۱۰ وهمونه چي د نوښت او خلاقيت مخه مو نیسي!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

شونې ده تاسي به اورېدلي وي چي وايي هر کس په خپل ځان کي د نوښت و خلاقیت قوه لري او ماشومان اکثراً نوښتګر و خلاق معلومېږي. خو موږ ډېری چي کله د ځوانۍ عمر ته رسېږو د خلاق و نوښتګر نفس باور بایلو او داسي کسان جوړېږو چي له نوښتګرو و خلاقانه نظریاتو وېره لري. د خلاقیت روزني او پرورښت د عرصې اکثره ارواپوهان په دې باور دي چي د خلاقيت تر ټولو ستر خنډ، وېره ده. موږ اکثره چي هرکله کوم له بریا ډک کار ترسره کوو، ددې پر ځای چي هغه ته ادامه ورکړو او کوم نوي څه پکښي خلق کړو، د خپلي وېري له اثراتو څخه د پرهېز په خاطر متوقف کېږو.

د (( تغذیه، عبادت، مينه)) کتاب لیکواله لیزابت ګیلبرټ وايي چي وېره او خلاقیت دوه یو په بل پسي نښتو پښتورګو په شان دي. هغه څه چي خلګ له نوښتګر و خلاق اوسېدو راګرځوي، دا دي چي د وېري د له منځه وړلو له پاره، خلاقیت هم د هغه سره له منځه وړي. په دې مقاله کي مو هڅه کړې ده چي ستاسو له پاره د خلاقیت د ضدترینو رایجو وېرو او وهمونو په اړه  تاسي ته معلومات وړاندي کړو.

۱ـ د نوښتګر نه اوسېدو وېره!

کوم کسان چي په دې وېره اخته دي په لومړیو کي باور نه کوي چي کولای سي خلاق و نوښتګر اوسي. هغوی له ځانه داسي تعریف وړاندي کوي چي حتا د خلاق اوسېدو احتمال هم ردوي. ځیني وختونه هغوی ځانونه تر هغه څه زیات غبي یا منطقی ګڼي د چي وکولای سي نوښتګر اوسي. حتا شونې ده ووايي:”  زما په بدن کي د خلاقیت وینه نسته. “اکثره دا ډول کسان هېروي چي هره ورځ ئې یو ډول خلاقیت و نوښت له ځانه ښودلی دئ او هغه ئې جدی ګڼلی نه دئ.

حللاره: پوهنتونونه او د مشورې مرکزونه سته چي د هغو کسانو سره چي غواړي خلاق او لا زیات نوښتګر اوسي، مرسته کوي. هغوی پوهېږي چي کار ئې دا نه دئ چي ووايي څنګه، بلکي ورسره مرسته کوي چي دا طبقه خلګ هغه د ماشومتوب ذاتي خلاقیت او پر خلاق نفس باندي باور، بیاځلي را ژوندی کړي. داسې پیل کړئ؛ لومړی ځان ته د خلاقیت پراخ تعریف و پېژندنه وټاکئ.

ضرور نه ده چي” ون ګوګ “ اوسئ. په تېر کي هغو وختونو ته چي پر ستونزو بریالي سوي واست رجوع وکړئ او وګورئ چي څومره خلاق او نوښتګر یاست. آیا تاسي کولای سئ چي د کمپیوټر یو مشکل حل کړئ؟ هرکله چي غذا تیاروئ که کوم شی کم وي، آیا پوهېږئ چي پرځای ئې بل کوم شی راواخلئ؟ دا ټول د خلاقیت او نوښت ډولونه دي. شونې ده تاسي یو هنرمند ونه ایسېږئ، خو ددې معنا دا نه ده چي نه سئ کولای د هغه په اندازه نوښتګر او خلاق اوسئ.

۲ـ له ماتي وېره

موږ ټولو اورېدلي او موافق یوو چي د یوه کار په مورد د تجربې لاسته راوړلو یوازینۍ لاره، د هماغه کار ترسره کول دي؛ خو لا هم کله چي د ژوند په اوږدو کي کوم کار غلطوو، نیوکه و انتقاد راباندي کېږي. له ماتي وېره اصلاً د حیرانتیا وړ نه ده.

دا چي کمال ګرايي د ناتوانۍ و عجز تر حده هم رایج سوې ده اصلاً د تعجب وړ نه ده. د ماتي عواقب خورا ستر معلومېږي. موږ ته ويل کېږي چي که په ازموینه کي بریالي نه سوو، نه سو کولای چي کار وکړو. که په خپل کار کي بریالي ونه اوسو، تنخوا له لاسه ورکوو. ماته هرڅه بې بنسټه و بې باوره کوي، خو ډېری نوښتګر او کاروباري کسان ماته خوري. هغوی ځانونه منعطف (ملایمت یا انعطاف منوونکي) کوي چي د ماتي سره مقابله وکړي، ولي ددې له پاره چي نوي څه ترسره کړو یوازینۍ لاره ئې دا ده چي څنګه له ماتي سره مخامخ سوو.

حللاره: ساموئل بکت وايي:” ماته وخوره، بیا هم ماته وخوره او دا وار بهتره ماته وخوره. “ داسي لاري پیداکړئ چي په مټ ئې نوي څه وازماياست، پرته له دې چي د ماتي پر عواقبو فکر وکړئ چي د مقابلې له پاره خورا زیات ستر دي. لومړی چي کوم کارونه ترسره کوئ هغوی ته د تجربې یا ازمایښت نوم ورکړئ د ماتي نه. سته داسي څیزونه چي تاسې وازمویئ او له هغو زدکړه وکړئ. ددې په ويلو سره چي بريالیتوب، د کشفولو او زده کولو مرحله ده د نتیجې یا پایلي نه، کولای سئ چي په ځان کي د تجسس او پلټني حس وروزئ.

هرکله چي يوازي یاست کوشش وکړئ يوه نوې غذا تیاره کړئ چي که سم هم نه وي، څوک به نه درته متوجه کېږي. که تېروتنه ونه کړئ پرمختګ هم نه سئ کولای او مې هېروئ چي تېروتني کېدلای سي چي په بهترینو پایلو تمامي سي. يوه عالم سريښ وړاندي کړه چي کافی غلظت ئې نه درلود. څوک پوهېږي چي ستاسي تېروتني په څنګه اختراعاتو تمامېږي؟

۳ـ له نابدلتوبونو وېره

د خلاقیت له پاره لازمه ده چي افراد د خپل خلاقیت د احتمالي اثر له شکله خبر ونه اوسي. فرق نه کوي چي غواړي یو عکس خلق کړي یا یو کامپیوټري پروګرام یا دا چي غواړي نوی کسب رامنځ ته کړي. هیڅ نوې طرحه د هغه د طرح کوونکي یا ډیزاینر له لوري نه پېش بیني کېږي. د نړۍ ټول حیرانوونکي څیزونه لومړۍ له نقطې څخه راپیلېږي. که غواړئ چي نوښتګر کس اوسئ، باید خپل پخواني باورونه و نظرونه پرېږدئ او داسي ځایونو ته ولاړ سئ چي تر اوسه نه ياست تللي.

حللاره: ځانونه د بې نقشې کارونو د ترسره کولو سره عادت کړئ. په خپلو ګوتو سره نقاشي وکړئ، یوه نابلده ځای ته له نقشې پرته پلي ولاړ سئ، له موزیمونو، د سودا مرکزونو او… څخه چي په معمولي طور تاسي هلته نه ځئ، لیدنه وکړئ. کوشش وکړئ چي د بېلابېلو نظریاتو لرونکو کسانو سره مخامخ او په اړیکه کي اوسئ. هغوی مو د نوو آسمان څنډو په لور سترګي در پرانېزي. کوشش وکړئ له دې نوو فعالېتو خوند واخلئ او ورپسې راووزئ د ژوند له هغو بخشونو چي زیات تر کنټرول لاندي دي.

۴ـ له بې نقشې واله وېره

زموږ په فرهنګ کي منطق خورا ډېر ستر ځای لري؛ خو په داسي حال کي چي د مغز نیمه چپه خوا منطقي ارتباطات برقراروي، دا د مغز راسته نیمه خوا ده چي پرېږدي خلاقیت په صحیح ډول جریان ولري.

آلبرټ انیشټاین دا موضوع داسي مطرح کوي چي:” احساسي ذهن يوه مقدسه هدیه ده او منطقي هغه یو وفادار خدمتګار دئ. موږ یوه داسي ټولنه جوړه کړې چي پر خدمتګار وياړو او هدیه مو هېره کړې ده. “

حللاره: مه هېروئ چي د مغز دواړي نیمي کُرې ستاسي په ژوند کي خپل ځای لري. د خپل نیمه آزاد او بې نقشې دماغ څخه د نظریاتو و تیوري ګانو رامنځ ته کولو له پاره کار واخلئ – که څه هم هرڅومره غیر منطقي معلومېږي. پرېږدئ چي له هغو ئې هر یو د وروستي او راتلونکي خلاقيت له پاره د عطف په ټکي بدل سي. هرکله چي د خپل دماغ  نیمه راسته کُره آزاده پرېږدئ، چپه نیمي کُرې ته اجازه ورکوئ چي د هغو نظریاتو له منځه، هغوی چي د باور وړ دي، انتخاب کړي.

۵ـ له پرېکړه کېدو وېره

قضاوت کېدل ځیني وختونه انسان خورا ناراحته کوي. موږ ټولو داسي وختونه تجربه کړي دي چي د نورو قضاوتونو خورا ډېر ناراحته کړي يوو. ځیني وختونه داسي قضاوتونه چي حتا فکر به مو ئې هم نه وي کړی، ناراحت کوونکي کېږي.

ځیني وختونه احساسوو چي زموږ قدرداني نه ده سوې یا راته پاملرنه نه ده سوې. البته هرکله چي یو څوک زموږ کار ستايي او موږ شک کوو چي باارزښته کار مو نه دئ ترسره کړی، شونې ده ترمنځ مو سوء تفاهم راغلی وي.

موږ ډېری داسي انګېرو چي د خلګو له قضاوتونو د لېري کېدو یوازینۍ لاره دا ده چي له هغه کاره چي شونې ده نیوکه ورباندي وسي، ترسره نه کړو؛ خو په دې کار سره د خپل پرمختګ مخه نیسو او هغه عظیمي پوتنشل چي د هر فرد په درون کي سته له منځه وړو. په حقیقت کي ستاسي ستر منتقد (انتقاد کوونکی) ستاسي ذهن دئ. موږ ټول یو دروني منتقد لرو چي همېشه زموږ نواقص لټوي او زموږ وېره تغذیه کوي. ستاسي دروني منتقد هڅه کوي چي تاسي د نورو له قضاوتونو لېري وساتي، خو د وخت په تېرېدو سره تاسي حتا له منطقی خطرونو/ریسکونو او هر بد څیزه لېري ساتي.

حللاره: ستاسي د خلاقیت مخه نیوونکی قضاوت مو صرفنظر کړئ. څنګه چي نوی شی خلق کوئ خپل ځان ته فرصت ورکړئ چي نور څیزونه وازمویاست او پرېږدئ چي خلاقیت روان اوسي. ددې پروسې په اوږدو کي، ستاسي کار دا دئ چي اجازه ورکړئ هر شی خپل عادی حالت طی کړي. وروسته تر هغه چي ستاسي کار خلاص سو، وروسته ئې تغیر و تبدیل کړئ. په دې رقم ددې پر ځای چي نوښتګر جریان پیکه کړئ، لرئ داسي څه چي پر هغه کار وکړئ او پرمختګ حاصل کړئ. هرکله چي خپل کار ارزیابي کوئ، د خپلي کاروونکي ژبي مراقب و څارندوئ اوسئ. له بې ګټي انتقادونو څخه په پرهېز کولو سره، د ځان سره په مهربانۍ و ملایمت رفتار وکړئ. پر ځای ئې دقیقاً مشخص کړئ چي د کار کوم ځای مو لا سمون و اصلاح ته اړتیا لري څو بهتر سي.

۶ـ له افشاء کېدو او ښکاره کېدو وېره

شونې ده داسي فکر وکړو چي خلاقیت یوه شخصي موضوع ده او که نور ورباندي پوه سي، زموږ له پاره خطر ایجادوي. هرڅومره ډېر چي تاسي پر کوم شي کار کړی وي او هغه تاسي ته زیات اهمیت لري، هغومره زیات تر خطر لاندي راتلو وېره ورسره ملګرې ده.

حللاره: هرڅومره چي کار زیات اهمیت ولري، هغومره زیات ددې سبب کېږي چي تاسي د زیان اوښتو احساس وکړئ. ددې پر ځای چي خپلي وېري و ترس ته تسلیم سئ، بیاځلي بررسي وکړئ چي ولي اهمیت لري او چشي شونی کوي. له هغه څخه پر وېري او ترس باندي د غلبې کولو د قوت او وسیلې په توګه استفاده وکړئ.

۷ـ له نه منل کېدو وېره

انسان ټولنیز موجود دئ. نه یوازي دا چي رواني سلامت بلکي جسماني هغه او تر دې چي متوسط عمر هم تر اغېز و تاثیر لاندي کوي؛ ځکه نو هیڅ تعجب نه دئ چي دومره زیات دي له نه منل کېدو وېره ولرو.

په ښوونځیو او پوهنتونو کي موږ ته راښودل کېږي چي د ټولنیزو ناغېړیو سره توافق وکړو. ډېری خلاق کسان د خپلو عجیب و غریبو مزاجونو له وجي شړل کېږي. دا نوې خبره نه ده. د تاریخ په اوږدو کي همېشه لوړ پوړو کسانو له قرادادونو و اصولو سرغړونه کړې او خپل کارځای او د هغه ځای نظم و دسپلین ئې له منځه وړی او په همدې خاطر هم ایستل کېدل. ګالیله ئې اړ ایستی چي خپله خبره ددې پر اساس چي ځمکه د لمر پر شاوخوا باندي راڅرخي، درواغ کړي. نوموتی هُنرمند) ون ګوګ( د خپل ټول ژوند په اوږدو کي فقط خپله یوه نقاشي خرڅه کړه.

حللاره: په اوسنۍ عصري نړۍ کي موږ یوه داسي ښېګڼه لرو چي ګالیله او ون ګوګ نه درلوده. انټرنیټ او نور جمعي او عصري د اړیکو وسایلو نننۍ نړۍ کوچنۍ کړې ده. اوس دا موضوع ممکنه سوې ده چي موږ د ځانو په رقم همفکره و همنظره ډله پیداکړو او خپل احساسات چي هرڅومره هم عجیب و غریب وي د هغوی سره شریک کړو. ددې له پاره چي د خپل خلاقیت له حصاره را بهر سئ، خورا سوکه ګام واخلئ. لومړی د ځان سره په تنهايي کي خلق کول را پیل کړئ، وروسته د ځان یوه حمایتوونکې ډله پیداکړئ چي خپل کار د هغوی سره شریک کړئ. هرکله چي مو پر نفس باندي د نه ردېدو باور پیداکړ، د هغو کسانو حلقه چي ستاسي لاسته راوړني ویني، پراخه کړئ تر داسي ځایه چي نور په بشپړه توګه هغه پټ نه کړئ.

۸ـ له با اهمیته نه اوسېدو وېره

موږ ډېری ځانونه د نورو سره پرتله کوو او خپل ځانونه نیمګړي ایسوو. په حقیقت کي د کسب و کار ډېری بریالي کسان هم شوني دي چي ګمان وکړي د تصادف له مخي بریالي سوي او دا چي د نورو سره ئې چم کړی دئ او واقعاً ددې ځای وړ نه دي. هغوی داسي انګېري، په داسي حال کي شواهد چي پکښي وړتیا او مثبتي پایلي دي، ددې موضوع برعکس ښکاره کوي. د ځان ته اهمیت نه ورکولو دا ډول احساس خورا عام دئ. تر ډېره بیا په ښځو او لږه کیو کي رایج دئ. دا طبقه خلګ له هري نښانې استفاده کوي چي خپل اعتقاد چي په کافی اندازه ښه نه دئ، اثبات کړي او دا کولای سي هغوی له هڅي و تلاښ کولو هم منعه کړي.

حللاره: مې هېروئ زموږ په ذهن کي یو نوښتګر فکر کله چي ورته متوجه کېږو هیڅکله هم هغومره ښه چي باید وي، نه وي. په هر نوښتګر تلاښ کي، طبیعي او ذاتي نیمګړتیا سته. دا نښانه ددې پر ځای چي ستاسي د بې اهمیته و بې ارزښته اوسېدو هغه اوسي، یو طبیعي موضوع ده. د افکارو بشپړ تحقق حتا د ډېرو خلاق او نوښتګر ترینو کسانو له پاره هم ناشونی دئ. دا د بشر د وس خبره ده. دا که تاسي زیات غواړئ نوښتګر اوسئ ددې معنا نه لري چي ستاسي هڅي بې ارزښته و بې اهمیته دي.

۹ـ له نه ستایل کېدو وېره

د يوه تکړه خو مسکن ليکوال یا هُنرمند د ژوندانه معمولي تصویر چي په یوه جونګړه غوندي کور کي ژوند کوي، زموږ پر فرهنګ باندي تسلط لري. دا ددې سبب کېږي چي احساس کړو خلاقیت و نوښتوب ته لاس اچول د فقر او مسکنت سبب کېږي. موږ داسي فکر کوو چي د کورنۍ د ضرورتونو و مصارفو پوره کولو او ژوند تېرولو په خاطر، ضرور ده چي یا خو داسي کسب لکه ډاکټري او وکالت ولرو، یا هم شخصي کاروبار ګنې بل هر مسیر د اقتصادي فشار و سختۍ سبب کېږي.

حللاره: وګورئ چي کوم نوښتګرانه او بریالي کارونه چي په هغو سره تاسي ښه معاش او تنخوا لرلای سئ، سته. ایډیټوران، د اعلاناتو مسئولین، ګرافیکس پوهان او نور دا ډول، د خپلو نوښتګرو کسبونو له لاري خپل ژوند تېروي. ځیني دا ډول کسبونه د خوشبختۍ معیار ګڼل کېږي. ټول هُنرمندان، نقاشان، خطاطان او مجسمه جوړوونکي یو ناڅاپه نه دي شتمن او مشهور سوي مګر د نوښتګرو کسبونو ترکیبول د داسي یوه شغل سره چي وکولای سي ستاسي د ژوند ضرورتونه او مصرفونه پوره کړي، داسي يوه حللاره ده چي ډېرو ورڅخه استفاده کړې او هم ئې د لا زیات خلاقیت له پاره لاره خلاصه پرېښې ده.

دا ډول کسبونه اړتیا نه لري چي د مېز تر شا کښېنئ. یو هُنرمند کولای سي چي د آواز په برخه کي کار وکړي، کوچنیانو ته تعلیم ورکړي او کمپنیو او تاجرانو ته، اجرايي مهارتونه ور زده کړي. هغه مدیران چي نه غواړي په یوه بخش کي کار وکړي، کولای سي چي خیریه بنسټونه ایجاد کړي. مې هېروئ چي هیڅ کسب و کار له خلاقیته خالي نه دئ. که تاسي د کوم څه ترسره کولو له پاره بهترینه لاره پیدا کړئ حتا که په کارخانه کي کار کوئ، تاسي یو نوښتګر کس ياست. که د انسان د خلاقیت او نوښتګرۍ ذاتي بخش له منځه یوسو په آسانۍ سره کولای سو چي انسان په یوه روبوټ بدل کړو.

۱۰ـ له شروع کولو وېره

د هر باارزښته کار تر ټولو ستونزمن بخش معمولاً شروع کول دي. دمخه تر دې چي پیل وکړئ، ستاسي د تمي حس سبب کېږي پرته له دې چي لا په حقیقت کي کوم شی راڅرګند سي، ستاسي وېره پیلېږي. په داسي وخت کي چي تاسي د فعالیت پر ځای، له سټریس او فشاره ډکېږئ یا تر دې هم بدتر، ستاسي ذهن خالي کېږي او تاسي یخی کېږئ او له حرکته لوېږئ. د ذهن تړل کېدل د لیکوالو په باره کي طبیعی او شناخته خبره ده، خو د نورو نوښتګریزو شغلونو په مورد کي هم صدق کوي. دا ددې سبب کېږي چي افراد خپل کارونه وځنډوي او خپل نام و نښان خراب کړي.

د ذهن تړل کېدل حتا خلاق او مشهور کسان هم تر تاثیر لاندي راولي. مشهور لیکوال، داګاس آدام سبب سو چي د کتاب ایډیټوران ئې هغه د درو اوونیو په موده په یوه هوټل کي یوې کوچنۍ کوټې ته واستوئ چي د کتاب وروستی جلد ختم کړي، ولي چي د هغه ختم ئې ډېر ځنډولی وو.

حللاره: ډېری لیکوال پر ذهني توقف باور نه لري. هغوی وايي چي یوازي د شروع له پاره نظم او ترتیب ته اړتیا لرئ. هر شی چي مو ذهن ته درځي که څومره بې ارزښته هم وي، وې لیکئ. د خپلي کړکۍ دباندي صحنه انځور او ترسیم کړئ. ځان د کیسې په پیل کي نه د هغې په منځ کي تصور کړئ. د کیفیت په اړه فکر مه کوئ یوازي شروع وکړئ.

د نورو خلاقانه تلاښونو له پاره هم همداسي دي. د نقاشۍ قلم یا برس راواخلئ او پر تخته یو څه نقاشي کړئ. د موسیقۍ د آلاتو سره خپله زمزمه وکړئ، د خپل مشکل له پاره مو حللاره امتحان کړئ – سره له دې چي پوه سئ موثریت نه لري. د مشکلاتو د ځنډولو پر ځای د هغوی سره مخامخ سئ.

د خپل کار ترسره کولو له پاره وخت مشخص کړئ که څه هم پوه سئ چي پایله ئې ښه نه راوزي، ولي چي په پای کي کولای سئ هغه اصلاح کړئ. اکثره لیکوال د خپل اثر لومړي پاراګرافونه یا حتا لومړی فصل چلیپا کوي. څنګه عقب نیشنی په پرمختګ بدله کړئ؟ له هغه وېري چي تاسي شا ته کشوي ازاد سئ او له هغه خلاقیته چي په خپل درون کې لرئ، هرکلی ووایاست.