ادبیات ځوانان او زده کړې

څو لیک نښې؛ دلته یې زده کړئ

لیکنه: ياران
اعلان

لیکنه: ګلستان تمیم

ددې لپاره چې له یوې لیکنې مو بشپړه ګټه پورته کړې وي نو اړینه ده چې په لیک نښو ځان پوه کړو.
ځینې وایي چې لیک نښې د لیک د لوستلو پر مهال دومره ضروري دي لکه د قرآنکریم په لوستلو کې چې د (تجوید) علم ضرور وي، نو زه هم غواړم چې دغه نښې په لنډ ډول ولیکم.

1 ـ ټکی یا نقطه (.) دا نښه د بشپړې جملې په پای کې ایښودل کیږي او د جملې تمام والی ښیي، لکه:
څه چې کرې هغه به رېبې.
نن شکېب ناروغه دی.
دې نښې ته (تمکۍ) وایي.

2 ـ چپه پېښ یا کامه (،) دا نښه د یوې لنډې دمې لپاره کاریږي، په یوه جمله کې که سړی وغواړي لږ ځنډ وکړي نو دغه نښه راوړل کیږي، مګر ډېری وخت د کلمو او نیمګړو خبرو تر منځ د عطف لپاره راځي.
لکه : حامد، وصال، مدینه او نجیبه په ازموینه کې بریالي شول.
ګل پاچا الفت د پښتو نثر ستر لیکوال، ښه شاعر او پوخ مفکر دی.
دې نښې ته ( تړونی ) وایي.

-3دوه ټکي یا شارحه (:) دا نښه د یوې جملي د څېړنې علامه ده، د هغې کلمې یا جملې په پای کې لیکل کیږي چې وروسته ورپسې شرحه او تفصیل راځي.
لکه افغانستان ډېر لوی میړني بچي لري: احمدشا بابا، غازي امان الله خان، میرمسجدي خان او نور…
او یا هم په پښتو کې ډېر لوی شاعران تیر شوي دي: رحمان بابا، خوشحال خان خټک، حمزه بابا او نور.
دې نښې ته (څرګندنۍ) وایي.

-4 سوالیه نښه (؟) د ا نښه د پوښتنې په وخت کې راوړل کیږي، یعنې د هر ډول سوالیه غونډلو په پای کې راځي.
دې نښې ته ( تپوسنۍ) ویلی شو.
لکه :
نوید چېرې دی؟
کتاب دې خلاص کړ؟

-5 حرف ندایه (!) دا نښه د غږ او ندا په وخت کې کاریږي، لکه:
کتاب ولوله!
دلته راشه!
خو اصلي خبره داده چې د خبردارۍ او تنبېه په وخت کې هم دغه نښه کاریږي او په دې سبب مخاطب امر په اخر کې هم راځي، لکه:
ورورنو پورته شئ!
د پښتو په لاره کې ځانونه قربان کړئ!
همدا راز د غه نښه د تعجب، حېرانتیا او افسوس په ځای کې هم راړل کیږي. مګر د زیات تعجب او زیاتې خبردارۍ پر مهال دوه او یا هم درې ځله لیکل کیږي.
لکه:
اوه څومره ښکلی کتاب دی!!
افسوس! چې هغه وخت زه پوهېدلی.
کله چې پوښتنه او تنبېه دواړه مطلب وي، نو د پوښتنې او خبردارۍ نښې دواړه یو ځای راځي.
لکه: د خدای لپاره دا څه حال دی؟!
دې نښې ته ( خوځکۍ) وایي.

-6 ټکی او چپه پېښ (؛) دا نښه د زیاتې وقفې لپاره پکاریږي، مګر د کلمو تر منځ نه راځي، بلکه د هغو مرکبو جملو په منځ کې راوړل کیږي چې په معنی کې یو له بل سره تړلې وي، لکه:
له هغه علم سره چې اخلاق ورسره نه وي؛ ناپوهي غوره ده.
دې نښې ته په پښتو کې (ځنډ نښه) وایو.

7 ـ کش ( ـ ) دا نښه د یوې جملې د بېلونې لپاره کارول کیږي، په ځانګړي ډول په سوال او ځواب کې د هرې جملې په سر کې راځي او لیکونکی او اورېدونکی له ( تا وویل) او ما (وویل) له تکرار څخه ژغوري. مثلآ:
ـ چېرته وې؟
ـ ښار کې وم.
ـ څه دې کول؟
ـ یو کتاب مې واخیست.
دا نښه کله ـ کله د دوه کلمو په منځ کې چې په تکرار ډول راغلې وي هم راځي.
لکه جلا ـ جلا ، افسوس ـ افسوس .
دې نښې ته (سم سمۍ) وایو.

-8 وړوکی قوس ( ) دا نښه د خاصو نومونو او خاصو جملو د جلبولو لپاره کارول کیږي.
لکه :
زما ملګری (ساحل) ډېر ښه لیکوال دی.
زه غواړم سباته له وصال سره (چې زما ښه ملګری دی) ننګرهار پوهنتون ته ولاړ شم.
دې نښې ته (لیندۍ) وایو.

9 -دوه غبرګ قوسونه (( )) ددې نښې په منځ کې د بل چا نظریه، یا د کتاب عبارت او یاد دزیاتې توجه وړ او ژورنالستان ملګري په کې مستقیم نقل قول را اخلي لکه:
ولسمشر غني وایي:
))هېڅ افغان له بل افغان څخه کم نه دی((
یا هم
په دې ورځو کې د (( امریکا ټاکنې)) کلمې ډېرې ګردانیږي.

-10 درې ستوري (***)دا نښې د یوې مقالې د یوې برخې د تمامیدو او د بلې برخې د شروع کېدو په منځ کې لیکل کیږي، یعنې یو بحث له بل نه بیلوي.

یادونه: د لیک نښو بشپړ ډولونه همدا پورتني نه دي، نور ډولونه یې هم شته خو په ورځنیو چارو کې ترې یا ډیره ګټه نه اخیستل کیږي او که اخیستل کیږي نو ډېره کمه به وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران