ادبیات افغانستان کلتور او هنر

افغاني رېنسانس نه تم کیږي؛ د فطرت ناشناس څرګندونو ته، د عبدالغفور لیوال غبرګون

لیکنه: ياران

لیکنه: څیړنوال عبدالغفور لیوال

دا تصادفي نه ده، چې په لنډو ورځو کې څو نوموتي پښتانه سندرغاړي د عام و خاص خولو ته وغورځول شول، دسیسه ګر اول د هر هنرمند مجبوریتونه معلوموي او بیا یې د هماغو مجبوریتونو او کمزوریو پر ټپ ګوته ږدي، پر موندلي ټپ یې دومره ځوروي، چې خپل کار پرې وکړي او په داسې تورونو یې ککړوي، چې دخلکو په ژبو او ذهنونوکې یې سپک کړي. هېڅ پیشو د خدای لپاره موږک نه نیسي. هماغسې چې ګاونډي د یوه ټاکل شوي پلان پر بنسټ پښتانه سندرغاړي تورنوي، هماغه شان یوکورنی سړی له نامعلومو امکاناتو او سرچینو څخه په ګټنې د نړۍ له یوه کونجه ټکټ اخلي او بل کونج ته ځي، چې یوه بله افغانه ګرګه او سټه د خلکو خولو ته وغورځوي.

هغوی چې په خپله درنه او بډایه ژبه کې درېیمه درجه لیکوال دي او باور لري، چې نور نوښت نه شي کړای، نوباید ماجرا وپنځوي او خپلوانوهویتونو ته په سپکاوي، خلکو ته ځان ورپه یاد کړي، چې له بده مرغه په خپل دغه چل کې بریالی کیږي او غشي یې ترموخې رسیږي. دکتورصادق فطرت ( ناشناس) یو ښه سندرغاړی دی او دغه هنري کار ته یې درناوی بویه، تر دې ورهاخوا یې د هرراز سرسري، عامیانه او نااکاډمیکوڅرګندونو په وړاندې توند غبرګون او سپکاوی دعقده یي، ناروغو او په رواني بېثباتۍ اخته وګړیو ژرندې ته اوبه ورسمول دي.

پښتو دومره خواره ژبه نه ده، چې داسې څرګندونې به یې ژوبله کړای شي. د پښتو، پښتنو، د هغوی نیکونو ساکي ـ اریايي ټبرونو او تاریخي مخینې، ډبرلیکونو، ژبې لرغونتیا او دا چې : څوک څوک دي؟ پوښتنو په اړه باید علمي حقایق له پوهاند دکتور زیار، پوهاند الهام، پوهاند تږي، پوهاند حبیبي، استاد کهزاد، استاد کاکړ او نورو څخه واورو، نه له سندرغاړو څخه. هماغسې چې نه ښايي له دغو ژبتوکمپېژندونکیو ( (Ethno -philologists مورخینو څخه دې د موسیقي د سُر وتال په اړه پوښتنه وشي، مګر نه مو دي اورېدلي چې سترخوشال ویلي ول: هرسړی پیدا دی خپل خپل کار لره کنه…؟

د پټې خزانې په اړه ترما مشرانو او زما استادانو علمي لیکنې کړي او ما هم خپله کوشنۍ ونډه ترسره کړې ده، دلته یې بیا تکرار اړین نه دی.

په عقدو ناروغو وګړیو هم لوستي او ځان یې پرې غلی کړی دی، ځکه د ځواب ویلو یې نه دي. خو داسې ولې کیږي؟ پښتني ـ افغاني رېنسانس راپیل شوی دی. افغاني ویښتیا په علمي، ژبنۍ، سیاسي، اقتصادي او هنري برخو کې له ورایه لیدل کیږي او دا هغو وګړیو او کړیو ته ویره پېښه کړې ده، چې له دغې روښانتیايي ویښتیا څخه ویریږي.

د پښتو برخلیک او تاریخ یوازې په پټه خزانه یا هغه و دغه شخص پورې نه ده تړلې. که څوک د پټې خزانې جعلي ګڼلو هڅه کوي، له خورا لرغوني او بډای پښتني فولکلوریک، میتولوژیک او استثنايي ولسي فرهنګ سره به څه کوي؟ له لنډۍ سره به څه کوي؟ له کاکړۍ غاړو، د ملي هیندارې له هغو نکلونو سره به څه وايي، چې په سیمه کې بېجوړې دي؟ له خوشال سره به څه کوي؟ له غني خان اواستاد الفت و مجروح سره به څه وایي؟ خبره دا ده، چې پښتني ـ افغاني رېنسانس داسې پیاوړی روان دی، چې په داسې خس و خاشاکو نه شي ایسارېدلای.

د ژبو په اړه نوی فېلوسوفي نظر دا دی، چې ژبې له خپلو ټولو فرهنګي شتمنیو سره سره، د هغو د ویونکیو د انساني ژوند د شرایطو په څرنګوالي پورې تړلي، چې همدا اوس په کې دي.

د ژبې د ودې و پراختیا ډینامیسم د هغو نومهالوالی ( معاصریت Contemporaneity ) دی. اوس نو د ژبو په وړاندې پوښتنه یوازې دا نه ده چې څو سوه کلن متون لري؟ [ سره له دې چې له یو یا دوه اړخونو څخه لرغوني متون مهم او د پام وړ دي] اوس اساسي پوښتنه دا ده، چې یوه ژبه په سیاست، دفتر، اقتصاد، منبر، ښوونځي، ژباړه، تخنیک، سپورټ او تولید کې څومره کاریږي.

پښتو له دې اړخه په چټکۍ سره پرمخ ځي. تاسو څه فکر کوئ، چې په سیمه کې به پښتو موسیقي څومره خلک اوري؟ همدا چې په نړیوالو ډګرونو کې انګریزي ژبې کومينټېټران چیغه وهي: شپږیزه ه ه ه ه !!! دا څه مانا لري؟ که د ژبې د ویونکو معاصر شرایط او نومهالوالی اصل نه ګڼل کېدلای، نو د سانسکریټ او لاتین په څېر بډایې دیني، علمي، فیلوسوفي او ساینسي ژبې ولې مړې شوې او ځای یې د انګریزي په شان کمزوریو ژبو نیولی دی؟ ولې انګریزي ژبه د انګلوساکسون ( یوولسمه میلادي پېړۍ) جګړو راوروسته په خپل تصنعي جوړښت او خورا لنډ عمر سره له یوې بدوي او بربري لهجې څخه نړیوال ژبه شوه ؟

انګریزي، چې له ګرامري پلوه ژرماتیکه او د ویيزېرمې و تړنګونو له مخې له فرانسوي – هسپانوي ژبو جوړه ده او له یوناني، لاتین و رومي ژبو څخه هم ښه ډېره پوروړې، ولې په نړۍ کې نن تر هرې بلې ژبې زیاته دود ده؟ دا د انګریزي ژبې کمال نه، بلکې د انګریزانو کمال دی. دا پیاوړتیا د دغې ژبې په تاریخ و متونو پورې نه ، بلکې د انګریزانو په سیاست، اقتصاد او ویښتیا پورې تړلې ده.

د انګریزي نومهالیو ادبیاتو پلار ( ویلیام شکسپیر) له ستر خوشال خان خټک سره ایله پنځوس کاله زماني واټن لري. ما دواړه په غور لوستلي دي، د فکري، فیلوسوفي، ادبي او هنري ـ ښکلاییز اړخه زموږ خوشال تر شکسپیره ډېر لوړ او د نوښتونو خاوند شاعر دی، خو شکسپیر انګریزي نړیوال ښکېلاک، سیاست، تخنیک، تولید، حاکمیت او اقتصاد تر شا درلوده، چې نړۍ ته یې وروپېژانده او خوشال تر پنځوس کاله پخوا د بېوزله، نالوستیو، په خپلو منځونو کې ښکېل پښتنو شاعر و، چې لا یې هم نړۍ ته د ورپېژندلو او تفسیر لپاره هېڅ نه دي کړي. موږ همداسې د خپل تر ټولو زاړه، ممتاز او په نړیوال کچ بېساري ولسي فورم لنډیو د پېژندنې پوروړي هم یو او د خپلو معاصرو فیلوسوفیکو مفکرانو غني خان او مجروح د تفسیر و شننې ورسره.

د پښتني ـ افغاني رېنسانس مخالفین څه غواړي؟ لومړی یرغل ولې په نوموتو هنرمندانو او فرهنګي شخصیتونو دی؟ ځکه په اروپايي رېنسانس کې هم تر ټولو ممتاز قشر همدوی ول، پښتو موسیقي باید بدنامه شي، دا ژبه باید یوازې د شعر ژبه وګڼل شي، حال داچې زموږ معاصر نثر نه یوازې تر چا کم نه دی، بلکې په څېړنه، ژباړه، هنري نثر او علمي پنځونو کې تر ټولو مخکې یو.

د پښتنو د فرهنګي او معنوي روح د عظمت یوه نښه دا ده، چې نه یوازې د خپلوانو ژبو سپکاوی او تخریب نه کوي، بلکې ګټه ترې اخلي او پیاوړې کوي یې هم. که د پښتو او پښتنو د تخریبوونکیو ترشا د ښکېلاکي کړیو لاس نه وي، نو څوک دومره وزګاردي، چې کلونه کلونه دي د پټې خزانې په غیبت تېر کړي، دې او هغه ته دې د غیبت او تخریب کې د ورشریکېدلو عذر، زارۍ او دسیسې وکړي او په دې اړه د لیکنو د چاپ لګښتونه دې د خپلو بچو له ډوډۍ ورکړي. د دې ټولو هڅو ترشا د پټو کړیو حضور له ورایه څرګند دی، موږ ولې د خپل هېواد د هرې بلې درنې او موږ ته ګرانې ژبې تخریب نه کوو؟ دا ځکه چې هوښیار یو، ملي هوډ و اراده مو ډېره پیاوړې ده. وزګار هم نه یو ایله خپل کار وکړو.څوک به د دې ځواب ووايي، چي د ناشناس له مجبورۍ څخه د ګټې اخیستنې لپاره د جوړې شوې غونډې او چاپ شویو ښکنځلنامو لګښتونه چا ورکړي دي؟ ولې یې ورکړې دي؟ ایا دا په لویدیځ کې د افغان کډوالو د سختو کارونو په پیسو شوي دي؟ نه هيڅکله نه .

دا څرګنده ده، چې د پښتنو له ویښتیا، روښانتیا او خورا چټکې شعوري او ملي ودې څخه سخته ویره راپيدا شوې ده. موږ ته څه په کار دي؟ همداسې چټک پرمخ تلل، لا راویښېدل، نور فرهنګي تولید او د ژبې د نومهالتیا ( معاصریت Contemporaneity ) د منطق پربنسټ د پښتو ژبې صنعتي کول، سیاسي کول، تولیدي کول، تعلیمي کول او بالاخره علمي کول.

دا ژبه باید په ښوونځې، پوهنځي، رسنۍ، دفتر، سپورټ، کارغالي، ګوند، جومات، فیسبوک، شعر، نثر، پوهنتوني کتاب او نورو برخو کې وکاریږي او خلک یې د افکارو له څرنګوالي سره اشنا شي. تخریبګر غواړي ناشناس، ټکر، کرن، بل و بل درڅخه خوابدي کړي، پر تاسو یې وښکنځي او دوی پټ پټ خوند واخلي. دا بهیر ودروئ. خپل همدغه هنرمندان له خپلو کمزوریو او اسیب پذیریو سره سره ولمانځئ، د دوی مجبوریتونه درک کړئ، ځان پوه کړئ، چې د دوی زخمي ګوته کومه ده او فرهنګي مخالف مو د ده له کومې مجبورۍ او پت زخم څخه ګټه پورته کړې ده؟ په یاد ولرئ، چې هر هنرمند خپله کمزوري لري.

استاد ګلزمان له لوږې او ناروغیو څخه هرچا ته ترانې وویلې، خو موږ وراټه، ومو ښکنځه او ټول تېر کارونه و بریاوې مو ورته پر اوبو لاهو کړې. دا هغه څه دي، چې ستاسو مخربین یې غواړي.

زه د پښتو ژبې و ادب د یوه شاګرد په توګه، د خپلې ژبې او فرهنګي راتلونکي په اړه نه یوازې چې هېڅ اندېښنه نه لرم، بلکې سخت خوشبین یم. پښتو تر پنځوس کلوپخوا زمانې زمکه و اسمان توپیر کړی دی. اوس په میلیونونو خلک دا ژبه لیکي. په کمپيوټر کې، په فیسبوک کې ، په راډیو تلویزیون کې، په اخبار و مجله و پوهنتون و ښوونځي کې شته، د کرېکېټ ژبه ده، د شعرونثر ژبه ده او اوس روانه ده چې د ژباړې ژبه هم شي.

په تېرو پنځوسو کلونو کې د پښتو د لیکل شویو، چاپ او خپرو شویوکتابونو د سرلیکونو شمېر د هېواد د هرې بلې عزیزې او ګرانې ژبې تر خپرونو زیات دی او کم نه.

د پښتونژغورنې لوی غورځنګ یوازې سیاسي مقاومتي نهضت نه دی، بلکې په کلکه یو فرهنګي، هنري او ادبي پاڅون هم دی. د لویې پښتونخوا ( شمالي او سهیلي )، کابل و کندهار و ننګرهارو پکتیا لیکدود او ژبدود په چټکۍ سره نږدې کیږي، په پښتونخوا کې لیکنۍ او ګړنۍ پښتو په چټکۍ سره له انګریزي او اوردو وییونو او نوموونو څخه د پاکېدو په حال کې ده.

په پښتو ژبه و ادب کې د پي ایچ ډي، ماستري او لېسانسه فارغانو شمېر دومره دی، چې شل کاله پخوا یې چا تخییل هم کړای نه شو. په ټول لوی افغانستان کې د پښتو څانګو ( دیپارتمنتونو) او پوهنځیو شمېر له شماره وتلی دی. د دې څومره والي ( کمیت) تر څنګ به خامخا د څرنګوالي ( کیفیت) اندېښنې وي، خو چې شعور او ارادې ته ګورم، باور لرم، چې هرڅه ښه کېدونکي دي.

زه د لاپو شاپو سړی نه یم، په نیمګړتیاوو هم ښه پوهېږم، په دې هم خبر یم چې : ” لا دپټي سر دی پټی بېرته سورور دی ! ” خو د ویښتیا، روښانتیا او بدلون نښې له ورایه وینم. موږ پرمخ ځو او پښتني ـ افغاني رېنسانس نه تم کیږي.

 

د پټې خزانې په اړه د ښاغلي لیوال یوه مخکینۍ لیکنه:

په پټه خزانه کې د سبکونو هراړخيزه رنګارنګي
پټه خزانه د هوتکي پاچا اعليحضرت شاه حسين هوتک، د عصر نامتو ليکوال محمد هوتک د داود خان هوتک زوی هغه تذکره ده چې په (۱۱۴۱- ۱۱۴۲ هجری ق) کلونو کې ليکل شوې او د پنځوسو پښتنو شاعرانو او ليکوالو ژوند ليکونه يې د تاريخ د خاورو په زړه کې ساتلي دي. دغه اثر په کال ۱۳۲۲لمريز کې لوی استاد علامه پوهاند عبدالحی حبيبی وموند او له پاړسي ژباړې سره يې خپور کړ. د (پټه خزانه) له برکته د پښتو ادبياتو تاریخ ډیرې ورکې خو نامتو څیرې رابرسیره شوې او دا زیاته شوهچې پښتو ژبه لرغوني ادبيات لري خو د وخت ناخوالو، پیښو او جګړو ورڅخه ډیر څه خوړلي دي. که څه هم د پټې خزانې تر خپریدو کلونو وروسته یوشمیر پښتو دښمنو او پردي پالو عناصرو پر دغه کتاب هوايي او له غرض و مرضه ډکې نیوکې هم وکړې او ځینو خو ځانته دا جراأت ورکړ چې دغه کتاب ته (جعلي) ووایي.

زما له شخصي نظره: قلندر مومند او د هغه شاګردانو ددغو عواملو پر بنا پټه خزانه جعلي ګڼلې:
۱ علامه حبیبي د (پټه خزانه) پر رابرسیره کولو سره د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې د یوه داسې په حیث وپیژندل شو چې د پښتو ژبې تاریخ یې راژوندی کړ، ټولو پښتنو د علامه دغه هڅه هومره وستایله چې د قلندر مومند په شان ځانته غره لیکوالانو او محققینو حسادت او رخه یې راوپاروله، ځکه خو یې په علامه حبیبي او پټې خزانې پسې راواخیستل. دوی فکر کاوه چې په دې کار به هماغومره شهرت وګټي لکه علامه حبیبي چې د پټې خزانې په موندلو او خپرولو سره ګټلی و.

۲ د پټې خزانې تر خپریدو پورې داسې ګومان کیده چې پښتو ادب له بایزید روښان، خوشحال بابا او رحمن بابا څخه راپیلیږي او دوی ټول د پیښور د حوزې یا لږ تر لږه د لوی افغانستان د هغې برخې اوسیدونکي وو چې اوس یې کوزه پښتونخواه ګڼي. حال دا چې پټې خزانې ثابته کړه چې تر دې ډیر پخوا د غور- کندهار، زابل او کوټې په علاقو کې ستر شاعران تیر شوي دي، له بده مرغه دغه حقیقت هم د پټې خزانې مخالفینو- چې د ټولو پښتنو نه بلکې یوازې د خپلې سیمې او د خپل شهرت په اړه فکر کوي- ونه شو زغملای او پټه خزانه یې جعلي وګڼله.

۳ د شلمې پیړۍ له پیله چې د پښتو ژبې او ادب د پرمختګ لپاره یو ملي غورځنګ راپیل شو او یوشمیر فاضلو استادانو ددغې ژبې د ادب د تاریخ تیاره ګوټونه روڼول دې مسئلې د ګاونډیو فرهنګونو یوشمیرمتعصبو کړیو ته خوند ورنه کړ، د هغوی په نظر پښتو د غرو د خلکو یوه وحشي ژبه ده او که د فرهنګ نړیدلي څلي یې ودان شي نو پښتانه به مدني ژوند ته متوجه شي او بلاخره به یې ملي شعور لوړ شي چې په پای کې به سیاسي واک هم په لاس کې ونیسي، ددې پروسې د مخنیوي لپاره ایرانیانو او پنجابیانو په یوشمیر دسیسو جوړولو پیل وکړ چې یوه یې هم د پټې خزانې د جعلي والي ډنډوره وه، له بده مرغه یوشمیر پښتانه لیکوال هم یا مخامخ یا په غیرمستقیمه توګه ددغو ډنډورو ښکار شول.
دا و، زما له شخصي نظره، له پټې خزانې سره د دښمنۍ عوامل.

خو ولې پټه خزانه له دومره دښمنیو سره سره لا هم د افغاني فرهنګ پر هسک د لمر په شان ځلیږي؟، ځکه چې دغه کتاب که له علمي پلوه وڅیړل شي ګڼ شمیر داسې نه انکار کیدونکي اسناد پخپله د کتاب په متن کې شته چې ددغه کتاب پر اصالت ګواهي ورکوي، له دې دلایلو څخه یو هم په پټه خزانه کې د راغلیو شعرونو د سبکونو هراړخیزه رنګارنګي ده چې هیڅ کله هم زموږ د پیړۍ د یوه یا حتی څو تنومحققینو پر لاس نه شي ایجادیدلای او که څوک ډیر لږ هم د هنري ارزښتونو پر رموزو پوه وي پر دې پوهیدلای شي چې د داسې متفاوتو هنري ارزښتونو رامنځ ته کول د تاریخ په بیلابیلو پړاوونوکې د بیلابیلو شرایطو او تاریخي موقعیتونو په نظر کې نیولو سره د منحصر به فرد سبک لرونکو شاعرانو کار دی، نه د یوه یا څو تنو محققینو.

له دغې مقدمې وروسته د پټې خزانې سبکي ویش له درییو اړخونو څخه ترسره کیدای شي؛ له تاریخيپلوه د پټې خزانې د سبکونو توپیر، له موضوعي پلوه د سبکونو پیژندنه او د هغو شکلي بدلون. په لاندې کرښو کې به د هرې موضوع لپاره بیل بحث وکړو.

۱۱ په پټه خزانه کې د سبکونو تاریخي رنګارنګي:
اساساً پټه خزانه له (۱۰۰) هجری ق. کال څخه تر (۱۱۰۰) هجری ق. پورې د پښتني فرهنګ بیلابیلې تاریخي دورې په ځان کې رانغاړي له همدې پلوه ټول هغه متون چې په پټه خزانه کې ثبت شوي د خپل وخت له پلوه د بیلابیلو منځپانګو لرونکي دي.

عجیبه داده چې د پټې خزانې فاضل مؤلف (محمد هوتک) هم په دې تفاوتونو پوهیدلی او پټه خزانه یې په درې برخو (پخوانیو شاعرانو، د مؤلف معاصرو شاعرانو او ښځینه شاعرانو) باندې ویشلې ده.

تر ټولو زوړ شعر د امیرکروړ هغه تاریخي ویاړنه ده چې له تاریخي پلوه د خورا ارزښت خاونده ده چې د ویلو تاریخ یې (۱۳۹) هجری ق. ته ورګرځي:
زه یم زمری، پر دې نړۍ له ما اتل نسته
په هند و سند و پر تخار و پر کابل نسته
بل په زابل نسته له ما اتل نسته

دغه ویاړنه هم د لغاتو له نظره لرغونې ده او هم د شکل له نظره ځکه تر ډیره حده په هغه وخت کې د پښتو معمول وزن او جوړښت لري چې ددغه میړني ولس زیږیدنه ده او له هیڅ پردي قالب څخه تقلید شوې نه ده.

له تاریخي پلوه د پټې خزانې د متونو بل اهمیت دا دی چې د یوشمیر قدماوو په متونو کې ګڼ تاریخي ارزښتونه، پیښې او حوادث ثبت شوي چې بل ځای نه شي موندل کیدای مثلاً د بابا هوتک په سندره کې:
پر سور غر بل راته نن اور دی وګړیه جوړ راته پیغور دی
پر کلي کور باندې مغل راغی هم په غزني هم په کابل راغی

چې په هغه وخت کې له مغلو سره د پښتنو د جګړو یو انځور ارائیه کوي او په کې د هغه وخت تاریخيپیښې ثبت شوي دي. د سبکونو له مخې څرنګه چې هر شاعر او ویېونکی د بیل ټیپ او شخصیت خاوند دی شعرونه یې هم په بیلابیلو سبکونو ویشل کیږي. امیرکروړ اساساً یو امیر او جنګیالی دی، پهلوان دی او له تورې او ننګ سره سر و کار لري ځکه یې شعر ویاړنه ده حماسي رنګ لري او په هغه کې پر خپله پهلواني نازیدلی دی، چې خپل سیال په کابل او زابل نه ویني، بابا هوتک د یو قومي ملي مشر، مدبر شخصیت او بانفوذه وګړي په حیثیت د ویاړنې او حماسې ترڅنګ د دښمنو (مغلو) وحشیانه اعمال غندي او د خپلو زلمیو جنګیالیو ویاړونه او شهامت ستایي او هغوی جګړې ته هڅوي:
غښتلو ننګ کړﺉ دا مو وار دی مغل راغلی په تلوار دی
په پښتونخوا کې یې ناتار دی پر کلي کور باندې مغل راغی
ترآخره
د ملکیار بابا هغه سندره چې ترنک سیند ته یې ویلې همداسې یوه تاریخي ارزښمنه هستي ده چې هم د شکل له مخې او هم د هغه وخت د ټولنیزو ځانګړنو ښه سند یې ګڼلای شو. ددې په مقابل کې بیا هغه مهال چې تصوف او عرفان په پښتو کې ډیر دود شو او پیري مریدي په کې معموله شوه صوفي شاعران وځلیدل او د عرفان ډیرې جلوې یې په پښتو ادبیاتو کې خوندي کړې. په دې دوره کې له شیخ متي او شیخ رضی لودي څخه رانیولې آن تر رحمن بابا پورې ګڼ شمیر نور شاعران راځي چې د دغې تاریخي دورې ځانګړنې په کې خوندي دي. په دې لحاظ د تاریخي دورو رنګارنګي یو له هغو معیارونو څخه دی چې په پټه خزانه کې د بیلابیلو شاعرانو سبکونه پرې بیلولای او ویشلی شو.

۲ له موضوعي پلوه د پټې خزانې د متونو تفاوت:
د پټې خزانې خوندي کړي شعرونه د موضوع له نظره خورا بډای او رنګارنګ دي، ویاړنې، عشقي موضوعات، ویرنې، حماسي شعرونه، د طبیعت د ښکلاوو ستاینې، فلسفي مسایل، عرفان او تصوف، د تاریخي پیښو ثبت او نور موضوعات په کې ارائیه شوي دي. مثلاً د ریدي خان مهمند د محمودنامې هغه برخه چې په پټه خزانه کې راغلې د افغانستان د ویاړلي تاریخ یوه مهمه برخه رانغاړي او د موضوع له نظره ډیره ارزښتمنه ده، یا هم د شیخ اسعد سوري بولله (قصیده) چې ښایي په شرق کې تر ټولو ممتازه او عالي ویرنه یې وبللی شو:
د فلک له چارو څه وکړم کوکار زمو لوی هرګل چې خاندي په بهار
هر غټول چې په بید یا غوړیده وکا ریژ وي یې پاڼې کاندي نار په نار
ترآخره
او په همدې توګه د ښکارندوی غوري هغه شهکار قصیده چې د پسرلي ښکلاوې یې په پوره مهارتستایلي دي:
د پسرلي ښکلوونکي بیا کړه سنګارونه بیا یې ولونل په غرونو کې لالونه
مځکه شنه، لاښونه شنې، لمنې شنې سوې طیلسان زمردی واغوسته غرونه
ترآخره
د ښکارندوی ددغې قصیدې لویه برخه د نچرلیزم (طبیعت پالنې) یو نړیوال شهکار دی.
او د موضوع له نظره بیا د شیخ بستان بړیڅ بدله بیخي متفاوته ده:
اوښکې مې څاڅي پر ګریوان یو وار نظر که پر ما
راسه ګذر که پر ما
د مینې اور دې زما زړګی وریت په انګار کینا
ښې تار و نار کینا …
ترآخره
دا بیا د عشق سوز او ګداز په هغه ژبه شرح کوي چې د یوه ښه لیریک شعر خصوصیت دی. په پټهخزانه کې د موضوع رنګارنګي دومره پراخه ده چې آن له پند و عبرت څخه ډکې کیسې یا منظومه ګۍ هم په کې شته او یوه ښه نمونه یې د حافظ عبداللطیف اڅکزي د سوی او اوښ کیسه ده:
غوږ ونیسئ یارانو دا د اوښ او سوی قصه سوه خورا ډیره خوږه سوه
ترآخره
د موضوع له پلوه د هر شاعر سبک دومره متفاوت دی چې سړي ته د پښتو لرغونو ادبیاتو د بډاینې او پراخوالي په اړه حیرانتیا پیښوي چې څنګه زموږ نیکونو د هرې ټولنیږې پیښې، پدیدې او ارزښت لپاره ادبي ایجاد او هستونې کړي دي او په دې اړه یو لوی ګنج (پټه خزانه) د ثبوت ښه شاهد دی.

۳ له شکلي پلوه د پټې خزانې د سبکونو رنګارنګي:
پټه خزانه د پښتو شاعرۍ د بیلابیلو فورمونو یوه لویه ګنجینه ده. د معمولو قالبونو لکه غزل، قصیده، مثنوي، رباعی، ترکیب بند، ترجیع بند، قطعه، او نورو پرته د هغه مهال پښتو معمولو قالبونو موجودیت هم خورا په زړه پورې دی، په دې کې بدله، ناره، سندره او نور محلي قالبونه دومره خواږه دي چې له عربو څخه راغلي یوشمیر ادبي قالبونه ورسره سیالي نه شي کولای او له دې څخه دا څرګندیږي چې هغه مهال د پښتو ځانګړي فورمونه ښه په کلکه پالل کیدل او په ولس کې ډیر منلي او په زړه پورې وو.

زه غواړم دلته پر همدې موضوع یو څه تم شم؛ غزل، قصیده، مثنوي او نور قالبونه له خپل عربي سټایل سره ډیر وروسته پښتو ادب ته راغلل او تر دې پخوا پښتنو خپل بومي شعري فورمونه لرل د ادب د تاریخپوهانو له نظره د لنډیو تاریخ نه دی معلوم او زرګونو کاله پخوا ته رسیږي همداراز بدلې چې په طبیعي توګه د پښتو ادب یو ممتاز فورم دی، دغه فورم نه یوازې په ولسي او فولکلوریکه بڼه په خلکو کې، بلکه له نیکه مرغه په پټه خزانه کې هم خوندي پاتې شوی دی.

بدلې یو له بلې سره له وزني پلوه یو څه تفاوتونه لري خو د هندسي جوړښت له مخې ګډ قالب لري، لومړۍ مسرې یې اوږدې او دوهمې یې لنډې وي. دوه دوه بیتونه سره همقافیه وي او په ځینو بدلو کې اوله مسره تر دوو بیتونو وروسته تکراریږي. بدله عالي موسیقیت لري او ښکاري چې زموږ لرغونیو شاعرانو به په ترنم ویلې، ځکه خو یوشمیر دغه بدلې اوس هم په اسانۍ او خوږلنۍ سره د موسیقي په پردو کې راتلای شي. بدله د پښتنو له اجتماعي فطرت سره په طبیعي توګه مطابق فورم دی او که څوک وغواړي کره کتنه وکړي نو نظر غزل ته له موضوعي پلوه ډیرې پوره او بشپړې دي ځکه په بدلو کې وزني او قالبي محدودیتونه هیڅکله د یوه شاعرانه تصویر د ناقصې ارائیې، باعث نه ګرځي. په پټه خزانه کې د شیخ بستان بړیڅ، د سیدال خان ناصر او نورو ګڼو شاعرانو خوږې بدلې د یادولو وړ دي او د موسیقیت لپاره یې د بهادر خان دغه خوږه بدله د یادولو وړ ده چې زموږ د زمانې ښه سندرغاړي احمدولي ډیره خوږه سندره ورڅخه جوړه کړې:
بیلتون دې زور دی تر لېمو مې سهار نم څاڅي لکه شبنم څاڅي
دا سره یاقوت مې په لمن کې ستا په غم څاڅي په غم الم څاڅي
ترآخره

پایله:
له پورتنیو یادونو څخه دا زیاتیږي چې پټه خزانه له تاریخي- موضوعي او شکلي پلوه د بیلابیلو سبکونو یو رنګینه خزانه ده چې په هیڅ ډول د یوه یا حتی څو ذهنونو حاصل نه شي کیدای او ددغه کتاب د منکرینو په حدس هیڅ کله یو جوړ شوی (جعلي) کتاب نه شي کیدای ځکه چې د دومره ډیرو رنګینو- متفاوتو او عالي سبکونو رامنځ ته کول په هغه مهال (۱۳۲۲) لمریز کې هغه هم د یوه شخص له خوا د نه منلو وړ خبره ده. زما په نظر دا مسئله لار نورو څیړنو ته اړتیا لري، ځکه د پټې خزانې د متونو رنګیني او عالي سطح او دقیقه پلټنه په خپله ددغه ارزښتمن کتاب حقانیت او لرغونوالی ثابتوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران