ریس فلم خپریدو ته په بې صبرۍ انتظار کوي.

ریس فلم د شارخ خان، ماهره خان او نوازالدین صدیقي ګډ فلم دی، چې د جنوري په ۲۵ مه خپور شو.

ماهره خان چې ممبي کې په یو کنفرانس کې خبرې کولي، ویلي چې پاکستانیان د ریس فلم لیدو ته په بې صبرۍ انتظار کوي. نوموړې زیاته کړه، دې ډاډه ده چې په پاکستان کې به هم دا فلم ډیرې پیسې وګټي.

ټاکل شوې چې ریس فلم په نژدې راتلونکې په پاکستان کې خپور شي.

ماهره وايي، چې د پاکستانیانو انتظار دې ته نه دی، چې دا په دې فلم کې وګوري بلکې دوې د شارخ خان مینه وال دي.

ماهره خان وايي، چې شارخ خان سره د ګډه فلم جوړول يې یو خوب و، چې ریښتیا شو.

هغه وايې د شارخ خان سره په ګډ کار کې ډيره د هغه تر تاثیر لاندې وه.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */