څه شي مو له میني منعه کوي؟

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

په ګډ ژوند کي ځیني ستونزي لکه تفاهم و توافق ته د جوړو رسېدل، سته چي طبیعي دي او نه سو کولای دا تمه ولرو چي په کورني ژوند کي دي په هیڅ وجه شتون نه لري.

د مشکل پر ځای بهتره ده چي واقعیت ووایو چي باید له هغو سره مخامخ سو او په ښه ډول ئې حل و فصل کړو. دا نه عجیب دي او نه د اړیکي د پای په معنا دي. کله چي څوک د اولاد خاوند کېږي، که ئې اولادونه خپل لومړني ګامونه په سختۍ سره واخلي، نه حیرانېږي حتا د اولاد د غورځېدو و پر ځمکه لوېدو پر مهال هم کوم خاص غبرګون نه ښيي یوازي د هغه/هغې سره کومک کوي چي پورته سي او پام ئې وي چي زیان ورته ونه رسېږي خو پوهېږي چي پر ځمکه دا ډول رالوېده ئې د سبا له پاره چي غواړي وځغلي یا حرکت وکړي – طبیعي دي. په ګډ ژوند کي او د جوړو تر منځ هم همدارنګه دي.

د ښځي و خاوند ترمنځ هم نوې و تازه اړیکه تر هغو چي تګ زده کوي باید څو واره پر ځمکه ولوېږي او پورته سي. اوس راځو د مطلب اصل ته چي هغه د جوړو په منځ کي څو عام و رایج مشکلات دي.

پیسې او لګښت کول

مالي مشکلات له هغو څیزونو څخه دي چي د ګډ ژوند په پیل کي د زیات بحث و د نظر اختلاف سبب کېږي او که په ښه ډول حل نه سي، تر وروستۍ شېبې به هم دا اختلافات ادامه لري. د پیسو لرل یا نه لرل کومه خبره نه ده چي هغه درک نه کړه سي. د پیسو پر سر د شخړو ریښې عموماً د پیسو لرلو یا نه لرلو په خاطر نه وي دا ډول شخړي تر دې خبرو معمولاً زیاتي مغلقي وي. د جوړو ترمنځ د پیسو پر سر له مهمو شخړو څخه یو هم د کورنۍ مالي مدیریت دئ. باید د اړیکي په پیل کي د کورنۍ د عوایدو د اندازې، اړینو لګښتونو، د سپما ډول او د مالي وضعیت د ښه کولو د څرنګوالي په باره کي خبري وکړل سي. کله چي بیا اولادونه پیدا سي هغه وخت نو بیا د هغو لګښت و خرڅ ته هم حساب کېږي او ورباندي اضافه کېږي. د کورنۍ مالي مدیریت داسي کار دئ چي باید مېرمن و خاوند ئې یو د بل په کومک ترسره کړي حتا که یوازي نارينه د ګټي وټي راوړونکی وي خو مېرمن هم باید په دې موضوع کي شریکه وګڼي.

تمنیات، توقعات و خیالات

دا چي له ګډ ژونده مو څه هیله درلوده او د مجردۍ دوران خوبونه و هیلي مو څه وې دا د سکې یو مخ دئ او دا چي رښتیا څه دي د سکې بل مخ دئ. له واده وروسته مو باید پام وي چي اندېښمن نه سئ. غوښتني و خوبونه مو متعادل کړئ او په اړه مو ئې د ژوند ملګري ته ووایاست. زموږ د یوه پر تندي هم نه دي نوشته چي چشي مو خوښېږي چشي نه. هرڅومره هم چي یو له بل سره تفاهم ولرو او تر واده دمخه مو د خواستګارۍ په ناستو و مجالسو و سیمینارو کي برخه اخیستې وي او د بېلابېلو موضوعګانو په باره کي مو خبري کړي وي، بیا هم باید یو له بل سره د خپلو تمنیاتو، توقعاتو او اندېښنو په باره کي خبري وکړو. هم خبري وکړو، هم ئې واورو. په دې باید پوه سي چي د ژوند ملګری/ملګرې مو په هر خاص مورد کي څنګه رفتار خوښوي. په دې کي نو هر ډول رفتار و سلوک شاملېږي مثلاً پر دې باید پوه سو چي که په یوه مېلمستیا کي واست څنګه رفتار وکړئ – بیا نو په جنسي اړیکه کي د نوازش و نازو نخرو پوري پر ټولو پوهېدل مهم دي. ددې ټولو په باره کي چي مو تر هغو پوري خبري نه وي کړي شونې ده په خپلو خیالاتو کي فکر وکئ چي د ژوند ملګري د خوښي خلاف مو رفتار کړی دئ په داسي حال کي چي هرڅه به برعکس وي.

د کورنیو مداخلې

زموږ په فرهنګ کي لور و زوی تر واده وروسته زموږ له کورنیو نه منفک کېږي او د کورنیو سره اړیکه همدارنګه ادامه لري. د رخصتۍ په ورځو د مور و پلار لیدو ته ځي و راځي، او زیات تګ راتګ ځيني وخت سبب کېږي چي د ستړیا و زړه مړېده رامنځ ته سي. دا سمه ده چي موږ همېشه د خپلو کورنیو اولادونه پاته سو او باید خپلو وجایبو ته ژمن اوسو او د هغوی د زحمتونو منندوی اوسو، خو باید خپل رفتارونه او هغوی داسي مدیریت کړو چي زموږ په شخصي ژوند کي د مداخلې سبب ونه ګرځي. دا کار باید د ښځي او خاوند په همکارۍ سره ترسره سي او په تدریج سره د کورنیو له پاره د درنښت و احترام سره یوځای ځیني حدود څرګند کړو.

ځیني وختونه یو د بل له کورنیو څخه د ستړي کېدو و زړه مړېدو اصلي دليل – د طرفینو فرهنګي و تربیتي اختلافات دي یعني داسي رفتار چي د طرفینو څخه د یوه په کورنۍ کي عادي و معمولي برېښي خو د ژوند د ملګري په کورنۍ کې ورته رفتار د مداخلې له پاره اقدام پاروونکی وي په داسي حالاتو کي هم مېرمن و خاوند له هغه شناخت و پېژندګلوۍ څخه چي یو د بل په باره کې پیداکوي د خپلي نوي و تازه تشکیل سوي کورنۍ حدود لومړی ځانو او بیا خپلو والدینو ته ترسیم کړي.

ګډ اولاد که ګډ مشکل

کله چي کورنۍ له دوه نفریزي څخه راوزي او چیچ و پوچ (اولادونه) پیداکېږي، د ټولو د تصور برعکس چي فکر کوي دا کوچنۍ فرشته به د ځان سره لا زیاته مینه، محبت و تفاهم راوړي، که مېرمن و خاوند یو له بله همراه و خواخوږي نه وي، نور ئې ورپسي په کورنۍ د اختلاف رامنځ ته کېدا سبب کېږي.

یو شي ته چي جوړې باید د مور یا پلار کېدو دمخه هغه ته پاملرنه وکړي – هغه تربیتي سبک و روش دئ. که یو طرف آزاد خیال او بل طرف ډېر سختګیر وي، هم ئې اولادونه د لېري والي و اختلاف ښکار کېږي او هم خپله والدین یو له بل سره نښلي. له داسي یوه حالته د مخنیوي دپاره بهتره ده چي د اولاد پیداکېدو څخه دمخه ئې د والدینو ترمنځ تربیتي تفاهم رامنځ ته سي او که داسي ونه سي دا تفاوتونه دي دي په مخفي و پټ ډول حل سي د اولادونو په حضور کي نه.

له خولې څخه توی سوی آش

یو بل مشکل چي کابو په ټولو کورنیو کي سته او په اصل کي یو د وخت د تېرېدو له ملزوماتو څخه دئ، د لومړنیو هیجاناتو سړېدل دي. هغه هیجانات چي نور نو د لومړۍ ورځي په رقم زیات ګرم و تاوده نه دي او مېرمن و خاوند ته د خبرو له پاره څه ور پاته نه دي او عادي سوي برخوردونه چي د وخت په تېرېدو سره دا فکر رامنځ ته کوي: نور مي د ژوند ملګري/ملګرې ته خوند نه ورکوم. حال دا چي تر ټولو ښایسته ترین هنري اثار هم کله چي موږ وینو ځیني وخت زموږ هېرېږي چي هغوی ووینو یا وګورو ولي چي زموږ له پاره عادي و معمولي ګرځي خو د زوجینو په اړیکه کي باید دې ته پام وکړو چي د اړیکي هغه آش مو له خولې ونه وزي او سوړ نه سي. دا کار ډېر ستونزمن نه دئ ولي چي د نر و ښځي جنسیتي جاذبې مرسته کوي چي دوئ د یو بل له پاره تکراري نه سي په دې شرط چي خپله دوئ هم له دې جذابیتونو کومک واخلي. مقابل طرف ته د بې توجهۍ و نه پاملرني له پاره صمیمیت ښه بهانه نه ده. مېرمن و خاوند باید پوه سي چي یو د بل په نظر کي باید ښه ښکاره سي کټ مټ لکه د لومړنیو برخوردونو و رفتارونو په شان چي دې موضوع ته اهمیت ورکوي.