ژوند او ژواک

لرلید او پر راتلونکې فکر!

لرلید او اوږدمهالی پلان د یوه کار، سوداګرۍ او اقتصادي فعالیت بنسټ جوړوي.
ډېر خلک یوازې پر یوه محدود وخت، موجودو شرایطو او شته وضعیت غور کوي، په داسې حال کې، چې انسان هره شېبه له دا ډول وخت، شرایطو او وضعیت نه د تېرېدو یا ګذر په حال کې دی. په یو شمېر محدودو فصلي فعالیتونو کې شرایط او وخت په کې په پام کې نیول کیږي، لکه د هندواڼو او خربوزو په فصل کې د هندواڼو او خربوزو سوداګري، یا د انګورو، مڼو، پیازو او الوګانو د حاصلاتو اخستل. په دې مو سر خلاص وي، چې دا ډول سوداګري هم په سملاسي پرېکړو او تصمیمونو نه کیږي، ځکه په دې چاره کې ټول بازارونه واردمخه ارزول کیږي او د حاصلاتو د راغونډولو مسایل هم په کې څېړل کیږي.

وايي: « د اوړي په ورځو کې یوه ملخ خپله تفریح او خوشالي کوله، خو میږي په ډېرې سختۍ سره مېږتون ته خوراکي توکي لیږدول. ملخ پر مېږي غږ وکړ: دا دومره سختي ولې کوې، هسې ځان ولې په عذابوې؟ میږي وویل: زه د ژمي لپاره خپل خوراکي توکي راغونډوم، تاته هم نصیحت کوم، چې لاس په کار شې! ملخ ځواب ورکړ: ژمي ته ولې اندېښمن شم، اوس خو دا دی هرڅه پرېمانه لرم. کله، چې ژمی را ورسېد، ملخ د خوراک لپاره څه نه لرل او لوږې مړېده. میږي ته ورغی، چې زه ستا پر نصیحت اوس پوه شوم».

پر راتلونکې فکر کوونکي پانګوال او سوداګر د شته او راتلونکو شرایطو ترمنځ یوه اړیکه او اقتصادي چلند ژوندی ساتي.

د شرایطو په ښه والي کې هغوی د یوې ښې راتلونکې وړاندوینه کوي، خو که شرایط بحراني وي، لږترلږه د خپلې پانګې د خوندیتوب او داسې وضعیت په لټه کې وي، چې فعالیتونه یې په یوه انډولیز حالت کې پرمخ لاړ شي.

هغه پانګوال، چې په سوداګرۍ او تجارت کې خپله راتلونکې ګوري. هغوی د شرکت د اسهامو راتلونکې وضع ارزوي. هغه توکي، چې د محصولاتو او تولیداتو په تولید کې کاریږي، د هغو بیې، د کارګرو لاسباړې، د برېښنا لګښتونه او نور ټول اړوند مسایل څېړي. دا چاره سوداګرو او پانګوالو ته د یوې منطقي پرېکړې فرصت ورکوي.

*******
د پیر سید احمد ګیلاني ژوند ته کتنه
• ټرمپ په افغانستان کې میشتو امریکايي سرتیرو سره غږیدلی
هندي پولیسو دوه افغانان په یوې محصلې د جنسي تیري په تور نیولي
ټرمپ د اوباما د ادرې ټول بهرني استازي، پرته له دې چې بدیل يې ولري، وشړل
*******

په پانګونه کې لرلید او د راتلونکي لپاره فکر کول مهم دي. ډېر کسان دا ډول افراد د ډارنو او ویرندوکو په نامه پېژني، په داسې حال کې، چې لرلید او پر راتلونکې فکر د پانګوالو لپاره ارزښتناک دی.

په دا ډول ژوند او کار کې افراد د خپلو نږدې او لرې اهدافو لپاره لارې چارې او مشخصات ټاکي. څنګه او په څومره وخت کې خپل هدف ته ورسیږي؟. څنګه خپله شته پانګه په راتلونکو پنځو یا ۱۰ کلونو کې څو چنده کړي.

********

نجونې څنګه د مخ ویښتان له منځه یوسي؟
کیله د نورو ګڼو ګټو سربیره روحي فشار کموي
هندي وزیر ته د چادرې په اړه د دنګل فلم د نجلۍ ( زایره وسیم) سخت ځواب

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */