ټولنیز ژوند ژوند بڼه سرسکالو

۷ هغه درسونه چې ژوند یې موږ ته راکوي!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

ښوونه او روزنه په ژوند او ټولنه کي یوه له باارزښتو موضوعاتو څخه ده. په ښوونځي او پوهنتون کي د انسانیت تاریخ درته تدریسوي او مرسته مو کوي چي په خپله کاري ساحه کي استاد سئ او په واقعي نړۍ کي د کار کولو له پاره چمتو سئ. له ښو زدکړو او تحصلاتو پرته، فرد د ژوند مشکلات په آسانۍ سره نه سي حلولای.

په ښوونځي او پوهنتون کي چي زموږ کوم درسونه لولو، له هغو سره چي ژوند ئې په اجباري ډول په موږ زده کوي د مقایسې او قیاس وړ نه دي. ژوند موږ داسي خواوو ته بيايي چي ډېری وختونه زموږ په ویجاړۍ تمامېږي خو په عینی وخت کي موږ ته توانايي راکوي. ډېری وختونه مو پر ځمکه را وغورځوي چي له ځمکي څخه زموږ د بیرته پورته کېدو وړتیا و ارزوي. ژوند مو د ماتي تر بریده خم کوي چي زموږ د درون انعطاف او استقامت زیات کړي. باید ورسره وجنګېږو خو د همدې جنګونو له لاري به ځلېږو.

موږ ټول په ژوند کي له خنډونو سره مخ کېږو. ژوند هم د ټولګي د درس په شان، موږ ته اووه خورا مهم درسونه راکوي. دا درسونه تجربه کول زموږ څخه تر يوه له هغوی څخه تېرېده غواړي، چي دا مو په خپل وار سره د راتلونکي مرحلې له پاره اماده کوي.

۱ـ د ورکولو او اخيستلو درس

په ژوند کي له عوض پرته هیڅ شی له تاسي څخه نه اخیستل کېږي. که د ژوند پر يوه کونج یو شی درڅخه اخیستل کېږي، پر بل هغه ئې بل درکول کېږي. که تاسي یو شی بایلی، ورسره ئې جوخت د هغه ارزښت هم وفهموئ.

آیا موږ چي کله هم کوم شی بایللی دئ، بل مو نه دئ حاصل کړی؟ په ژوند کي همېشه کله چي په مختلفو طریقو کوم شی بایلو، بل حاصلوو. هرکله چي کوم له کومي دروازې بېنوا کېږئ، یوازینی کار چي باید وې کړئ دا دئ چي داسي دروازه پیداکړئ چي ستاسي له پاره خلاصه وي.

۲ـ د صبر او وخت درس

په ژوند کي’ وخت ‘ زموږ یا ښه دوست او يا هم لوی دښمن کېدای سي. د سختیو پر مهال، وخت خورا په ځنډ تېرېږي خو د خوشحالۍ او رضایت پر مهال، وخت د باد په رقم تېرېږي. د وخت مديریت بهترین شی دئ. د سختیو پر مهال د صبر او ژوند د وخت اړیکه خپله ځان راښکاره کوي: غواړو چي کوم شی په همدا لحظه وسي. خو وخت موږ ته راښيي چي باید صبر ولرو، هغه خصوصیت چي کولای سي زموږ ذهني روش په ټولییز ډول تغیر او وخت زموږ سره مخامخ کړي.

۳ـ د درد او وېرې درس

په ژوند کي دا دوه احساسه هیڅوک د سختۍ له هغه درسه چي هغوی ته ئې ورکوي، نه خلاصوي. ستاسي د علاقې او میل مطابق هم رفتار نه کوي. البته کېدای سي چي په بېلابېلو وختو کي تاسي ته درسي خو موږ ټول کله کله دردېږو او وېرېږو.

په ژوند کي له درده د تېښتي لاره نسته. باید پر خپلو دردونو کار وکړو، هغوی وپېژنو او غېږه ورته خلاصه کړو. خو هر څنګه چي کېږي باید له وېري لېري اوسئ. له چشي چي بېرېږو همېشه راته مخه کوي او په دې ترتیب پرته له دې چي پوه سو د امکاناتو پر ځای مو خپلي وېرې ښکاره کړي وي. د درد له تجربې مه وېرېږئ، په هدف ئې ځانونه پوه او ورڅخه د ځان د آګاهۍ سطحي په لوړولو کي ګټه واخلئ. خو چي څومره مو وس وي له وېرې سره وجنګېږئ.

۴ـ د ژوند د هدف درس

موږ ټول په ژوند کي يو هدف لرو خو له موږ څخه ډېرو یا خو هغه موندلی نه دئ او یا تر اوسه مو عمل په کړی نه دئ. هرکله چي د خپلو طبیعي او ذاتي وړتياوو، علایقو او استعدادونو مطابق عمل کوو، ګورو چي بریالیتوب راته ډېر ساده او آسانه کېږي. په دې ډول به، کوم کار چي کوو، د هغه سره به مینه او شوق ولرو.

هغه وخت نو بیا نور خپل ژوند او کار ته د يوه کِسب په حیث نه ګورو، بلکي هغه داسي یو آواز وینو چي موږ د ځان پر لور ور بولي. دا درس موږ ته دا را په یادوي چي د ژوند کولو له پاره یو واقعي دلیل لرو چي هم باید زموږ د ژوند هدف او هم مو مالي خوندیتوب ته جواب ووايي. نو هره ورځ مو کارونه یا ساتېری د خپلو وړتیاوو له مخي انتخاب کړئ.

۵ـ د اړیکو درس

اړیکي د ژوند او دباندینۍ نړۍ سره موږ د وصلېدو کړۍ دي. دا اړیکي زموږ د دروني مشکلاتو، تمايلاتو او کمبوداتو انعکاس دي. باید داسي وي چي ستاسي د ژوند ملګری/ملګرې مو ستاسي نیمه ورک/ه وي خو تاسي مجبوروي چي پر خپلو درونیو ورکو سوو ټوټو هم کار وکړئ.

د اړیکو د ستونزو سره په مخامخېدو سره، کولای سو چي د خپلو شاوخوا کسانو او تر هغوی مهم د ځانو سره – له سالمو اړیکو- خوند واخلو. موږ کولای سو چي په ژوند او اړیکو کي چي کوم مشکلات را منځ ته کېږي، د هغو په حل کولو سره ځانونه تغیر کړو. هغه مشکلات تشخیص او وپېژنئ چي همېشه د نورو سره تاسي ته در پېښېږي او وروسته ورباندي کار وکړئ.

۶ـ د ثبات او تغیر درس

ثبات او تغیر باید توازون ولري. موږ نه سو کولای چي د اوږدمهالو دورو تغیرات تحمل کړو خو له دې ناخوښو تغیراتو ثبات یا تداوم حاصلېږي. خو دا کوم ساده کار نه دئ، دا نه پېش بینی کېدونکي تغیرات موږ د خپل آمن ساحې څخه را بهر کوي. د تغیر سره په اوسېدو کي د بریالیتوب راز، ددې درک کول دي چي ستاسي د آمن ساحه د دباندینیو موقعیتونو ګروپ نه دئ بلکي ستاسي په درون کي یو طلايي محل او موقعیت دئ. باید پوه سئ چي تغیر موقتي دئ او تاسي يوه ثابت او پایداره موقعیت ته رسوي.

۷ـ د پرمختګ درس

لنډه دا، چي ټول درسونه موږ ته د پرمختګ درس راکوي چي ژوند تېرېږي. کېدای سي چي بېلابېلو ازمایښتونو او تجربو موږ ته زیان رسولی وي خو همدا زخمونه د راتلونکو هغو په مقابل کي زموږ څخه ساتنه کوي. هرکله چي وکولای سو له تېره درس واخلو او نوي رفتارونه چي متفاوتي پایلي ولري وکړو، په ژوند کي مو پرمختګ حتمي دئ. که له هغه رفتار سره متفاوت رفتار – چي تاسي په تېر کي کړی دئ – وښياست، زیات پرمختګ به وکړئ. او کوم جهت ته چي ځئ، یوازي ستاسي په پرېکړه پوري اړه لري.

د ژوند درسونه د مکتب، مدرسې او پوهنتون له هغو څخه جلا دي، زموږ سره مرسته کوي چي د خپلو وړتیاوو څخه خبر سوو. کېدای سي چي امتحان مو کړي، خو ددې ازموینو د حقیقت په پوهېدو سره کولای سو چي په آسانۍ سره د ژوند پر مشکلاتو بريالي سوو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي