ټولنیز ژوند زده کړې ژوند بڼه

د یو طرفه مینې زیانونه؛ څنګه ورته د پای ټکی کیږدو؟

ژباړه او زیاتونه: تورپیکۍ سادات

افغان ځوانان ناببره له نړۍ سره وصل شوي، هره ورځ د مینې سریالونه ویني، ناولونه لولي، په پوهنتون، کارځایونو او نورو کې له ښکلو نجونو او هلکانو سره مخ کیږي، د ټولنیزو شبکو له لارې د اړیکې امکان سره لري او په ټوله کې لېواله دي، چې مېنان اوسي او د مینې په وسیله ښه ژوند ځانته جوړ کړي.

په داسې فضا کې د یو طرفه مینې د رامنځته کیدو احتمال زیات دی. د یو طرفه مینې له کبله وخت په وخت د یو شمېر ځوانانو د ځان وژنې، په نیشه یی اعتیاد د اخته کیدو او نورو ستونزو خبرونه اورو.

له دې وجې ښه ده، چې دا مطلب ولولئ او دوستانو سره شریک کړئ،څو که دوی یا تاسې د دې ځپونکې مینې قربانیان وئ، چې زر ترې د خلاصون له دې لارو چارو ګټه واخلئ.

یو طرفه مینه څه ده؟
یو طرفه مینه هغه ده، چې یو کس د بل خوښیږي خو هغه ورته په دې ارزښت نه دی قایل. دا حالت په رواني لحاظ مېن ته سخت ماتونکی دی، ځکه د یوه بایلونکي قمارباز په رول کې یې راولي.

دا خپل ژوند، امکانات، فکر، وخت او بالآخره هرڅه د داسې چا لپاره ځانګړي کوي، چې هغه هیڅ لېوالتیا نه ورسره لري.

د خلاصون لاره څه ده؟
له داسې چا سره علاقه مند کیدل، چې هغه ستاسې په اړه کوم احساس نه لري، ستاسې په ځان باورۍ او پر نفس اعتماد ځپي. په دې حالت کې تاسې له ځانه ناراضه کیږئ او د شدید خپګان احساس درپېښیږي. له دې حالت څخه څومره زر چې کولای شئ ځان خلاص کړئ.

خو دا کار څنګه ممکن دی؟
دلته به یې ځینې لارې در وښيوو:

حقیقت وزغمئ، هغه درته اړتیا نه لري!
که د ډېروخت له تېریدو سره محسوسوئ، چې ستاسې محبوب حتا ستاسو یوه پوښتنه نه کوي، دا په دې مانا ده چې هغه درسره کومه لېوالتیا نه لري. کوښښ وکړئ چې مینې ته مو له بلې زاویې یانې حقیقت له مخې نظر واچوئ.

که داسې مو وکړل او دې پایلې ته ورسیدئ، چې هغه درسره لېوالتیا نه لري، دا یو ښه پرمختګ او له یو طرفه مینې څخه ستاسې د خلاصون لپاره لومړنۍ مقدمه سازي ده.

له دې پایلې وروسته که بیا غواړئ ورسره هغه ووینئ یا اړیکه ورسره وکړئ، فکر وړئ چې هغه ستاسو په اړه څه احساس لري؟

کله چې پوه شوئ هیڅ احساس نه لري، د یوه واقع بینه انسان په توګه خپله ماتې ومنئ، حقیقت وزغمئ، کوښښ وکړئ چې لاس ترې ووینځئ.

فاصلې غوره کړئ!
د یو طرفه مینې د هېرولو لپاره له هغه چا فاصله واخلئ، چې یو اړخیزه مینه ورسره لري.

سره له دې چې شاعران وایي په سترګو د نه لیدو باوجود بیا هم زړه نه صبریږي، خو روان پوهنه بیا باوري ده، چې د سترګو نه لیدل په زړه صبریدو کې ونډه لري.

کوښښ وکړئ له یو اړخیزې مینې څخه مو لیرې څه موده یوه بل ښار ته لاړشئ، یا که د ټولنیزو شبکو په وسیله ورسره وصل وئ، له انټرنیټه څه موده فاصله ونیسئ.

له ملګرو مرسته واخلئ
تاسې یوازې نه یاست، چې یو طرفه مینې ځپلي یئ، که ملګرو سره رازونه شریک کړئ، پوه به شئ چې ستاسې نیږدې دوستانو به هم دا تجربه زغملې وي.

د هغوی له تجربو او د یو طرفه مینې د هېرولو له لارو چارو ګټه واخلئ.

ملګرو سره په بنډار، سفر او نورو تفریحي سرګرمیو ذهن مصروف او یو طرفه مینه هېره کړئ.

یو ښه مصروفیت پيدا کړئ
مصروفیت نه هدف دا نه دی، چې تاسې به وزګاریاست او که مصروف شئ، یو طرفه مینه به مو هېره شي.

هدف دا دی، چې د نورو کارونو ترڅنګ یو خاص ذهني مصروفیت پيدا کړئ.

مثلاً: کتاب لوستو ته مخه کړئ، ورزش شروع کړئ، یا د هنر کومې برخې ته مخه کړئ، لکه: موسیقي، خطاطي…

عبادت زیات کړئ
د تجربو له مخې عبادت د زړه د سکون په زیاتوالي او د نارامۍ په کموالي کې مهم رول لري.

د مسلمانانو په حیث موږ ته ښایي، چې د زړه تنګۍ، نارامۍ او مایوسۍ په ټولو حالتونو کې د عبادت سطحه لوړه کړو.

دا حل لاره له ټولو نورو سپارښتنو څخه خورا مهمه او اغېزناکه ده.

رواني ډاکټر هېرنه کړئ!
که مو د یو طرفه مینې هېرول ستونزمن شوی و، رواني ډاکټر ته مراجعه هم یوه مهمه حل لاره ده.

هغه درنه د یو طرفه مینې کیسه غواړئ، بیا درته په منطقي ډول ټول هغه دلایل بیانوي، چې دا مینه باید هېره کړئ.

لارې چارې یې هم درښيي او باوري یوو، چې له یو طرفه مینې مو ژغورلی شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

تورپیکۍ سادات