اقتصاد

له ماتې عبرت واخلئ ؟

د آی بي ایم بنسټګر ټامس واټسن وايي، که غواړﺉ ډېر بریالي وﺉ، دوه برابره ماتې وخورﺉ.

یانې په کسب او کار کې ماته د بري محرک دی. هغه کسان، چې له خپلې ماتې درس واخلي او د جبران په لټه کې یې شي، په خپل کار کې بریالی کیږي. هوښیار او وړ کسان له خپلو ماتو درس اخلي، خو نور هغه له ماتې وروسته خپله روحیه له لاسه ورکوي.

تاسې په یوه شرکت کې کار کوﺉ، کار درنه خرابیږي. کوښښ مه کوﺉ، چې په خپله خرابي او ماتې ټول دفتر خبر کړﺉ، هڅه وکړﺉ جبیره یې کړﺉ. ډېر کسان د کار پر وخت له خپل مدیر، رییس او د کمپنۍ له مسوولانو سره مشاجرې کوي، خوله یې ترخه کیږي او فکر کوي، چې نور په دفتر کې د پښې ځای نه لري او باید لاړ شي. دا ناسم درک دی، ځکه هوښیار مدیران کله هم د خپلو باتجربه او تکړه کارکوونکو په مشاجرو نه خپه کیږي. هغوی پوهیږي، چې تاسې د کار د ښه والي لپاره دلیل او مشاجره کوﺉ. داسې فکر هم مه کوﺉ، چې څوک ستاسې پر کار نیوکه کوي، یا مو د کار د بې کیفیتۍ څرګندونه کوي، هغوی به ستاسې دښمنان وي. هغوی د نیوکې حق لري او تاسې یې باید په سړه سینه وزغمۍ او داسې احساس ونه کړۍ، چې په خپل کار کې ناکام یاست او باید دنده او کار پریږدﺉ.

زه ډېر داسې ملګري پېژنم، چې په خپلو چارو کې پر لومړۍ او دویمه ورځ پاتې راغلي او دندې یې پرېیښې دي. په یو دوه ورځو کې تاسې د دفتر د کارکوونکو نومونه نه شي زده کولای، نو دا توقع مه کوﺉ، چې پر نوي کار او دفتري چاپیریال به مسلط وئ. ځان ازموینې ته لږ وخت ورکړﺉ، خپله وړتیا و ارزوﺉ او بیا مو له ناکامیو نه د کار د ښه والي په موخه ګټه پورته کړﺉ.

ډېر کسان له مسوولیت منلو تېښته کوي. یا د خپلو ستونزو او نیمګړتیاوو د پوښلو لپاره لارې او پلمې لټوي. دغسې کسان پرمختګ نه شي کولای، ځکه ماتې ته غاړه نه ورکوي او خپلې ماتې، ناکامۍ او کمزورۍ ته دلایل تراشي. دوی په همدې دلیل تراشلو کې پاتې کیږي او د ستونزو او ناکامیو د لرې کولو، یا د ماتې دتکرار او د ستونزې پر حل غور نه کوي. له واقعیتونو سره له مخامخ کېدو ویره مه لرﺉ، ځکه په دې ویرې سره ستاسې د بریالیتوب مخه ډب کیږي.

تاسې که د نړۍ د میلیاردرانو تېر وګورﺉ، اکثریت هغو یې په ژوند کې سختې ماتې خوړلې دي، خو وروسته په خپلو چارو کې بریالی راوتي دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */