ټولنیز ژوند

مینه او عشق سره فرق لري؛ دلته یې وپيژنئ

لیکنه: پلوشه فضلي

ژباړه: پلوشه فضلي

کله چي یو څوک ښه درته معلوم سي او یا مو کوم شی تر پام ګټور او فایده من درته ښکاره سي د دې کس او دې شي لاسته راوړنه د زړه او دماغ څخه وغواړئ؛ دې ته مینه ویل کېږي.

په مینه کښي انسان ته طبعيت بدل غوندي ښکاري. په مینه کښي مینه کوونکي ته مُحب ویل کېږي او مقابل طرف ته محبوب وایي. مینه یوه نرمه او پاکه کلیمه ده په دې کښي ستا ټوله هستي ستا نه، د بل په واک کښي وي.

د پوهانو له نظره مینه د هر انسان په روح کښي شتون لري خو خبره دلته ده چي څوک ترې استفاده کوي او څوک بیا ترې خبر هم نه وي.

مینه د طب په قانون کښي:
مینه د انساني مغز د یوې خاصي برخي کیمیاوي تغییر ته وايي او په یوناني طب کښي یې لېونتوب بولي او یو بې علاجه مرض ګڼل سوی دی.

د میني ډېر ډولونه دي: کله د لوی څشتن تعالی سره مینه، د پیغمبر ص سره مینه، د والدینو سره مینه، د ورور او خور مینه د خپلو وروڼو او خویندو سره او د ښځي او خاوند په مینځ کښي مینه د میني ډولونه دي.

بلخوا؛
کله چي خبره د عشق کېږي، نو:
عشق د لېونتوب هغه حالت دی چي انسان پکښي خپل ګټه او تاوان نه پېژني. د انسان عقل و شعور نور کار پرېږدي او یوازي د خپل محبوب په اړه سوچ او فکر کښي غمجن يي.

په عشق کښي عاشق ړوند وي هغه په خپل معشوق کښي هیڅ ډول خامي نه ویني معشوق یې د دنیا تر ټولو لویه هستي وي او لاسته ته راوړل یې د ژوند لوی مقصد وي.

خو کولای سو چي د میني او عشق ترمنځ توپير په لاندي توګه وڅېړو:
مینه د یوې لافاني جذبې او ریښتینولۍ نوم دی مګر عشق د عاشق د هغي دنیا نوم دی چې په هغه کښي له خپل محبوب پرته بل هیڅ نه ویني او د لېونتوب تر داسي بریده رسېږي چي خپل ځان هم هېروي.

مینه کووونکی د ټول بشریت د آرامۍ او هوسایني غوښتونکی وي، مګر عاشق یوازي په خپل جنسي تسکین پسې وي؛ نو ځکه د میني نسبت د الله تعالی، رسول او بل هرچا ته کولای سو خو د عاشق هغه یوازي تر محبوبې او معشوقې محدود وي.

مینه د هرچا او هر شي سره په هر وخت کښي کېدلای سي لکه د کتاب، قلم، علم او… خو عشق یوازي د معشوقې له پاره وي او یوځل وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پلوشه فضلي