ټولنیز ژوند زده کړې

درواغ ووایاست؛ خو دا ۸ رقمه نه !

ژباړه: نور احمد فضلي

زموږ د نن ورځي ارواپوهنيز مطلب د هغو خپه او غمګینو کسانو په اړه ده چي فکر کوي کائنات یوازي یو کار لري او هغه هم د دوی حال اخیستل دي! که تاسي همداسي یو کس یاست زموږ سره ددې مطلب په لوستلو کښي ملګري اوسئ.

ځان او شاوخوا ته مو وګورئ. نسته داسي کسان چي همېشه د آه او فغان په حال کښي دي؟

– حتمن سته
موږ نه وایو چي خدای مه کړه ستاسي د یوه دوست تر مرګ وروسته یا په تجارت کښي تر ډېوالي کېدو وروسته دي تاسي خوشحال اوسئ خو د دغسي یوې ناراحتۍ او دا چي همېشه خپه او غمګین ژوند وکړئ تر منځ خورا لوی توپیر دی.

که له هغو خوښو او راضي کسانو څخه یاست چي همېشه د هر مجلس او کورنۍ مالګه یاست بده نه ده چي دې لویو درواغو ته یو نظر وکړئ. داسي کولای سئ ډاډه اوسئ چي د ژوند هیڅ یوه خوږه لحظه نه ضایع کوئ.

اول ډول درواغ
– نېکمرغي صبر کوي چي هرڅه پرمختګ وکړي او وروسته بهر الوزي!
ژوند لوړي او ژوري لري. ډېری کسان پر دې حقیقت پوهيږي خو یوازي زما په شان کسان چي په رښتیا مي هم زړه له نېکمرغۍ او خوښۍ څخه ډک دی ورباندي باور کوو. پوهېږئ ولي وایم چي زړه مي له خوښۍ څخه ډک دی؟ ځکه حالات لکه څنګه چي دي منم او کوښښ کوم چي د خوشحاله او نېکمرغه اوسېدو په دلایلو پسي تلاښ وکړم.

د حالاتو منل یاني د خوبونو او خیال پلوونو څنګ ته کول. باور وکړو چي اوس دلته اوسو او یوازینی کار چي کولای سي زموږ درد دوا کړي دا دی چي هڅه وکړو حالات له ښه څخه ښه تر او بیا ښه ترین کړو.

په نېکمرغۍ پسي ګرځېدل او نېکمرغه ژوند زده کړه ستونزمنه برخه ده. خو په یاد مو وي چي که وغواړئ چي خپه او غمګین فکر وکړئ هغه وخت چي د ژوند لاندي برخو ته ورسېږئ ستونزي مو څو برابره کیږي او تاسي په ځان کښي ډوبوي.

دوهم ډول درواغ
– هره ستونزه یوه حللار لري
شاید پر دې پوهېدل چي ولي درواغ دي ستونزمن وي. راځئ چي رښتیا ووایو. د هري ستونزي له پاره تر یوې زیاتي حللاري شتون لري!

هغوی چي له ژونده ناخوښ دي دوی معمولاً انعطاف نه منوونکي دي. نه غواړي باور وکړي چي کولای سي حالات بهتر کړي. او قسم یې کړی دی چي هیڅکله به هم لږ مثبت فکر هم نه کوي!

فکر وکړئ، فکر وکړئ او فکر وکړئ” پر بهتریني لاري فکر کول “ تاسي ته څو لاري درکوي چي کولای سئ د هغوی تر منځ داسي لار پیدا کړئ چي بهترینو شرایطو ته مو ورسوي. دا لاري ستاسي انتظار دي چي پیدا یې کړئ.

درېیم ډول درواغ
– زه مي پر ژوند او د ژوند پر هیڅ حالاتو کنټرول نه لرم
ډېری خپه کسانو دا زړه ته اچولې ده چي په بشپړه توګه کمزوي او ناتوانه دي او یوه مېږي په شان د فیل تر پښو لاندي ژوند کول اصلاً نه سي کولای چي شرایط ښه تره کړي. مالومه خبره ده کله چي یو څوک خپل ځان په یوه کاملاً کمزوري موقعیت کښي ویني؛ خپه کیږي او زړه اچوي.
پر خدای باندي باور زموږ سره مرسته کوي چي ددې ډول احساس څخه لېري اوسو.

څلورم ډول درواغ
– نور باید پوه سي چي زه څه احساس لرم
غمګین او خپه کسان فکر کوي چي باید یو دستورالعمل ولري. نور دي د دوی دستورالعمل ووايي او په چټکۍ سره دي متوجه سي چي څه ووايي او داسي کوم کار وکړي چي د دوی ګامونه حقیر و نه شمېري!
خو داسي کله کېدلای سي. هر څوک دي وغواړي چي نور دي د ده د میل او ذوق مطابق عمل وکړي او خپله د نړۍ خوندونه واخلي؛ چي داسي نه سي کېدلای. نېکمرغه او خوښ انسانان زده کوي چي څنګه د نورو کسانو سره تعامل وکړي تر دې چي لکه ددې بدبختانو په شان کښېني چي نور ئې ټولي هیلي او غوښتني دانه په دانه عملي کړي چي هیڅکله داسي نه کیږي او نه کېدلای سي.

پنځم ډول درواغ
– که هر څو د بدو حالاتو را ته مخه وي؛ نه نهیلی کېږم
پرېږدئ چي نن مو پر هغه سِر او راز وپوهوم چي د نېکمرغه کېدو یو له آرو بنسټونو څخه دي. د تلپاتي خوښۍ تجربه کولو له پاره باید باور ولرئ کله ناهیلي کېدل طبیعي دي. پر دې وپوهېږئ چي مشکل نه لري دا حالت او موقتي نهیلي کېدل ( که چیري یې پرېنږدئ چي تلپاتي/دایمي سي!) نه سي کولای چي تاسي او ستاسي خوښۍ او نېکمرغۍ نابود کړي.

نېکمرغه نېکمرغه او بیا نېکمرغه او خوښ کسان هم همېشه اُمید نه سي لرلای چي په دې حالت کښي هغوی ته” ځان غولوونکي “ وايي چي په رښتیا هم جذاب لقب نه دی.

د راتلونکي څخه ښه تصورات کولای سي چي تاسي ته د خوند، هیلي او هېښتیا یو فوق العاده احساس در وبخښي. په منفي فکر کولو یې مه ضایع کوئ.

شپږم ډول درواغ
– نور احمق، لېوني او شواړه دي
که فکر کوئ چي نور ستاسي څخه کښته دي ډېره لویه سهوه او تېروتنه کوئ. د والدینو په هغو خبرو پسي مه ځئ چي د نورو والدینو ته به ئې ویل: زموږ زوی ډېر هوښیار دی. ټول والدین کله داسي خبري کوي. دا کار یوازي او یوازي ددې سبب کیږي چي د یوازیتوب احساس وکړئ او د وخت په تېرېدو سره په یوه ګوښه چاپېریال کښي د خپل یوازیتوب څخه د غم او خپګان احساس ولرئ.

په یاد مو وي چي انسانان غالباً ټول د هوښ او استعداد له مخي سره مساوي دي او تاسي هم احتمالاً په هماغه سطح (لږ لوړ یا کښته) یاست. دغه کاذب لویواله اکثره وخت ستاسي له پاره خورا ګران پرېوځي.

اووم ډول درواغ
– رښتیا دا دي چي همېشه باید د شیانو پر خرابولو فکر وکړو
باید باور وکړو چي ټول څیزونه تر ډېره حده په هماغه اندازه ښه کیږي چي تاسي یې ښه تصور کړئ. یاني تاسي چي څومره باور لری تر هغه نه ښه کیږي. نو که غواړئ چي ښه کار وکړئ نه باید داسي فکر وکړئ چي دا کار خرابیږي.

غمګین او خپه انسانان همېشه خوښوي چي خپلو ځانو ته خنډونه جوړ کړي او بیا بیا یې د خپلو ځانو سره تکراروي چي نه کیږي، خرابیږي، نه سم کولای او کوم ځای ته نه سم رسېدلای. لېري نه ده چي تر دې ټولو منفي فکرونو وروسته دي غمګین او خپه نه سئ.

بل دا چي دا درواغ تاسي ته یو تضمین درکوي. هیڅکله خپلي موخي ته نه رسېږئ او کارونه خرابوئ. په پای کښي داسي لار تاسي ته نه پاتېږي؛ همدا چي تل به غمګین او خپه یاست.

اتم ډول درواغ
– نړۍ یو خطرناک ځای دی چي د ټولو بدبختیو زېږنده ده
په دې نړۍ کښي دردونه او کړاوونه ډېر دي. هیڅوک ثې هم له حقیقته انکار نه سي کولای. راتلونکې هغه هم چي ورڅخه خبر نه یوو.

خوښ او نېکمرغه کسان یاد دردونه ویني. د هغو انسانانو له پاره چي درد او غم لري؛ خپه کیږي. خو خپه او غمګین ژوند نه کوي. پوهېږئ ولي؟

ځکه دوی پوهېدلي دي چي له دې غمونو او دردنو چاره نسته او نه باید ورته پاملرنه وسي. باید پرمختګ وکړو او زده کړو چي څنګه د ژوند له یوې یوې لحظې څخه زیات خوند واخلو او د باور، عشق، شور او شوق څخه ډک ژوند ته ومُسکېږو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي