بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د ژوندانه ځيني ترخه، خو ګټور حقايق

ژباړه: محمد عزيز پردېس

د انسان عمر چې ورځ تربلې تېرږي، نو هغومره يې د ژوندانه د حقايقو په هکله يې تجربې ډېرېږي، زيرک او بريالی انسان هغه دی چې د دغه حقايقو څخه د ځان لپاره ګټه پورته کړي. په دې ليکنه کې به د ژوند ځينو ترخو، خو ګټورو حقايقو په اړه تاسو ته يادونه وشي.

ـ تېروتنه هم دومره بده نه ده.

دا په ياد ولرئ چې ماتې خوړل، پر ځمکه غورځېدل نه دي. ماتې خوړل پر ځمکه کښېناستل او د دې لپاره فرصت موندل دي چې بياځلې پورته شئ. هېڅ انسان بې خطا او بې تېروتنې نه دی. تېروتنه هرو مرو له تاسو څخه ترسره کېږي، خو د تکرار مخه يې بايد ونيول شي، ځکه تکرارول يې بيا رښتيا هم ستاسو په تاوان ده.

ـ تشويش کول مو انرژي له منځه وړي.

تشويش ستاسو سبانۍ ستونزه نشي حل کولی، په دې کار سره تاسو يوازې د خپل بدن قدرت کمزوری کوئ او بس. يوازې څه چې تاسو ته مهمه دي، اوسنی حالت دی. اوسنی حالت مو سم او تمرکز پرې وکړئ.

ـ که مخکې تلل ستونزمن وي، نو واړه ګامونه واخلئ؛ خو په شاه کېږئ مه.

په ځانګړي ډول هغه مهال چې تاسو يو نوی څه ازمايئ، ډېره مهمه ده چې د مخکې تګ لپاره ګامونه واخلئ. په هېڅ حالت او هېڅ وضعيت کې مه بې حرکته کېږئ. پروا نه کوي چې حرکت مو ورو دی يا چټک، مهم مو خپله حرکت دی، چې بايد ويې لرئ.

ـ تل به ځيني کسان وي چې تاسو يې نه خوښېږئ.

تاسو نشئ کولی چې د ټولو لپاره هرڅه شئ. هر کار چې وکړئ، تل به ځيني داسې کسان وي چې فکر يې له تاسو سره توپير ولري، نو هڅه وکړئ چې تل هغه کار باندې مو تمرکز وکړئ چې قلباً پوهېږئ سم دی. څه چې نور يې ستاسو په اړه وايي او يا هم ستاسو په اړه د نورو فکرونه، مهم نه دي.

ـ که فکر کوئ چې يو چاته ته ډېره اړتيا لرئ، دا ومنئ چې د هغه څخه پرته هم ښه عمل کولی شئ.

يو تريخ حقيقت دا دی چې ځيني کسان يوازې هغه وخت ستاسو ترڅنګ پاتې کېږي چې تاسو ته يې کار بند وي. کله چې وګوري چې تاسو يې خپلو اهدافو ته درسېدو لپاره مناسب نه ياست، نو پرېږدي مو. هڅه وکړئ چې ملګرو په ټاکنه کې دقيق او زيرکه واوسئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی