سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د کرکټ مینوالو ته: لېست A سیالۍ داسې وي

لېست ای کرکټ سیالۍ د کرکټ لوبو په ډلبندۍ کې د محدودو یا د پنځوس اوریزو لوبو یوه برخه ده.

لېست ای سیالۍ کې کورنۍ یو ورځنۍ لوبې وي، چې ډومېسټېک کرکټ سیالۍ دي، یعنې هغه سیالۍ چې د یو هېواد په جغرافیه کې دننه ترسره کېږي او د یو هېواد د داخلي لوبغاړو ترمنځ ترسره کېږي، ډومېسټېک یا کورنۍ لوبې ورته وایي.

لېسټ ای سیالۍ یعنې د ډومېسټېک کرکټ یوه برخه ده، په دې لوبو کې له ۴۰ نیولې، تر ۵۰ او ۶۰ په منځ کې اورونه ترسره کېږي او فارمټ یا ډول یې یو ورځنی وي.

دا سیالۍ ولې ترسره کېږي؟
لېست ای سیالۍ د هغو لوبډلو لپاره دي، چې د یو ورځنیو لوبو غړیتوب ونه لري، یعنې هغه لوبډلې چې په یو ورځنیو لوبو کې یې د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب یا سټېټس نه وي ترلاسه کړی؛ نو بیا مجبورې دي، چې لېست ای سیالۍ ترسره کړي؛ نو په همدې وجه ډېرې مهمې دي، چې لوبډله پکې کولای شي د ښو لوبو په ترڅ کې د یو ورځنیو لوبو غړیتوب تر لاسه کړي.

دا سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا له خوا رسمي وي او په رسمیت پېژندل شوي دي.

هغه لوبډلې چې ټېسټ لوبو کې شاملې وي، او یو ورځنیو لوبو سټېټس یا غړیتوب یې سل سلنه نه وي ترلاسه کړی؛ هغوی بیا کورنۍ لېست ای سیالۍ ترسره کوي.

کله رسمي شوې؟
لېست ای سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا سره لومړیو کې رسمي نه وې؛ خو د ۲۰۰۶ م کال په اوږدو کې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا په رسمیت وپېژندل شوې.

کله چې دا سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا له خوا په رسمیت وپېژندل شوې او د هغوی په دایره کې راغلې؛ نو د همدغو لوبډلو لپاره چې لېست ای سیالۍ ترسره کوي، د فرسټ کلاس سیالیو زمینه یې هم ورته برابره کړه، له لېست ای سیالیو وروسته به د فرسټ کلاس سیالیو په اړه هم معلومات درکړو.

لومړۍ لوبه او لوبډلې یې
لومړۍ لېست ای لوبه په ۱۹۶۳ م کال کې د انګلستان د دوو سیمو لنکاشایر او لېسېسټرشایرلوبډلو ترمنځ په می میاشت کې ترسره شوه.
دا د جېلېټ جام لومړي پړاوونه وو، چې انګلستان کې ترسره کېده.
هغه مهال هرې لوبډلې ۶۵ اورونه ترسره کړي او لوبولي وو او هر بالر تر ۱۵ اورونه پورې ترسره کولای شول.
تمه ده چې معلومات مو خوښ شوي او د لېست ای سیالیو په اړه به پوه شوي یاست.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی