سپورټ کورنی کرکټ مخکښان نړیوال کرکټ

محمد نبي په وروستۍ کار کردګۍ څلورم مقام ته ګوزار شو

 د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل، چې په دې وروسیتو کې د کرکټ نړیوالې شور د ۵۰ اوریزه سیالیو په درجه بندۍ کې دویم مقام ته رسیدلی و؛ د ایرلینډ خلاف په ورستیو ۵۰ اوریزه سیالیو کې د پام وړ نه کار کردګۍ ښودلو سره بیرته له دویم څخه څلورم مقات ته شاته شو.

 که څه هم د افغان لوبډلې دغه مشهوره الراونډر لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰ اوریزه سیالیو په درجه بندۍ کې لا هم په دویم مقام کې دی، خو په وروستیو کې یې په کار کردګۍ یو څه منفي تاثیر شوی دی.

 د نوې اعلان شوې درجه بندۍ په لیست کې بنګله دیشی شاکیب الحسن د پخوا په څیر په لمړي مقام کې پاتې دی، خو پاکستاني محمد حفیظ ته بیا د محمد نبي په وروسته کیدو سره بیرته دویم مقام رسیدلی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په وروستۍ تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې د شاکیب الحسن او محمد حفیظ وروسته نیوزیلینډی میچل سنټنر په دریم، محمد نبي په څلورم او سریلنکايي لوبډلمشر انجیلا میتیوس په پنځم مقام کې ځای لري.

 له بل خوا د ۲۰ اوریزه سیالیو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې اسټرالوي ګلین مکسویل بیا هم په لمړۍ کرښه کې ځای لري، خو ورپسې افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل دویم، بنګله دیشی شاکیب الحسن دریم، افریقايي جي پي ډومني څلورم، ویسټ انډیزی مارلیون سیمویلز پنځم مقام کې دی.

 د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د درې فارمټونو ټیسټ،۵۰ اوریزه او ۲۰ اوریزه لوبو د لوبډلو او لوبغاړو د ځانګړو برخو (بیټینک، بالینګ، الراوڼدرز) ترمنځ رینکینګ یا درجه بندي وخت نا وخت اعلانیږي، چې پکې یو شمیر لوبغاړي یو له بل سره په سختې سیالۍ کې روان دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی