ټولنیز ژوند نړۍ

هند کې یوه پلار، خپله لور ژوندۍ سوځولې

په هندوستان کې یوه نجلۍ د دې له امله ژوندۍ سوځول شوې چې ولې یې له پردي سړي سره په موبایل خبرې کړي دي.

د رپوټونو له مخې، دا انجلۍ چې ۱۶ کاله عمر یې درلود، د پلار له لورې سوځول شوې.

د معلوماتو له مخې، پېښه د هندوستان په مهراسټرا ایالات کې واقع شوې چې خلک یې حیران کړي دي.

ویل کیږي پلار چې کله خپله لور لېدلې چې په موبایل خبرې کوي نو یې پرې پټرول پاشلي او ژوندۍ یې سوځولې ده.

هندي رسنۍ وایي، ۳۵کلن مرتضی منصوري خپله ۱۶ کلنه لور هغه مهال د اور د لمبو خوراک کړه چې په موبایل کې یې د خبرو کولو پر مهال ولېده، ویل کیږي لومړی یې ورته موبایل پر ځمکه ویشتلی او ترې وروسته یې پر خپله لور پيټرول شیندلي او سوځولې یې ده.

د لور د سوځولو چېغو په اوریدو سره یې مور د شاوخوا خلکو په مرسته خپله لور نژدې روغتون ته لیږدولې وه، چې ځایي روغتون ورته د نجلۍ د خراب حالت په لیدو بل ځای ته د انتقال مشوره ورکړې وه.
خلکو هم شایسته نومي نجلۍ سمدستي بل روغتون ته انتقال کړې وه.

ډاکټرانو ویلي چې د قرباني شوې انجلۍ د بدن ۸۰ سلنه برخه د اور لمبو خرابه کړې ده.

د مور په خبره یې لور یې شایستې پر ټیلفون خبرې کولې چې د خاوند نظر یې پرې لګیدلی او پرې شکي شوی دی.

دې ویلي چې خاوند یې ځکه په قهر شو چې فکر یې وکړ لور یې د کوم پردي هلک سره پرټلیفون بېځایه خبرې کوي، د مور په خبره یې په داسې حال کې چې له چا سره یې خبرې نه کولې.

هندي پولیس وایي محمد مرتضی یې نیولی او څیړنې ترې کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی