ماهره خان: زما خبرې ناسمې اخیستل شوې

پاکستانۍ اداکاره ماهره خان چې تازه يې په ریس فلم کې د شارخ خان سره مخکښ رول لوبولی، وايي چې ددې خبرې ناسمې تعریف شوي.

د هند او پاکستان ترمینځ د یوري په پوځي اډې تر تروریستي برید ورورسته اړیکې خرابې شوې او په هند کې په پاکستانیو اداکارانو د کار بندیز ولګید. همدا لامل شو، چې ماهره خان ونشو کولای په هند کې د ننه د خپل فلم ریس لپاره د شارخ خان سره یوځای بازار وګوري.

ماهره خان په خپله یوه وروستۍ مرکه کې ویلي وه، چې دا هم غواړي، له شارخ خان سره یو ځای د فلم په پرموشن کې برخه واخلي.

”ولی نه؟! دا زما حق دی. دا زما فلم هم دی.“

باور دادی، چې ماهره خان په پاکستان کې ګڼ مینوال لري، همدا لامل شو، چې نوموړې د شارخ خان سره په ریس فلم کې د کار ځای پیدا کړ.

خو یوې انټرنیټې پاڼې په ماهره خان تور پورې کړی، چې هغې له مجبوریته په ریس فلم کې کار پیل کړ. پاڼه لیکي، ماهره خان په ممبيي کې اوسیده؛ کار يې نه درلود او په کار پسې لالهانده وه. وورسته له ډیرو کوښښونو ریس فلم ته راغله.

ماهره خان دا خبرې سپکې او له حقیقته لرې بللې دي. هغې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د دې خبرې ناسمې اخیستل شوې او ممبي کې د اوسیدو او ریس فلم کې د کار کولو کیسه بلکل له حقیقته لرې او سپکوونکې ده.

ماهره خان په دې هم ډیره خپه ده، چې ریس فلم به پاکستان کې خپور نه شي. هغه وايي، چې دا لومړۍ پاکستانۍ اداکاره ده، چې د بالیوډ د بادشاه شارخ خان سره په فلم کې مخکښ رول لوبوي؛ خو ددې دومره ستره لاس ته راوړنه تر بد نظر لاندې راغله او دا په دې ډيره خپه ده.

ماهره خان د پاکستان یواځنې اداکاره ده، چې په بالیووډ کې تر ټولو زیاتې پیسې ترلاسه کوي.

ریس فلم ۵ ورځې وړاندې د جنوري په ۲۵ مه خپور شو. دې فلم تر اوسه ۹۳.۲۴ کروړه پیسې ګټلي.

د شارخ خان د ریس او د هیرتیک روشن د قابل فلم ترمنځ ټکر د اټکل سره سم وشو؛ خو ریس فلم تر اوسه د قابل څخه ډیر مخکی دی. قابل تر اوسه ۶۹.۵۳ کروړه پیسې ګټلي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */