ټولنیز ژوند روغه سټه

د معدې د زخم کورنۍ درملنه

لیکنه: ياران
اعلان

ژباړه: نسیمه محمدي

د معدې زخم د معدې په پوښ یا د کولمو په پورتنۍ برخه کې د زخم جوړېدل دي. دا زخم د مختلفو عواملو له کبله لکه: باکتري مېکروبونه، د التهاب ضد غېر استرویېدي درملو زیات مصرف، سوځېدل یا زیانمېدل، او یا د الکولو ډېر مصرف د دې ناروغۍ لامل ګرځي.

نښې نښانې:
د سینې قفس او نو(ناف) تر منځ ساحه کې سوزش، بې اشتهایي، باد، د معدې سوزش، زړه بدوالې، سوء هاضمه، د وزن له لاسه ورکول، او داسې نورې نښې لري. نه پاملرنه اونه درملنه کولای شي دا وضعیت نور هم بدتر کړي. د معدې د زخم د درملنې لپاره، د کورنیو درملو کارول ډېر ګټور دي.

کېله:
کېله د باکتریا ضد خاصیت په درلودلو سره د باکتریا د ودې څخه مخنیوې کوي. د معدې اسید د التهاب د کمېدو او د معدې د تقویې په صورت کې کمېږي. د ښې درملنې لپاره هره ورځ درې عدده کېلې نوش جان کړئ.

شنبلیله(اخن)
د معدې د زخم د درملنې لپاره کارول کېږي.
شنبلیله د لعاب لرونکي ترکیب درلودونکې ده چې د معدې زخم رغوي. د نس درد لپاره یوه دقیقه شنبلیله په دوه ګېلاس اوبو کې جوش کړئ. شنبلیله په اوبو کې وزبېښئ چې حل شي، لږ شات هم ورزیات کړئ. د یوې اونۍ لپاره یي هره ورځ دوه ځله وخورئ.

هوږه:
هوږه باکتریا او مېکروب ضد خاصیت لري. یوه غټه غوټه هوږه میده او د یو ګېلاس اوبو سره وخورئ د معدې د زخم درمل دي.

سرچینه:beytoote.com

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران