ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د بریا ۵ ساعته قانون

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ځینې کسان شپه او ورځ کار کوي، خو هېڅ بریا یې نه په برخه کېږي، نه یې اقتصادي وضعیت ښه کېږي او نه یې هم پوهه زیاتېږي؛ خو څنګه کولای شو، چې بریالی فرد واوسو او ډېر اغېزمن او ګټور اوسېدو ته لاسرسی پیدا کړو؟

کله وخت داسې څه مو غوږ ته رسېږي، چې فلانکي په خپله دنده کې ترفیع کړې ده یا لوړ بیه موټر او یا هم کور یې اخیستی دی؛ له ځانه پوښتنه کوو، ولې موږ هېڅ پرمختګ نه لرو او په ژوند کې مو مثبت بدلون نه رامنځته کېږي؟

که چېرې تاسو هم دا ډول ژوند لرئ، نو اړینه ده، چې په خپلو پروګرامونو او د ژوند په قوانینو کې مو بدلون را منځته کړئ. د نړۍ ډېری بریالي کسان له یو ۵ ساعته قانون څخه ګټه اخلي، چې ژوند ته یې پرمختګ ورکړی دی؛ د دې افرادو له ډلې څخه کولای شو بیل ګیټس، اپرا وینفري او مارک زاکر برګ ته اشاره وکړو.

په ژوند کې د مثبتو بدلونونو د رامنځته کېدو او بریا او پرمختګ ته د رسېدو لپاره، تل د زده کړې په حال کې واوسئ، حتا کله چې ډېر بوخت یاست او خپل ورځني کارونه په ډېرې سختۍ سره ترسره کوئ، بیا هم زده کړه مه پرېږدئ، غوره ده، چې په اوونۍ کې ۵ ساعتونه د زده کړې لپاره ځانګړي کړئ، نو په ۵ کاري ورځو کې، د ورځې یو ساعت زده کړه وکړئ، په دې وخت کې مو ټول حواس را ټول کړئ او مه پرېږدئ، چې کوم څه مو تمرکز له منځه یوسي. زده کړه د مغز د ځوانېدو سبب ګرځي او په دې کار سره به لا ډېر پرمختګ وکړئ. د زده کړې لپاره لاندې پنځه ګامونه پورته کړئ:

۱ ـــ مطالعه وکړئ
ټول بریالي کسان په مطالعه کولو باندې عادت شوي دي، په مطالعې سره کولای شئ، خپل معلومات زیات کړئ، نو هره اوونۍ د ځان لپاره مطالعاتي پروګرام ولرئ. پروګرام جوړ کړئ، هره ورځ د کتاب څو مخه او یا هم یوه برخه یې ولولئ، البته کولای شئ د ټرافیکي ګڼه ګوڼې او کار ته د تګ پرمهال غږیزو کتابونو ته غوږ ونیسئ. بیل ګیټس یو مسلکي کتاب لوستونکی دی، چې هر کال ۵۰ ټوکه کتابونه لولي او مطالعه د خپل پرمختګ اصلي لامل ګڼي.

۲ ـــ د زده شویو څیزونو انعکاس او ترې ګټه اخیستنه
د هغه څیز انعکاس، کوم چې زده کړی مو دی، د زده کړې یوه تر ټولو اصلي برخه ګڼل کېږي. په مطالعې سره مو معلومات ډېرېږي او نوي څیزونه زده کوئ، که چېرې یوازې وغواړئ، له موخې پرته د معلوماتو یو ستر حجم په خپل ذهن کې وساتئ، نو هېڅ لاسته راوړنه به ونه ولرئ او یوازې د نویو مهارتونو له زده کولو څخه پاتې کېږئ، له خپلو معلوماتو څخه ګټه واخلئ او له نورو سره یې شریک کړئ، باید د مطالعې له لارې تر لاسه شوي څیزونه په معلوماتو او وروسته یې په پوهه بدل کړئ.

۳ ازماېښت او تېروتنه
ډېری محصولات او لاسته راوړنې، د ازمېښت او تېروتنې پایله دي، هغه ازمېښتونه، چې په پایله کې یې نوې او غوره آیډیاوې تر لاسه کېږي، دا یوازې په پوهانو او مخترعینو پورې نه ځانګړې کېږي، بلکې هره نوې آیډیا د ودې او غوړېدا سبب ګرځي. که چېرې د کور کارونه در په غاړه وي، نو په پخلنځي کې نوي خواړه پاخه کړئ او په پخلي کې نویو آیډیاو ته ورسېږئ. په کار ځای کې د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره، نوې تګلاره وازمایئ او له دې لارې خپل ژوند ته خوشالي، نېکمرغي او سوکالي ور په برخه کړئ.

۴ ـــ کار کول له زده کړې سره توپیر لري
باید پوه شئ، چې کار کول له زده کړې سره توپیر لري، ښایي په اوونۍ کې ۴۰ ساعته کار وکړئ او دا احساس درته پیدا شي، چې د پرمختګ او بریا په تګلوري کې یاست، ډېره ښه ده، چې په انګېزې سره کار وکړئ، خو په دې باندې هرومرو پوهېږئ، چې کاري فشار له تاسو څخه د ودې او زده کړې فرصت اخلي. د ۵ ساعته قانون پر بنسټ زده کړې ته جلا وخت ځانګړی کړئ، د نوي مهارت د زده کولو لپاره اقدام وکړئ، ترڅو د ذهني تنوع په رامنځته کولو سره، اغېزمنه زده کړه ولرئ.

۵ ـــ په پرمختګ باندې تمرکز وکړئ، نه په ګټه اخیستنې
ډېری کسان داسې تصور کوي، کله چې ډېره ګټه اخیستنه ولري، نو بریالي دي؛ خو ګټه اخیستنه د بریا له کیلي ګانو څخه یوه اصلي کیلي ده او له زده کړې سره توپیر لري. ښایي خپل ورځني کارونه په ښه توګه ترسره کړئ او په خپله دنده کې بریالي واوسئ، خو باید د خپل شخصي پرمختګ او زده کړې لپاره جلا پروګرام په پام کې ونیسئ، نو ګټه اخیستنه، د نویو مهارتونو له زده کړې او پرمختګ سره هېڅ تړاو نه لري.

په پای کې
په اوونۍ کې ۵ ساعتونه زده کړې ته ځانګړي کړئ. په دې ۵ ساعتونو کې ګټور کتابونه ولولئ او نوي مهارتونه ترلاسه کړئ. لنډ مهالې زده کړه تاسو د پام وړ بریاوو ته رسوي. د بریالیو کسانو له ژوند او تګلوري څخه بېلګه واخلئ او په دې باندې ډاډه اوسئ، چې پرمختګ به وکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل