ټولنیز ژوند روغه سټه ژوند بڼه

جاپانیان په دې دلایلو اوږد عمر کوي

لیکنه: بشر درویش

جاپانیان د نړۍ له اوږد عمر لرونکو خلکو څخه دي. خو دوی ولې تر نورو انسانانو زیات عمر کوي؟
په دې مطلب کې به یې مهم رازونه درسره شریک شي:

ډېر سبزیجات خوري
جاپانیان په دودیز ډول د وریجو ترڅنګ سبزیجات او کبان زیات استعمالوي.
په دې خوړو کې مختلف ویټامینونه او معدني مواد شته. دا مواد د وجود له ښه روغتیا او د انسان د عمر له اوږدیدو سره مرسته کوي.

خوټیدلي خوراکونه زیات خوري
جاپانیا له خوټیدلو خوراکي توکیو سره، چې د بخار په دیګ کې پخیږي، ډېره علاقه لري.
په دې خوراکونو کې: لوبیا، وریجې هم شامل دي.
دا ډول خوراکونه البته له لازمې اندازې استعمال سره په عمر اوږدیدو كې مرسته کوي.

ډېر چای څښي
جاپانیان قهوه هم څښي، خو زیاته مخه یې موږ غوندې چایو ته وي.
د چای په اړه پوهیږئ، چې وجود ته ډېرې ګټې لري.

تازه غذاوې کاروي
زموږ د خلکو بد عادت دی، چې په یو ځل د درې وخته خوراک لپاره ډوډۍ تیاروي. دا ښه غذایي فرهنګ نه دی.
جاپانیان د هر وخت لپاره اېله د ضرورت په اندازه او هغه هم متفاوته غذا برابروي.

د خوراک قابونه یې واړه دي
جاپانیان د لږ خوراک د فرهنګ عامولو په هدف له وړو قابونوڅخه ګټه اخلي.

ډېر پلی مزل کوي
جاپانیان پلی مزل ډېر کوي، په منځ کې یې ودریږي، چورت وهي او خپل پلانونه اکثره په دغه وخت برابروي.

سهارنی ورزش هم کوي
دسهار ورزش ډېرې ګټې لري، دلته بحث پرې نه کوو، خو دومره وایوو چې د جاپانیانو د عمر اوږدیدو یو مهم دلیل دا هم دی.

روغتیایي معاینات نه هېروي
جاپانیان د خپلو اړوندو ناروغیو او له دې پرته هم د وجود له صحي حالته د سم خبریدو لپاره د ځان معاینات نه هېروي.

کورنه باندې ډېر وخت تېروي
زموږ کورونه او خاصتاً حجرې د مسلسلو او بې ضرورته ناستو له کبله زموږ پر ژوند بد تاثیر کوي. د جاپانیانو ملاقاتونه، مېلمستیاوې او نور که په کورکې هم وي، ډېر وخت ضایع کوونکي نه وي.
له دې پرته دوی په کور کې لږ وخت تېروي، البته په دغه لږ وخت کې بیا یوازې ارام او له کورنۍ سره خوشاله شېبې تېروي.

پاکۍ ته خاصه پاملرنه لري
جاپانیان د نظافت سرسخته پلویان دي، هم د خپل ځان، هم چاپېریال، هم ښار او هم ټول هېواد د پاک ساتلو په برخه کې ډېر جدي دي.

سمندري خوراکونه کوي
جاپانیان د سمندري خوراکونو په استعمال كې هم مخکښ دي، دغه خوراکونه د ډېر قوت له کبله د دوی پر صحت خاص تاثیر لري.

خواږه ډېر کم کاروي
جاپانیان له ټولو لبنیاتو په خاص ډول د خوږو په استعمال کې ډېرمحتاط دي. د شیدواستعمال هم پکې دی.

وریجو ته پرډوډۍ ترجیح ورکوي
زموږ زیات خلک وریجې نه خوري، وایي وزن او ناروغۍ به یې زیاتې شي، خو خبرنه دي چې وچه ډوډۍ تردې هم خطرناکه شی دی.
جاپانیان وچه ډوډۍ دومره نه خوري، د بدیل په توګه یې خوټیدلې وریجې زیات کاروي.

سهارنۍ نه هېروي
جاپانیان د سهار چای یا سهارنۍ ته ډېر متوجه دي.
د سهارنۍ په اړه به مو لوستې وي، چې زیاتې روغتیایي ګټې لري او نه باید قضا یا ورسره بې تفاوتي وشي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي