ژوند بڼه

د عطرو بوی څنګه اوږدمهاله کړو؟

لیکنه: بشر درویش

ژباړه: بشر دروېش

د ډېرو خلکو خوښیږي، چې پرځان یې د وهلیو عطرو بوی زر پای ته ونه رسیږي او ډېر وخت دوام وکړي.

خو دا کار څنګه ممکن دی؟

په دې مطلب کې، په همدې اړه ځینې مشورې درکوو:

خپل پوستکی وپېژنئ!

که د غوړ او وچ پوستکي پرځانګړنو وپوهېږئ، کولای شئ چې خپل پوستکی ښه وپېژنئ.

د دې ځانګړنې پېژندل، د دې لپاره ضرور دي چې غوړ پوستکی د عطرو بوی زر نه ورکوي، خو وچ پوستکی بیا دغه بوی په دوامداره ډول نه شي ساتلی.

که پوه شوئ، چې پوستکی مو غوړنه؛ بلکې وچ دی، په داسې حالت کې له عطر کارولو مخکې د پوستکي غوړولو کریم یا سپری استعمال کړئ.

د دغو موادو استعمال، سبب کیږي چې د عطرو بوی مو زر ختم او د پوستکي د غوړیدو قرباني نه شي.

د خوشبویۍ سیټ واخلئ!

تاسو به د عطرو د ضمیمې نور پکېجونه لیدلي وي؛ په پکېجونو کې د عطرو ترڅنګ د خوشبویۍ نور توکي هم وي. په دې خاطر، چې د عطرو له ټولو خوندونو برخمن شئ، ښه به وي چې لږې ډېرې پیسې مصرف او د خوشبویۍ هغه توکي هم وپېرئ چې عطر نه مخکې یې کارول ضرور دي.

د عطر کارولو ځایونه وپېژنئ!

ځینې فکر کوي، چې پرجامو د عطرو وهل ضرور او زیات ګټور دي؛ خو داسې نه ده.

که غواړئ پر بدن مو وهلي عطر زیات وخت خوشبویي ولري، ښه ده چې د وجود پر مناسبو برخو عطر ووهئ.

په دې برخو کې تخرګونه، غاړه، د غوږونو شاته برخه، څټ او نور هغه برخې د یادونې دي، چې زیات خوله کیږي او بد بوی ورڅخه ځي.

پر ویښتو عطر ووهو؟

اوریدلې به مو وي، چې پر ویښتو عطر وهل د عطرو د خوشبویۍ موده اوږدوي؛ خو داسې نه ده.

دا کار د ګټې پرځای تاوان لري، ځکه عطر یو ډول کیمیاوي مواد لري او دا مواد ویښتو ته تاوان پېښوي.

عطر مه پر ځان مه مښئ !

ځینې په دې ګومان، چې پر وجود له شیندلو وروسته د عطرو سولول او مښل به د عطرو په خوشبویۍ زیاتولو کې ګټور تمام شي، دغه کار کوي.

نو عطرو سره د کریمو په شان چلند مه کوئ، عطر خوشبویي لري، خوشبویي خپله ځان تر ممکنه حده پراخوي او خوریږي.

که تاسو یې کېکاږئ، کیدای شي خوشبویي یې زیانمنه شي خو خوره نه شي.

زیاته خوله خو نه کوئ؟

که زیات خولې کیږئ نو ښه ده چې د عامو عطر وهونکو برعکس، څو چنده ډېر عطر وکاروئ.

یا د هر ساعت دوو، له تېریدو وروسته پرځان وهلی عطر تازه کړئ.

په عطر اخیستو کې دقت وکړئ!

ځینې عطرونه، سمدستي تېز بوی لري، خو د لږ وخت په تېریدو سره یې بوی ورکیږي.

د ځینو عطرو خاصیت همدا وي او ځینې یې تقلبي او بې کیفیته وي، چې داسې کوي.

د عطر اخیستو په وخت کې لږ زحمت وګالئ، عطر لږ وکاروئ، بیا منتظر او وګورئ چې بوی خو یې زر نه دی ورک شوی؟

که داسې نه و، بیا عطر واخلئ، کنه بیاکتنه وکړئ او اصل عطر پیدا او وپېرئ!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي