ټولنیز ژوند

مینه او هوس

لیکنه: الما افغان

آیا کله مو دا سوچ کړی چې د هوس او مینې ترمنځ توپیر څه دی؟
یا داسې فکر مو هم کړی چې، ولې د مینې په نوم جوړه شوې اړیکه د څه وخت وروسته په کرکې بدلیږي؟
او کله مو هم د خپل مئين د مینې اظهار په اړه سوچ کړی؟
که مو مینه کړي وي نو خامخا به مو ذهن ته دې ته ورته نورې ډیرې پوښتنې او مختلف ځوابونه ودریږي.

۱. هوس څه ته وايي؟
هوس موږ کولای شو په مختلفو ډولونو تعریف کړو، زه داسې تعریفوم:
نفسې حواهشاتو ته هوس ویل کیږي یا په عامه اصطلاح د یوڅه څخه خوند اخیستل یا مړیدل هوس بلل کیږي.

د هوس ډولونه
۱. شهواني غوښتنې
که مو فکر شوی وي، په طبیعې ډول کله چې یوه انجلۍ یا هلک بلوغ ته رسیږي نو شهواني غوښتنې يې زیاتیږي او که کنټرول نشي، نو ښکاره ده چې هلک یا انجلۍ دې د غلطو لارو خپلې نفسي غوښتنې پوره کړي.

۲. تمایل
تاسو به په ډیری لارو کوڅو کې لیدلي وي چې ډیری هلکان دې انجونو ته ولاړ وي او په یو ډول نه یو ډول انجونو ته د رسیدو هڅه کوي او تمایل ورته ښيي.

۳. د هوس خواته ډیره علاقه ښودل
کله مو فکر شوی چې انجلۍ او هلک د هوس په دریمې مرحله چې له حده زیاته علاقه ښودل دي ورسیږي، نو دوی ډیر یو له بله سره د لیدو هڅه کوي.

دلته دوی غواړي چې په یوې لارې نه یوې لارې جنسي غریضې ته ورسیږي.

۲. د مینې او هوس ترمنځ توپیر
د مینې اړیکه د عمر تر اخره پای نه مومې د مثال په ډول: د مور او پلار نه ختمیدونکې مینه

آیا تاسو ته کله هم مور یا پلار ویلي چې، نن دې د ښوونځې مخې ته راځم او وینم دې؟ یا که ودې نه وینم نو ځان وژنه کوم؟

ښکاره ده چې ځواب مو نه دی، ځکه مور او پلار اظهار نه کوي هغوی تل تاسو ته قرباني درکوي چې همدا ترټولو پاکه او سپیڅلې مینه ده.

برعکس؛
یو هلک تل خپلې معشوقې ته دغه ډول اظهارات کوي چې، غواړم ودې ګورم که دې ونه ګورم مړ کیږم، یا که د شپې دې غږ وانه ورم خوب نه راځي، دا او دې ته ورته نور منفي اظهارات دي چې په حقیقت کې هوس بلل کیږي نه مینه.

۳.د هوس زیانونه
ډاکتران وايي، هره انجلۍ په یوه دقیقه کې درې ځلې د جنسې اړیکو لپاره تمایل ښيي او تاسو خپله فکر وکړئ هغه څه چې اسلام منع ګرځولي وي نو ښکاره ده چې ډیر زیانونه به لري.

د هوس څخه زیږیدلي زیانونه عبارت دي له:
۱.ژر احساساتي کیدل
.۲.د سترګو د شا پړسیدل
۳. د حافظې کمزورتیا
۴.د زړه تنګون
۵.د سر ویښتانو ټکیدل
۶.په وجود کې یو ناڅاپي منفي بدلون
۷.قلبي امراض او په ټوله کې د ژوند څخه شکایت کول

۴.د هوس څخه د زیان منو اشخاصو تعداوي
د هوس اړیکه د صفر څخه شروع کیږي بیا تر اخرې حده رسیږي او بیرته په صفر ختمیږي نو همدا وي چې دلته د مینې ځای یواځې هوس نیولی وي او په حقیقت کې مینه هیڅ وجود نلري.

د درنو والدینو د پام وړ!
مور او پلار فکر کوي چې په زوی یا لور ژوند محدودول به يې د اولادونو آینده روښانه کړي او دوی به سمه لاره غوره کړي، خو دا سمه نده، ځکه د ژوند محدودل پر اولادونو د هغوی د هوس مخه نشي نیولای.

کله چې، ستاسو اولادونه نوي ځوانان کیږي نو تاسو د هغوی په مخکې د هوس د زیانونو په اړه نه غږیږۍ، ځکه تاسو فکر کوۍ چې هغوی به سپین سترګي شي، خو دا فکر نه کوۍ چې اولادونه د هوس د زیانونو په اړه پوهول هغوی د راتلونکو زیانونو څخه وقایه کوي او نه پریږدي چې اولادونه يې غلطې کړنې ترسره کړي، مور باید لور او پلار باید زوی په دغه برخه کې پوه کړي او د هوس ښکار ناروغان باید د ډاکتر څخه مشوره واخلي.

یادونه:
د مینې نوم د هوس په اړیکه مه ږدئ ځکه د هوس پوره کیدو وروسته زړه مات، موړ او توریږي چې په پای کې دغه اړیکه د کرکې نوم اخلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده