اقتصاد ټولنیز ژوند سیاست

قوي رهبران په بحراني وضعیت کې دا ۵ کارونه کوي

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: مرای نیولنډس
ژباړه: غازي عابد

د خپل کاروبار او دندې پرمخ بیولو کې له ستونزو مخ کیدای شو، ځکه دا د ژوند یوه څنډه ده، که نه یوو مخ شوي، نو ممکن ډیر ژر یا وروسته له بحران او جنجال سره مخ شو. یعنې چې کار کوو، خنډونه به خامخا وي.

اکثره خلک په دې باور دي او فکر کوي چې د د واقعي رهبرۍ ظرفیت هغه وخت ښه معلومیږي چې یو بحران او مشکل رامنځته شي. دا ځکه چې تر فشار لاندې او ستونزمن وضعیت کې یو شخص دا ښه درک کولی شي چې څه ډول له بحرانه وتلی او مقابله کولی شي.

د یوه کاروباري یا مسوول په حیث باید تل ځان چمتو او اګاه وساتو او د سختو شرایطو سره د مقابلې لپاره بلکل د حل په غونډۍ ناست اوسو.

ددې سربیره دلته پنځه هغه ځانګړنې او لارښوونې هم درسره شریکوو چې په یوه تر ټولو بحران حالت کې باید موږ د یوه رهبر یا مسوول او یا هم مشر په توګه ورته متوجه اوسو او ویې لرو:

۱- د بحران پرمهال احساسات له لاسه نه ورکول
د بحراني وضعیت پرمهال تر ټولو مهم کار چې باید یو لیډر یې وکړي، هغه خپلو کارکوونکو ته د یوې بیلګې په ډول ځان ارام، ډیر ښه او کنټرول ښودل دي، چې څو د ستونزې حل ته پر سمه لار فکر کولو وړتیا ولرې.

۲- د شجاعت او زړورتیا لرل
اکثره خلک چې له بحرانونو او ستونزو سره مخ شي، نو ځان ورته په زور تر فشار لاندې کوي چې بلاخره دا فشار یې د ویرې او ډار لامل ګرځي. دا خو اسانه ده چې کله له ستونزو سره مخ شو او وویریږو، خو ښه نه ده، ښه دا ده چې په همدې وخت کې ځان کې شجاعت راپيدا کړو، په زوړرتیا راپورته شو، څو زموږ کارکوونکي هم ډاډه شي، بلاخره په ګډه د یوه قوي ټیم په حیث د راپيښ شوي مشکل په مقابل کار وکړي او بحران کنټرول و حل کړي.

۳- د خپلو بریاوو او تاوانونو په اړه حساب ورکول
کامیاب لیډران و مشران چې کله هم کومه تیروتنه وکړي، بیرته یې په ډاډه زړه په غاړه اخلي، تیښته ترې نه کوي. ځکه موږ انسانان یوو، نیمګړي یوو، هغه څوک چې خپلې تیروتنې په ویاړ سره مني، داسې خلک قوي او بریالي دي.
مسوولیت اخیستل ځکه ښه وي چې څو د ستونزې لپاره ټول لاس په کار شي او هر څوک د مبهم حالت پرځای په لیوالتیا او ډاډ سره کار وکړي.

۴- په شریکه ګام پورته کول
د ستونزو او ننګونو پروړاندې د یوازیوالي پرځای په شریکه کار کول، ددې لامل کیږي چې یوه شریکه خو جامعې حل لاره وموندل شي. یعنې یوازې له خپل احساسه په ستونزه فوکس کول، شاید ښه حل ونه باسي، خو که د لیډر په حیث له خپلو کارکوونکو سره په شریکه ګام پورته کړای شي، خامخا به بریالي کیږئ. ځکه دغه مهال یو ګډ کاري ډینامیک رامنځته کیږي، چې حل لرلی شي.

۵- له پیل تر پایه مثبتې تګلارې لرل
د بحران پایته رسول یا حلول دا نه دي چې تاسې له چټلۍ او بدبختۍ یوازې ځان وباسئ، بلکې حل یې دا دی چې د یوې ډلې په حیث د ستونزو د حلولو لپاره ګامونه پورته کړئ او روغ ووځئ.
نو د لیډر په حیث د یوې مثبتې کړنلارې تعقیبول او په غوره ډول سره د ټیم هڅول، ددې لامل کیږي چې د ټولو مرال لوړ وساتل شي. بلاخره دا مرال ددې لامل شي چې کارکوونکي بیرته د ستونزو په حل پسې ګام پورته کړي او یوه د بریا لار ورته پیدا کړي. دا کار به نه یوازې دا چې د ستونزې د حل لامل شي، بلکې ستاسې کارکوونکي به هم پر تاسې باور زیات کړي او هم به درته لا ډیر عزت و درناوی ولري، ځکه یو واقعي لیډینګ دې کړی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد