سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

نړیوال جام؛ مخکښ افغان الراونډر محمدنبي وپېژنئ

لیکنه : عبدالله عادل

محمدنبي عیسی خېل د ۱۹۸۵ کال د جنوري میاشتي پر لومړۍ نېټه د افغانستان په لوګر ولایت کښي دې نړۍ ته سترګي پرانستي دي.

محمد نبي ښی لاسی الراونډر لوبغاړی دی چي په ښی لاس توپ وهنه او همدارنګه په ښی لاس اف بریک توپ اچوونه ترسره کوي.

محمدنبي د افغانستان په کرکټ ملي لوبډله کي مخکښ لوبغاړی دی چي د افغانستان په لومړۍ یو ورځني او لومړۍ ټسټ لوبه کي یې هم برخه اخیستې.

محمدنبي په ۲۰۱۴ اسیا کپ او ۲۰۱۵ نړیوال جام کي د افغانستان ملي لوبډلي لوبډلمشر پاته سوی ، هغه همدارنګه لومړی افغان لوبغاړی دی چي د هند په تجارتي لیګ سېالیو کښي د لومړي افغان لوبغاړي په توګه انتخاب سو.

ښاغلی محمدنبي د افغانستان په لوګر ولایت کي وزېږېد وروسته د هغه کورنۍ په افغانستان کي د وخت د جنګ جګړو له کبله د پاکستان پېښور ته مهاجر سوه چیري چي محمدنبي د لس کلنۍ په عمر د کرکټ لوبه پیل کړه.

په ۲۰۰۰میلادي کال کي د محمدنبي کورنۍ بیرته افغانستان ته را ستنه سوه چیري چي نوموړي له محمدشهزاد ، اصغرافغان او شاپور ځدران سره یو ځای د کرکټ لوبه پيل کړه.

محمدنبي خپله لومړۍ لوبه په ۲۰۰۳م کال کي د یوه افغان لوبډلي په ګټه د رحیم خان کرکټ اسوسیشن په وړاندي ترسره کړه، که څه هم یادي افغان لوبډلي ښه لوبه ونکړه خو محمدنبي په خپله همدا لومړۍ لوبه کي ۶۱ منډي جوړي کړې.

په ۲۰۰۶ کال کي محمدنبي د افغانستان لپاره د میلبورن کرکټ کلب لپاره ولوبېد او په دا لوبه محمدنبي بهتریني ۱۱۶ منډي جوړي کړې او په مټ یې افغانستان ستره بریا ترلاسه کړه.

وروسته محمدبي د میلبورن کرکټ کلب د ځوانانو کرکټ لوبغاړو پروګرام ته واخیستل سو، او د یاد کلب لپاره محمدنبي خپله لومړۍ فرسټ کلاس لوبه د سریلانکا خلاف په ۲۰۰۷ کال ترسره کړه.

289541.jpg

نړیوال کرکټ

محمدنبي له پنځم ډیوېژن لیګ څخه د یو ورځنیو لوبو امتیاز د ترلاسه کولو پوري د ملي لوبډلي سره مل وو مقصد دا چي د لوبډلي د لومړنیو لوبغاړو څخه دی ، د ۲۰۰۸ کال نړیوال کرکټ لیګ د ډیویژن په سېالیو کي محمدنبي د افغانستان لپاره په ۷ لوبو کي ولوبېد چي یادو لوبو کي یې ۱۰۸ منډي جوړي کړې او ۱۰ ویکټي یې ترلاسه کړې.

محمدنبي همدارنګه د ۲۰۰۹ کال ای سي سي کرکټ لیګ د دریم ډیوېژن پر مهال هم د ملي لوبډلي برخه وو وروسته افغانستان د ۲۰۱۱ کرکټ نړیوال جام ته د لارموندني په لوبه کي په دې بریالی نسو چي د ۲۰۱۱ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته لاره پيداکړي خو افغانستان د یو ورځنیو نړیوالو لوبو امتیاز ترلاسه کړ.

محمدنبي خپله لومړي یو ورځنۍ لوبه د سکاټلنډ خلاف ترسره کړه چي پکښي یې ۵۸ منډي جوړي کړې او دا د افغانستان او محمدنبي په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کي لومړۍ نیمه سلیزه وه چي یاده لوبه افغانستان وګټل او محمدنبي د لوبي غوره لوبغاړی ونومول سو.

له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۳ پوري

محمدنبي د افغانستان لپاره خپله لومړۍ فرسټ کلاس لوبه د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کال تر منځ د ای سي سي په نړیوال کپ کي د زیمبابوي لوبډلي خلاف ترسره کړه، یاده لوبه کي محمدنبي د توپ وهني په برخه کي سلیزه جوړه کړه او په توپ اچوونه کي یې ۳ ویکټي ترلاسه کړې.

محمدنبي همدارنګه د ۲۰۱۰ شل اوریز جام ته د غوراوي لوبو پر مهال د افغانستان لپاره کلیدي رول لوبولی وو چي افغانستان د ۲۰۱۰ کال شل اوریز نړیوال جام ته لار هم وموندل.

Mohammad nabi n (2).jpg

محمدنبي د نوروز منګل تر لاس لاندي مرستیال لوبډلمشر پاته سوی وو چي وروسته له منګل څخه نوموړي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لوبډلمشر وټاکل سو.

له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۵ پوري

د ۲۰۱۳ کال په مارچ میاشت کي د افغانستان کرکټ بورډ په اماراتو کي کېدونکي ای سي سي نړیوال کپ لپاره محمدنبي د لوبډلمشر په توګه اعلان کړ.

د محمدنبي تر لوبډلمشرۍ لاندي افغانستان د ۲۰۱۴ کال اسیاجام ته ووت چیري چي یې د بنګلدېش لوبډله له ماتي سره مخ کړه محمدنبي وروسته د ۲۰۱۴ کال نړیوال شل اوریز جام او د ۲۰۱۵ کال د یو ورځنیو لوبو د نړیوال جام لپاره د افغانستان لوبډلمشر پاته سوو خو دا چي لوبډلمشري د نوموړي پر ښې کارکردګۍ اغېز درلود او افغانستان په جام کي یوازي یوه بریا تر لاسه کړه دا ددې لامل سوه چي نوموړی د ۲۰۱۵ کال په اپرېل کي له لوبدلمشرۍ څخه استعفا وکړي .

د لوبډلمشرۍ څخه تر استعفا وروسته محمدنبي بیا هم ښه نه ځلېده تر دې چي د زیمبابوي هیواد خلاف د یو ورځنیو لوبو د سریز پر مهال خپل ښه حالت ته راوګرځېد، دا مهال د افغانستان روزونکی انضمام الحق وو چي محمد نبي یې د یاد سریز پر مهال د شپږم مقام پر ځای پر ۳ پوزیشن وازمایه چي دا قدم ګټور ثابت سو او محمدنبي په همدغه لوبه کي خپله لومړۍ نړیواله سلیزه تر سره کړه او په ټوله سریز کي ۲۲۳ منډي جوړي کړې او پدغه ښې کارکردګۍ سره د سریز غوره لوبغاړی ونومول سو چي یاد سریز هم ۳-۲ افغانستان وګټی.

محمدنبي د ۲۰۱۶ نړیوال شل اوریز جام پر مهال د افغانستان په لوبډله کي ډېر مهم رول ولوبوه چي د نبي د ښو لوبو په مټ افغانستان هانکاګ او زیمبابوي ته ماته ورکړه او په دواړو لوبو کي د لوبي غوره لوبغاړی ونومول سو چي د یادو دوو لوبو په بریا سره افغانستان د لس بهترینو لوبډلو پړاو ته لار پیداکړه.

NAGPUR, INDIA – MARCH 10: Mohammad Nabi of Afghanistan celebrates catching and bowling out Kinchit Shah of Hong Kong during the ICC Twenty20 World Cup Round 1 Group B match between Hong Kong and Afghanistan at the Vidarbha Cricket Association Stadium on March 10, 2016 in Nagpur, India. on March 10, 2016 in Nagpur, India. (Photo by Christopher Lee-IDI/IDI via Getty Images)

د ۲۰۱۸ کال په می میاشت کي محمدنبي د هند خلاف تاریخي او لومړۍ ټسټ لوبي ته د افغانستان د لوبډلي برخه سو.

له هغه لوبي وروسته نوموړی د ۲۰۱۹ کال په فبروري میاشت کي د ایرلینډ خلاف ټسټ لوبي ته په لوبډله کي واخیستل سو .

په همدا میاشت کي افغانستان د ایرلینډ خلاف درې شل اوریزي لوبي ترسره کړې چي د لومړۍ او دریمي دواړو لوبو د غوره لوبغاړي جایزه محمدنبي عیسی خېل ترلاسه کړه.

په لومړۍ شل اوریزه لوبه کي محمدنبي د ۴۹ منډو جوړولو تر څنګ ۲ ویکټي ترلاسه کړې او په دریمه لوبه کي یې ۸۱ منډي جوړي کړې او وروسته د شل اوریزه سریز غوره لوبغاړی هم ونومول سو.

د ۲۰۱۹ کال په اپرېل میاشت کي هغه د روان ۲۰۱۹ کال یو ورځنیو لوبو د نړیوال جام لپاره په افغان لوبډله کي انتخاب سو او دا مهاله د ۱۵ کسیزي لوبډلي برخه دی.

287266.jpg

کورنی او تجارتي کرکټ

محمدنبي په نړیواله سطحه په سترو لیګونو کي لوبېدلی چي پکښي د بنګلدېش پریمیر لیګ ، د پاکستان سوپر لیګ ،د کربین پریمیر لیګ، د بیګ باش لیګ،ویټالټي بلاسټ ، افغان پریمیر لیګ او د هند ستر تجارتي لیګ ای پي ایل شامل دي چي په ای پي ایل کي د لومړي افغان لوبغاړي په توګه انتخاب سوی.

بنګلدېش پریمیر لیګ

محمدنبي د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ کال بي پي ایل سېالیو کي د سیلهیټ رویالز لوبډلي په ګټه ولوبېد نوموړی لوبډلي ته د ویسټ انډیزي لوبغاړي انډري رسل پر ځای راغلی چي خپله د لوبډلي روزونکي محمد صلاح الدین غوښتل چي له ځان سره لوبډله کي وف سپین توپ اچونکی ولري همدا وو چي محمدنبي یې د لوبډلي برخه وګرځېد او نوموړي هم ښه کارکردګي وکړه چي د لیګ په پای کښي په ۱۸ ویکټو سره د خپلي لوبډلي مخکښ توپ اچونکی وو.

وروسته په ۲۰۱۵ کال بي پي ایل سېالیو کي د رنګپور رایډرز لوبډلي سره یو ځای سو چي ۷ ویکیټي ترلاسه کړې او ۳۷ منډي یې جوړي کړې .

په ۲۰۱۶ کال بي پي ایل لیګ کي محمدنبي د چیتاګونګ ویکینګز لوبډلي سره یو ځای سو چي لیګ کي یې ۱۹ ویکیټي ترلاسه کړې او یوه لوبه کي یې ۸۷ ناسوځېدلي منډي د راج شاهي کینګز لوبډلي پر وړاندي جوړي کړې او په ۲۰۱۷ کال کي نوموړي بیا هم لوبډله بدله کړه او د کومیلا ویکټورینز لوبډلي سره یو ځای سو.

Mohammad nabi n (1).jpg

د پاکستان سوپر لیګ

محمدنبي په ۲۰۱۶ کال پاکستان سوپر لیګ سېالیو کي د کویټې لوبډلي لپاره ولوبېد چیري چي ۸ لوبي ترسره کړې او په وروستۍ لوبه کي یې د لاهور قلندر لوبډلي پر وړاندي په ۱۲ توپونو ۳۰ چټکي منډي جوړي کړې او په وروستي توپ څلوریزي سره یې خپله لوبډله بریا ته ورسول ، د یادي لوبي وروسته محمدنبي د ۲۰۱۶ کال اسیا کپ سېالیو ته د لارموندني لوبو لپاره له ملي لوبډلي سره یو ځای سو او د کویټې لوبډلي سره د محمدنبي پر ځای نتن مکالم یو ځای سو.

ای پي ایل (IPL)

په ۲۰۱۷ کال کي د هند د سترو تجارتي سېالیو په بولۍ کښي محمدنبي لومړی افغان لوبغاړی سو چي په یادو سېالیو کي واخیستل سو نوموړی په ۳۰ لکه د یاد لیګ د یوې پياوړي لوبډلي حیدراباد سره یو ځای سو چي د یادي لوبډلي لپاره یې په ۲۰۱۷ کال ای پي ایل سېالیو کي یوازي ۳ لوبي ترسره کړې .

په ۲۰۱۸ کال ای پي ایل سېالیو کي بیا هم د حیدراباد لوبډلي له لوري واخستل سو خو دا ځلي په ۱ کروړ باندي ۲۰۱۸ کال بیا هم د محمدنبي لپاره د زیاتو لوبو کال نه وو او ډېر کم ولوبېد چي وروستی ځل په ۲۰۱۹ کال ای پي ایل سېالیو کي بیا هم د حیدراباد لوبډلي لپاره ولوبېد چي دا ځلي یې هم ډيري لوبي ترسره کړې او هم یې ښې لوبي نندارې ته وړاندي کړي.

اې پي ایل (APL)

د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر کي محمدنبي د بلخ لوبډلي سره د یاد لیګ د ترسره کولو لپاره واخستل سو.

بلسټ شل اوریزه سېالۍ (T20 Blast)

محمدنبي په ۲۰۱۸ کال کي د لیسټیر شېر کاونټي کرکټ لوبډلي لپاره په ټي ټونټي بلسټ سېالیو کي ولوبېد چیري چي یې د یادي لوبډلي لپاره د لینسشېر لوبډلي پر وړاندي په ۳۲ توپونو ۸۶ منډي جوړي کړې او لوبډله يې په پنځه ویکیټو بریا ته ورسول.

په ۲۰۱۹ کال کي هغه د کینټ کرکټ لوبډلي سره یو ځای سو .

بیګ باش (Big Bash)

محمدنبي د بیګ باش سېالیو په ۲۰۱۷ـ۲۰۱۸ او ۲۰۱۸ ـ ۲۰۱۹ کلنو په فصلونو کي د میلبرون رینیګیډز لوبډلي سره ولوبېد او د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر کي یې د اډیلایډ سټرایکرز لوبډلي پر وړاندي د ډین کریسټن سره د ۹۴ منډو ملګرتیا ترسره کړه او وروسته یې د بریا منډي هم ترسره کړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسول .

ریکارډونه

محمدنبي د ۲۰۱۸ کال د مارچ پر ۱۴مه او د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام ته د لارموندني په لوبو کي یې د ویسټ انډیز پر وړاندي د افغانستان په نوم د شل اوریزو لوبو تر ټولو چټکه نیمه سلیزه جوړه کړه.

همدارنګه هغه لومړۍ افغان لوبغاړی دی چي په یو ورځنیو لوبو کي لومړی ۱۰۰ ویکټي ترلاسه کړي او د نوموړي وروسته راشد او دولت ځدران هم د افغانستان لپاره په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کي ۱۰۰ ویکټي بشپړي کړې خو لومړی پکښي محمدنبي دی .

د ۲۰۱۸ کال په اګسټ کي محمدنبي لومړی افغان لوبغاړی سو چي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره ۱۰۰ یو ورځنۍ لوبي ترسره کړې او همداراز دا لوبه د افغانستان د لوبډلي هم سلمه  یو ورځنۍ لوبه وه چي ترسره یې کړه.

د محمدنبي د ټسټ لوبو کارکردګي

محمدنبي د افغانستان لپاره ۲ ټسټ لوبي ترسره کړي چي لومړۍ یې د هند او دوهمه یې د ایرلینډ لوبډلي پر وړاندي وه او په دواړو لوبو کي یې ټولټال ۲۵ منډي جوړي کړي او د توپ اچووني په برخه کي یې په دوو لوبو کي څلور ویکټي ترلاسه کړي .

یو ورځنۍ لوبي (ODI)

توپ وهنه

محمدنبي د افغانستان لپاره په ترسره کړو ۱۱۷ یو ورځنیو لوبو کي تر دا مهاله ټولټال ۲۶۲۹ منډي جوړي کړي چي یوه لوبه کي یې تر ټولو ډيري منډي ۱۱۶ دي .

محمدنبي په یو ورځنیو لوبو کي ۱۳ پنځوسیزي او ۱ سلیزه ترسره کړې چي د توپ وهني ایورېج یې ۲۸ او سټرایک رېټ يې ۸۶ دی .

توپ اچونه

د افغانستان لپاره محمدنبي په ۱۱۷ یو ورځنیو لوبو کي د توپ اچوني په برخه کي ۱۲۲ ویکیټي ترلاسه کړې چي یوه لوبه کي یې ښه توپ اچوونه د ۳۰ مندو په ورکولو سره د ۴ لوبغاړو اوټ کول دي.

شل اوریزه لوبي (T20)

توپ وهنه

محمدنبي د افغانستان لپاره په ټوله کښي ۶۸ شل اوریزه لوبي ترسره کړي چي د توپ وهني په برخه کي یې ۱۱۶۱ منډي جوړي کړي او یوه لوبه کي یې تر ټولو ډیري منډي ۸۹ دي.

نوموړي په شل اوریزه لوبو کي ۳ پنځوسیزي ترسره کړي او لس ځلي ناټ اوټ پاته سوی.

توپ اچونه

د افغانستان دغه مخکښ کرکټ لوبغاړي په شل اوریزو لوبو کي د توپ اچوني په برخه کي د افغانستان لپاره په ۶۸ لوبو کي ۶۹ ویکټي ترلاسه کړي چي تر ټولو ښه توپ اچونه یې د ۱۰ منډو په ورکړي سره د ۴ لوبغاړو سوځول دي.

فرسټ کلاس (First Class)

محمدنبي د افغانستان لپاره ۳۴ فرسټ کلاس لوبي ترسره کړي چي د توپ وهني په برخه کي یې د ۲ سلیزو او ۵ نیمه سلیزو په مټ ۱۲۷۶ منډي جوړي کړي او د توپ اچوني په برخه کي یې په ۳۴ لوبو کي ۹۰ ویکټي ترلاسه کړي چي یوه لوبه کي یې ښه توپ اچونه د ۳۳ منډو په ورکړي سره د ۶ لوبغاړو اوټ کول دي.

لیسټ اې (List A)

محمدنبي په ۱۵۰ لیسټ اې لوبو کي ۳۶۲۳ منډي جوړي کړي چي پکښي ۳ سلیزي او ۱۶ نیمه سلیزي شاملي دي او د توپ اچوني په برخه کي ۱۷۰ ویکټي ترلاسه کړي چي یوه لوبه کي یې ښه توپ اچونه د ۱۲ منډو په بدل کي د ۵ لوبغاړو اوټ کول دی.

 

Mohammad nabi n (3).jpg

لومړۍ لوبي

محمدنبي د افغانستان لپاره لومړۍ ټسټ لوبه د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کي د هند خلاف ترسره کړې.

لومړۍ یو ورځنۍ لوبه یې د د ۲۰۰۹ کال د اپرېل پر ۱۹مه د سکاټلنډ هیواد خلاف ترسره کړې.

لومړۍ شل اوریزه لوبه یې د د ۲۰۱۰ کال د فبروري میاشتي پر لومړۍ نېټه د ایرلینډ خلاف ترسره کړې .

لومړۍ فرسټ کلاس لوبه یې د ۲۰۰۷ کال د جولای پر لسمه د سریلانکا الف لوبډلي خلاف ترسره کړې .

او خپله لومړۍ لیسټ اې لوبه یې د ۲۰۰۸ کال د مارچ پر شلمه نېټه ترسره کړې.

۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام

نړیوال جام د هر لوبغاړي په ژوند کي یو ستر ارمان وي چي پکښي ولوبيږي او خپلو هیوادوالو او نړیوالو ته خپله وړتیا په لویو میدانو کي وښيي او همدا راز په خپلو ښو لوبو سره خپله لوبډله بریاوو ته ورسوي .

محمدنبي په نړیوال جام کي د افغانستان یو تر ټولو مهم او کلیدي لوبغاړی بلل کیږي دا ځکه چي د نړیوالو لیګونو تر څنګ د خپل هیواد افغانستان لپاره یې ډيري او ښې لوبي ترسره کړي چي د توپ وهني او توپ اچووني په دواړو برخو کي ښه ثابت سوی ، خو د روان ۲۰۱۹ کال یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام کي تر اوسه هغسي ندئ ځلېدلی څومره چي ورڅخه توقع کېده .

افغانستان لا هم څو نوري لوبي په مخکي لري چي د هغو لوبو د ګټلو او یا ښه ځلېدلو لپاره به د محمدنبي ښې کارکردګۍ ته اړتیا و اوسي.

په وروستیو کي وایو چي محمدنبي په افغانستان کي یو له هغو لوبغاړو څخه دی چي زیات مینوال لري او مینوال یې د هغه له لوبو څخه ځانګړی خوند اخلي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی