اقتصاد

هغه لارې چې پرمټ یې د ژوند تیارې شړلی شئ

لېکوال: جنیتن میلیګن
ژباړه: غازي عابد

ددې مطلب لیکوال وايي:

یو وخت مې ښه په شجاعانه ډول سره په خپل مټ له عالي لیسې خپل ډیپلوم یا بری لیک ترلاسه کړ.

په یاد مې دي چې مخکې د یو فارغ په شان څه شی وم؟ نه!

له فراغت مخکې مې داسې احساس نه کاوه چې زه به له لیسې یا پوهنځي فارغ شوم، خو دا دی فارغ شوم، همدا راتلونکې ته یو چمتوالی دی.

له ښوونځي یا پوهنځي فارغیدلو سره زما د ژوند یو نوی فصل پرانېستل کیدونکی وو. یوه نوې هیله، یو نوی چیلینج، یو نوی راتلونکی، ټول راته یو ځای په انتظار کې ولاړ ول.

زما له فراغت نه څلور میاشتې وړاندې زه هند کې د فوټبال په میدان کې د ایالاتي مډال ګټنې په موخه جنګیدم.

خو د لوبې په څلورمه برخه کې زه پوه شوم چې زما ژوند په داسې حال کې وو، څو د تل لپاره بدلون وکړم.

ځکه په بې احتیاطۍ سره بال پسې منډه وهنې په حال کې زما د ښې ښپې لاندیني دوه هډوکي مات شول، دا ماتیدل ډیر شدید ول او د فلزي امسا اړتیا وه چې باید پرې ګرځیدلی وای، پرته له امسا راته تګ راتګ سخت وو، له همدې شیبې زما روانه روښانه راتلونکې بې هدفه او لالهانده تیارې ته ور وګرځیده.

د پوهنځي باسکټبال سکالرشیپ هیلې مې چې درلودې، په یوه شیبه کې له منځه تللې وې او زه له یوې نامعلومې راتلونکې سره مخ شوی ووم.

مخکې له دې نه په ژوند کې زما نوي اهداف ډیر ساده او فوق العاده شوي ول.

له دې وروسته ما یوازې همدا غوښتل چې فقط لاړ شم څو خپله د فراغت ډیپلوم له لیسې ترلاسه کړم.

ما وروسته له عقل او هوښیارتیا نه کار واخیست، فراغت لیک مې ترلاسه کړ، فارغ شوم او هغه تیاره ژوند چې زما د ښپې ماتیدو له امله پر ما راغلی وو، ځان مې ترې وویست، کار مې وکړ او فارغ شوم.

یعنې تسلیم نه شوم او نه مې بله بهانه وکړه.

کیدای شي ستاسې ژوند له ځانه سره کږې وږې، سختې او تنګې لرلي وي. ممکن ناڅاپه او نا اټکله پيښې مو په یوه بشپړه نوې خوا بوځي، یا هیڅ سم لوری در ونه ښيي.

د تیارو په داسې حال کې باید موږ څه وکړو چې څو بیرته د رڼاګانو خوا ته وګرځو؟

یوازینی ځواب یې د عقل او هوښيارتیا لټون دی. که له عقل، حکمت او هوښیارتیا نه استفاده وکړو، له تیارو او تورتمونو وتلی شو.

شاید ستاسې په مقابل کې نوی رامنځته شوی خنډ یا پيښه ډیره سخته او ګډوډونکې وي، خو عقل په لاره اچول او له حکمته و هوښیارتیا ګټه اخیستل تر ټولو غوره عملي لاره ده چې تاسې یې همدا نن کولی شئ، څو ستاسې د روښانه راتلونکې په مخ کې د اړم شوي خنډ بیخ پرې وباسئ.

انډي سټانلي په خپل کتاب (ښه همیشنی سوال) کې وړاندیز کوي چې کولی شې یوه عملي پوښتنه د هرې ورځې په تصمیم جوړونه کې وکاروې. دی وايي: « زما د تیرو تجربو په رڼا کې، زما اوسني مسوولیتونه، او زما راتلونکې هیلې او خوبونه؛ هوښیار او د حکمت کار کوم یو دی چې لومړی یې کړو؟»

کله مو چې دغه سوال ته په مثبته طریقه ځواب ووایه، ښه بحث مو پرې وکړ، ستاسې هیلې به نیمايي کې پرې نه شي او یو یوه روښانه اینده به ولرۍ.

کولی شو داسې هم ووایو:

کله مو چې روزانه ډول له هوښیارۍ کار واخیست، ستاسې هیلې به نیمايي کې پرې نه شي او راتلونکې به مو رڼا وي.

یعنې که چیرته زه اوسني خپل مسوولیتونه درک کړم، کار وکړم او هسې پاتې نه شم، راتلونکو هیلو ته رسیدلی شم، نو زما هوښیارتیا اوس دا ده چې خپل مسوولیتونه درک کړم او بلاخره رڼا راتلونکې خپله کړم.

که یوازې خوبونه او هیلې لرم، خو مسوولیتونه نه پيژنم، بیا یې ترلاسه کول ناشوني دي.

سر له ننه مو له عقله او هوښیارتیا کار واخلئ او خپله روښانه راتلونکې مو وپلتئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */