افغانستان سیاست

د محقق د ژوند لوړې ژورې؛ ۴ مېرمنې او ۲۳ اولاده لري، انټرنیټ سره زیات بوخت وي

لیکنه: بشر درویش

د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق، چې ولسمشر غني له دندې ګوښه کړی، خو بیا هم خپلې دندې ته ځي او ان د وزیرانو شورا په غونډو کې د اجرایه ریاست کیڼ لاس ته په اوله څوکۍ ناست وي، د افغانستان له مشهورو سیاسي څېرو څخه دی.

هغه څو ورځې مخکې د یک تلویزون د مشهورې خپرونې (ککتوکس) مېلمه و.

دلته یې د دغې مرکې مهم ټکي او د ژوند لوړې ژورې درسره شریکوو:

زوکړه او د ژوند مهمې پېښې
محقق تازه د ۶۴ کلنۍ پر لور روان دی، هغه د بلخ په چهارکنت ولسوالۍ کې زیږیدلی. د دې ولسوالۍ یوه لویه برخه خلک هزاره ګان دي، چې محقق هم د هغوی له ډلې دی.

محقق وایي رسمي مکتب ته نه دی تلی، ځکه د ماشومتوب او ځوانۍ پروخت یې د دوی په سیمه کې نه و، خو وایي خصوصي دیني زده کړې یې ډېرې کړي.

هغه تر۲۰کلنۍ پورې پخپل کلي او بیا د مزار شریف ښار ته راغلی.

د محقق پلار په مالدارۍ او کرنې بوخت و، رمه یې لرله او دی له وړوکتوبه په رمه څرولو اخته و.

وروسته یې پرافغانستان د روسانو له برید سره جهاد ته مخه کړې.

۴ ودونه
محقق وایي اول واده یې په ۲۱ کلنۍ او ۳ نور په وروسته کلونو کې کړي.

هغه ۲۴ اولادونه لري، له ټولو مېرمنواو اولادونو سره په یوه کور کې ژوند کوي او وایي سره خوشاله دي.

د ده په وینا د جهاد پر وخت یې د کورنۍ ښځو ګیلمونه ګنډل او د هغو په پیسو یې کور ساته.

دی د ټوکې په ډول وایي، چې کورنۍ یې د ده له سیاسته خیر نه دی لیدلی.

دلیل یې دا ښيي، چې ډېر لږ و خت ورته ورکولای شي او دېر وخت له نورو خلکو سره بوخت وي.

د انټرنیټ معتاد
محقق وایي انټرنیټ سره زیات بوخت وي، فیسبوک کاروي، خبرونه پکې ویني، خپلې ویناوې ورسره لیکي او تقریباً هرکله چې ورته وخت پیدا کیږي، همدې دنیا ته تلی وي.

یوولس بچو کې یو بلبل شي!
محقق د اولادونو په اړه یې د ټوکې په انداز وایي، چې بلبل ۱۱ اولادونه راوړي، خو یو پکې بلبل خیژي.

د ده په وینا دوه زامن یې سیاست سره ښه روان دي، چې ورته خوشاله دی او نور یې نورو کارونو ته هڅولي.

د لوڼو په اړه وایي، چې دی شېخ دی، هغوی یې دې شیانو ته نه دي پریښي.

محقق او موسیقي
محقق د دې باوجود، چې ځان شېخ ګڼي اوجهادي مشر دی،خو موسیقي په ښې او خرابې برخي ویشي او ښه برخه یې اوري.

د ده په وینا کلاسیکې، فولکلوریکې او حماسي سندرې یې خوښیږي.

داود سرخوش،علي زرغام، سید انور ازاد، استاد سرآهنګ، استاد همآهنګ، استاد اولمیر، استاد مهوش، وجیهه، نغمه، ساربان، استاد ناشناس او رحیم بخش د هغه د خوښې سندرغاړي دي.

د سیاستوالو په اړه نظرونه
محقق ته په دې خپرونه کې د یو شمېر سیاستوالو عکسونه وښودل شول، چې په اړه یې تبصرې وکړي.

هغه د ولسمشرغني په اړه وویل، چې د افغانستان په ګټه نه دی او ډېر خلک یې دربه در کړي.

د ډاکټرعبدالله په اړه یې نظر دا و، چې مودب او معیاري سیاستوال دی.

بارک اوباما د ده په نظر ښکلی سیاستوال، د ښه فکر څښتن، ښه ویناوال او ښه انسان دی.

د زلمي خلیلزاد په اړه یې وویل، چې هوښیار، پوه او بریالی دیپلومات دی.

محقق وایي خلیلزاد ته د دې لپاره (وطندار) وایي چې هغه په مزار کې زیږیدلی. دی وایي وخت پر وخت د اړتیا پر وخت نیوکې هم پر خلیلزاد کوي، خو هغه یې ملګری دی.

د سیما ثمر د عکس په لیدو یې وویل، چې خدمتګاره ښځه ده او ده نه به مشره وي.

د فوزیه کوفي په اړه یې ویل، چې سټنډرډه مېرمنه او سیاستواله ده.

د حامد کرزي په اړه یې تبصره دا وه، چې شریف، خانداني، خوش نیته سړی دی.

د ده په وینا د کرزي په اپوزیسیون کې هم و، خو ورته ګران دی او که بیا ولسمشرۍ ته کاندید وای، ورته یې رایه ورکوله.

د ایران پخوانی ولسمشر محمد خاتمي هم د محقق لخوا ښکلی سیاستوال وګڼل شو.

د خپلو نیږدې سیاسي ملګرو په توګه محقق د حامد کرزي، حنیف اتمر، یونس قانوني، عطامحمد نور او ډاکټرعبدالله نومونه واخیستل.

د بل هزاره مشر او خپل حریف کریم خلیلي په اړه یې وویل، چې ښې اړیکې سره لري.

په دې اړه، چې که سیاحتي سفر ته ځي، چاسره یې تګ زړه غواړي؟ محقق د کرزي نوم واخیست.

د لوبو په اړه یې وویل، چې پهلواني یې خوښیږي.

د ګلبدین حکمتیار د ټاکنیز ټیم او دې خبرې په اړه، چې د هزاره ګانو استازیتوب پخپل ټیم کې خپله کوي، محقق وویل:ښه به وای، چې هزاره مرستیال یې لرلای.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي