روغه سټه

په یوه اونۍ کې د وزن کمول؛ ۷ ورځ دا تګلاره عملي کړئ

لیکنه: الما افغان

ژباړه: آلماء افغان

بدبختانه په دې وروستیو کې ډیری وګړي د چاغوالي د ناروغۍ څخه رنځ وړي او دا چاره د ډیرو د خپګان لامل شوې هم ده.

په ورځني ژوند کې ډیری خلک شته چې د ورځنیو میلمستیاوو، ودونو او نورو ځایونو ته د ورتګ څخه ناخوښ وي ځکه هغسې چې باید ښه ښکاره شي نه ښکاري ځکه په چاغوالي کې ډیری وګړي منظم اندام نلري همدا لامل وي چې د ډیرو مېرمنو او نارینه وو سره جامې هم ښه نه ښکاري، نو ځکه ډیری وګړي له چاغوالي څخه رنځ وړي او ځوریږي.

هڅه وکړئ بلی تګ وکړئ او ترڅنګ يې منظم سپورټ وکړئ او تر ټولو مهمه خبره لا دا چې خپګان ونکړئ او ددې رژیم په نیولو هڅه وکړئ هره ځان وزن نه کړئ ځکه دا چاره مو له رژیم څخه زړه سړه وي کوښښ وکړئ د رژیم په پای کې معلوم کړئ چې څومره مو خپل وزن بایللی.

په اوو ورځو کې د وزن کمولو مرحلې:

لومړۍ ورځ

لومړۍ ورځ د رژیم تر ټولو مهمه ورځ ده چې باید یواځې په دې ورځ کې میوه او اوبه مصرف شي او د نورو خوراکونو څخه ډډه وکړئ.

ددې رژیم په ورځ له ۸ تر ۱۲ لیتره اوبه وڅښئ، ددې رژیم لپاره بهترینې میوې مڼه، هندواڼه، خټکی او آنار دي، تاسو کولای شئ په دې ورځ چې هر ساعت د ولږې او تندې احساس کوئ میوه او اوبه وڅښئ او وخورئ.

دوهمه ورځ

په دوهمه ورځ کې تاسو کولای شئ له خامو او پخو سبزیجاتو څخه ګټه واخلئ مګر پام مو وي چې غوړ ورسره اضافه نکړئ.

تاسو کولای شئ له لوبیا، بروکلې، کدو، او کاهو څخه استفاه وکړئ کولای شئ ددې سبزیجاتو یو ترکیب د سلاد په شکل جوړ کړئ او ويې خورئ

تاسو کولای شئ په دې سلاد کې د مڼې د سرکې او د لیمو له اوبو هم استفاده وکړئ، همدارنګه په دې ورځ کې هم تاسو کولای شئ د تیرې ورځې په څیر د اتو تر لسو لیترو اوبه وڅښئ.

په دې ورځ کې تاسو کولای شئ له کچالو څخه هم ګټه واخلئ مګر هغه په سهارنۍ کې وخورۍ ترڅو مو د ورځې په اوږدو کې ترلاسه شوي کاربوهایدیتونه وسوځي.

دریمه ورځ

د دریمې ورځې په غذايې رژیم کې هم سبزیجات او میوې دي. د کچالو خوړلو ډډه وکړئ نن هم د تیر په څیر د ۸ تر ۱۰ لیترو اوبه وڅښئ.

په دریمه ورځ کې میوه په سهارنۍ کې او سبزیجات د سلاد او سوپ په شکل په غرمه کې استفاده کړئ همدارنګه په ماښام کې بیا د سبزیجاتو او میوه جاتو ګډ ترکیب څه رقم مو چې خوښ وي وخورئ.

څلورمه ورځ

په څلورمه ورځ کې تاسو کولای شئ د ۸ تر ۱۰ دانې کیلې وخورئ او تر څنګ يې درې لیتره شیدې هم وڅښئ.

ددې دوو شیانو پرته نور هیڅ هم مه خورئ. کیدای شي تاسو فکر وکړئ په دې غذايې رژیم به تاسو وږي شئ خو نه که چیرې دا اندازه تاسو په ټوله ورځ کې په منظمه توګه وویشئ او بیا يې وخورئ نو باور ولرئ تنده او ولږه مو نه ازاروي.

هو پام مو وي چې په دې ورځ هم د ۸ تر ۱۲ کیلاسو اوبو څښل مه هیروئ همدارنګه تاسو کولاس شئ په دې ورځ درې لیتره شیدې د کیلو سره په منظم ډول تقسیم کړئ او د ورځې په درې وخته ډوډۍ وختونو کې يې وخورئ دا ورځ به هیڅ د ولږې او تندې احساس ونکړئ.

پنځمه ورځ

په پنځمه ورځ تاسو کولای شئ سپورې وریجې وخورۍ البته داسې وریجې چې غوړ پکې نه وي په پنځمه ورځ داچې تاسو د خپل رژیم نیمايې هم بشپړه کړې کولای شئ له میوو او سابو هم استفاده وکړئ.

په دې ورځ تاسو کولای شئ سوپ، سبزیجات، له غوړو پرته کدو، بروکلي او کرم وخورئ همدارنګه کولای شئ مڼه، مالټه او انګور هم وخورئ.

همدارنګه په دې ورځ د ۱۰ تر دولسو لیترو اوبه څښل هم مه هیروئ.

شپږمه ورځ

په شپږمه ورځ که چیرې تاسو د خپل غذايي رژیم څخه راضي وئ نو ښه ده دلته ستاسو د میتابولیزم فعالیت هم چټک شوی تاسو کولای شئ په سهارنۍ کې بې غوړو وریجي او په نورو وختو کې سبزیجات او میوې وخورئ.
همدارنګه اوبه څښل هم لکه د تیر په څیر مه هیروئ.

اوومه ورځ

دا مو د رژیم وروستۍ ورځ ده تاسو کولای شئ خپل د بند د وزن کموالی په خپلو سترګو ووینئ. په دې ورځ هم د تل په څیر د اوبو څښل مه هیروئ.

ددې ورځي په پای کې به تاسو نه یواځې داچې ووینئ وزن مو څومره لږ شوی بلکې په دې به هم پوه شئ چې پوستکی مو څومزه شفاف شوی.

ددې ورځي په پای کې خپل ځان وزن کړئ خو؛ په یاد مو وي چې له دې وروسته د ډیر خوراک څخه ډده وکړئ.

دا مو هم باید په یاد وي!
ــ ددې لپاره چې وزن مو لږ شي هره ورځ باید ۴۵ دقیقې پلی تګ وکړئ.

ــ همدارنګه په دې غذايي موده کې د چای ، قهوې څښل پرته له خوږو خوړلو مه هیروئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده