اقتصاد

د غوره رهبرۍ او مشرتابه لپاره اته مهم ټکي

لېکواله: نیکول فالن ټایلر 
ژباړه: غازي عابد

ددې تر څنګ چې رهبري یو لوړ موقف او د یوه ټیم مشري ده، دې کې ډیر نور څه هم شته، لکه مثلاً دا واک لرۍ چې خپلو کسانو او پیروانو ته د پرمختګ په اړه لارښوونه وکړئ، څو هغوی ستاسې لارښوونې سره سم کار وکړي او په دې پوه شي چې څنګه مخته ولاړ شي.

خو که یو بې کفایته او بې اغیزه رهبر یاست، نو هیڅکله به په دې بریالي نه شۍ، چې د موخو او هدفونو د ترلاسه کولو لپاره خپل ټیم ښه رهنمايي کړئ.

د د بیزنیس نیوز Business News Daily انټرنیټي ویب پاڼې له اجرایوي مشرانو، مدیرانو او د رهبرۍ له ماهرینو څخه د غوره رهبر په اړه مرکې وکړې، هغوی یې په اړه ځینې لاندې لارښوونې کړي.

 

۱- ارتباط او اړیکه کې اوسه
د یوه ګروپ (ادارې) د رهبري کولو لپاره د رهبر او ټیم ترمنځ د دوه اړخیزه متقابل باور او تفاهم لرل ډیر ضرور دي. ځکه ددې لپاره چې رهبران یا لیډران خپلو اهدافو ته نیږدې شي، لومړی باید اتصال او یا سره نښلول زده کړي، چې څه ډول کولی شي له کارکوونکو سره همغږی شي.

زلمي لیکوال او ژورنالیست غازي عابد دا لیکنه ژباړلې

د ټیري سټاربکر سینټ ماري په نوم د رهبرۍ یو لیکوال وايي، د یوه ډیر حقیقي رهبر لپاره مثبت ګرايي، پلان جوړول، یو زړه توب (پاک زړی) ، همدردي یا زړه سوی، تواضع او مینه زیات ضرور دي. ځکه دغه څو مهم مشخصات کولی شي چې یو کس داسې یوې لارې ته برابر کړي، څو وشي کولی د خپل ټیم له غړو سره موثق او رښتیني ارتباطات او اړیکې جوړې کړي.

سینټ ماري وايي، خپلې ډلګۍ سره د رښتیني ارتباط جوړول د پرمختګ لپاره خورا مهم دی، ځکه رښتینی او شریک شوی باور یا ارتباط جوړونه د ښو او حساب ورکوونې کړو وړو د کلتور جوړونې لپاره پر ځای تمامیدلی شي.

دده په وینا؛ له داسې کلتور او همغږۍ جوړولو سره یوه ډله کولی شي چې خپل کسب و کار او تجارات په ښه ډول ترسره کړي، خوشحاله او همغږی ټیم ولري او یو بریالی رهبر هم ترې جوړېدای شي.

د ایکویډ Ecwid کمپنۍ مؤسس او اجرایوي مشر وايي د تفاهم رامنځته کولو لپاره تر ټولو مهم دا دی چې له خپل ټیم سره رښتینی او واقعي و اوسې.

فضلیف وايي، د رهبرۍ لپاره بیلابیلې طریقې دي، هیڅ سمه او غلطه لاره په کې نشته، خو رښتینولي او جعل کاري یا تقلب شته، اما هیڅوک داسې نشته او نه به وي چې هغه غولوونکی یا جعل کاره رهبري خوښه کړي، بلکې کرکه ترې لري.
۲- خپل ټیم وپيژنه!

که یو ځل مو د خپل ټیم له غړو سره د مفاهمې او اړیکو جوړولو هنر زده کړ، بیا تاسې کولی شۍ چې هغوی په رښتیني ډول سره وپیژنۍ، چې هغوی څوک دي، له څه شي سره علاقه لري او کوم استعدادونه په کې شته.

د موټز ګلوبل Motus Global کمپنۍ اجرایوي مشر جو نولان Joe Nolan وايي، ستاسې لپاره دا مهمه ده چې خپل لیدلوری او ستر هدف (ستر ماموریت) باید وپیژنئ، که څه هم نورو خلکو ته به یې پیژندل مهم نه وي.

دی همدرانګه زیاتوي، که چیرته تاسې په خپلو کارکوونکو پام وکړئ او ښه رویه ورسره ولرۍ، هغوی به ستاسې مشتریانو ته ډیره توجه وکړي او ښه رویه به ورسره وکړي، په همدې اساس که مو توجه وکړه، په ټوله کې به ستاسې ماموریت (ستر اهداف) په ښه ډول سره ترسره او ترلاسه شي.

د کلاوډ بیري لب Cloudberry Lab کمپنۍ یو کارکوونکی الکساندر نیګرش Alexander Negrash وايي، یو ښه رهبر باید خپل ټیم د نورو خلکو په نسبت ښه وپيژني، همدارنګه په دې هم باید پوه وي چې د هغوی ستر مهارتونه کوم دي او څنګه هغوی د پيریدونکو ترمنځ د ادارې لپاره نفوذ کولی شي او یا یې نفوذ لرلی دی.

دده په وینا؛ ددې ترڅنګ یو رهبر د نورو خلکو په نسبت د خپلو کارکوونکو پر کمزورتیاوو هم ډیر ښه پوهیږي او باید پوه وي.


ددې لیکنې لیکواله نیکول فالن ټایلر ده . نوموړې په میډیا،کلتور او اړیکو کې د نیویارک پوهنتون څخه لیسانس اخیستی.

۳- نوښتګره اوسه!
الکساندر نیګرش وايي، که غواړې ستا ډله او یا ټیم ښه کار وکړي، نو اجازه ورکړه چې خپل ذهن وجنګوي او پلټنه وکړي، تر څو نوښت رامنځته شي.

دی زیاتوي: ښه رهبر تل د خپل ټیم د غړو نظریات او وړاندیزونه اوري، حتا دې ته هم چمتو وي چې هغه په پام کې ونیسي او که چیرته ممکن وي، د هغوی نظریاتو او وړاندیزونو ته به نوره پراختیا هم ورکړي.

الکساندر نیګرش همداراز وايي، یو ښه رهبر خپل ټیم ته نوې ننګوونې ورکوي، له نارامۍ او بې حوصله توبه یې ساتي او تل د هغوي په ځواک اعتماد کوي.

۴- په مثبتو نقطو تمرکز وکړئ
مشران غواړي چې ددوی ټیم دې ورځ په ورځ خپل کارونه په ښه ډول ترسره کړي، نو د ښه کار ترسره کولو پرمهال لازمي ده چې کله ناکله به له خنډونو سره مخامخ کیږي.

همدرانګه که چیرته یو کوچنی سوه تفاهم او یا لویه ستونزه رامنځته شي، نو مشر به داسې منفي حالت کنټرولوي، چې دا ډول لاس په کار کیدل د رهبر (هغې/ هغه) په مهارتونو کې ډیر څه زیاتولی شي.

د رابرټ من Robert Mann په نوم یو لیکوال په هر ډول شرایطو کې د باتدبیره کنټرول لارښوونه کړې، تر څو موخو ته روان اوسي.

رابرټ من وايي، مخکې له دې چې ستونزې ته د ستونزې په نظر وګورو، غوره ده چې له دریو مثبتو زاویو ورته توجه وکړو. همداراز، د ستونزو په اړه د مثبتو زاویو کتلو لپاره، یو مهم دادی چې د مثبتو خلکو خپل منځي عکس العمل وګورو.

من په خپله څیړنه کې دا وموندل، چې افراد د ستونزې په وړاندې د قوت احساس نه کوي، خو هغوې، چې په یو ستونزمن حالت کې خوشاله وي، معمولا واضح فکر کوي او د ستونزې حل پیدا کوي.

دا خبر د یو رهبر لپاره د سټراټیژې په جوړولو کې هم صدق کوي.

که ته د یوې ډلې غړی، او د مشکل د حل لپاره ستا وروستۍ هڅې نتیجه ورنه کړه، نو د ماضي په اړه فکر وکړه. خپل ټول هغه کارونه سترګو ته ودروه، چې تا کړي او ستونزه پرې حل شوې ده.

په همدې ډول سره د رهبرۍ یوه لیکوال پیټر فوډا Peter Fuda ویلي، که چیرته رهبران په مثبتو نقطو ډیر تمرکز وکړي، نو دوی بیا ددې پر ځای چې پر خپل ټیم انتقاد وکړي، هغوی هڅوي، که داسې وشي نو دا ډول ستراتیژي کولی شي چې د غلطیو پر ځای پر سم لوري حرکت درکړي.
فوډا زیاتوي؛ یوه قوي لاره چې په هره لیدنه کې تقریباً ما له هر رهبر سره شریکه کړې دا ده، چې له ښه هم ورپسې ښه شه، هر وخت د لا ډیر ښه کیدو لپاره بریک مه نیسه، بلکې د ډیر ښه کیدو او ښې رویې هڅه کوه.

۵- ښېیه یې، وایه یې مه!

واقعي او اغیزناکه مشران د ویلو پر ځای ښودل کوي، چې څه په کار دي او څه باید وشي.

لوک لوریو ( Luke Iorio) چې د یوه انسټیټوټ مشر دی وايي، رهبران باید د خپل ټیم غړي (کارکوونکي) داسې وروزي چې هغوی په خپل منځ کې سره داسې همکار شي څو له غوړمالۍ پرته یو ژمن کاري محیط برابر کړي.

دی زیاتوي، که چیرته تاسې خپل کارکوونکي قید کړئ، نو هیڅکله کله به تاسې پورته ولاړ نه شې، یعنې پرمختګ به ونه کړئ.

دده په وینا؛ ښه مشري دا ده، چې کارکوونکي تر ډیره خپلې خوښې ته پرېښودل شي او تر ډیره یې ورسره منښت وشي، که چیرته داسې وشي، نو کارمندان به خپل کارونه په ښه ډول ترسره کړي.

۶- څارونکی او لارښوونکی اوسه!

د تاسو دو وال Taso Du Val په نوم یو تن پوه وايي، په صادقانه ډول سره څارنه او لارښوونه کول که څه هم په انتقادي شکل وي، کارکوونکو ته ګټه رسوي. نو تاسې هم باید له خپلو کارمندانو څارنه وکړئ، چې کاروبار مو څنګه روان دی، کله چې په دې پوه شوۍ بیا خپلو کارکوونکو ته هم ښه لارښوونه کولی شۍ. ځکه مثبتې او منفي نقطې ټولې ورته بیا په ګوته کوۍ.

دی زیاتوي؛ که چیرته تاسې خپلو کارکوونکو ته لارښوونه ونه کړئ، له هغوی سره د کاروبار په اړ خبرې اترې او بحث ونه لرۍ، نو هغوی به هم نه پوهیږي چې تاسې د هغوی او د هغوی د کار په اړه څه ډول نظر لرۍ، نو که چیرته داسې وي، هیڅکله به پرمختګ هم ونه شي.

تاسو دو وال وايي، که چېرته د خپلې کمپنۍ د مخکې تګ د سم او دقیق لوري په اړه ونه پوهیږۍ، کومه مشکله خبره نه ده، خپلو کارکوونکو او د رهبرۍ له ټیم سره په شوي تفاهم د هغوی اجرات ومنئ، په دې سر به هغوی د تصمیمونو نیولو او عملي اقداماتو لپاره نوره هڅه او تپیدل هم شروع کړي.

دده په وینا: کله چې اساسي اصول ځای پر ځای شول، حدود وټاکل شول، د نارمل تولید پلانونه جوړ شول، د اجراتو بیاکتنې پيل شوې، له دې سره جوړښت او پروسس یا جریان هم رامنځته کیږي.

الکساندر نګرش وايي، هر وخت د خپلو کارکوونکو د هغو کارونو په اړه چې هغوی ترسره کوي، رغوونکي انتقادونه او وړاندیزونه وکړه. مثبت وړاندیزونه او انتقادونه د منفي هغه په شان مهم دي او یو ښه رهبر تل ددې ترمنځ توازون ساتي.

۷- د خلکو نظریات وغواړه
دا به یوازې ستاسې د ټیم غړي نه وي چې ستاسې له حقیقي ارزونې ګټه پورته کړي. په حقیقي ډول د خپلې مشرۍ ارزول به سخت وي، خو ستاسې مشاورین، هم مسلکیان او حتا ستاسې کارمندان کولی شي چې ستاسې د اغیزمنتوب ارزونه وکړي.

سینت ماري (St. Marie ) وايي، له خپلو کارکوونکو سره تماس نیول او هغوی سره یوځای ناسته پاسته، د رهبرۍ په سټایل او روش کې یو ښه بدلون راولي. د لیډرشیف روزنه د پرمختګ لپاره زمینه برابرولی شي. د رهبرۍ د اهدافو په ترلاسه کولو کې د یو مسلکي او تجربه کاره کس ارزونه او مشوره، د کتابونو او سیمینارونو په نسبت ښه تمامیدلی او ډیره مرسته کولی شي.

لوریو وايي، لارښوونکی اوسیدل له رهبرانو سره مرسته کوي چې د خپل حقیقي ژوند په چاپيریال کې بدلونونه او ارتباط راولي. تاسې د یو ځای کولو، فعال ساتلو او فکر کولو لپاره وخت ته اړتیا لرۍ، تر څو تاسې هغې مرحلې ته ورسیږۍ، که چیرته داسې ونه کړئ، نو هیڅکله به رښتینی بدلون ترلاسه نه شي.

۸- خپله انګیزه وپيژنئ

که چېرته یو شخص د رهبرۍ په مقام کې خپل رول د یوې دندې په توګه څرګندوي، دا یوه ښه څرګندیدنه ده. که چیرته ښه انګیزه ولرۍ، نو یو اغیزناک رهبر درنه جوړېدای شي. خو ایا د پیسو او شهرت له امله د خپلو کارکوونکو ډیر پام ساتئ، کنه په رښتیني ډول سره غواړۍ چې خپل کارکوونکي ښه کار ته وهڅوئ؟ St. Marie یې په ځواب کې وايي، چې رهبران دې په رښتيني ډول له ځانونو وپوښتي چې ولې غواړي لارښوونه وکړئ. دی وايي، زه رهبرۍ ته د ویاړ او مسلک په حیث ګورم.

دی زیاتوي که چېرته ته له ځانه سره وايې، چې رهبرۍ مو قسمت او سرنوشت دی او ووایې چې څنګه په نړۍ کې یو بدلون راوړې، نو دقیقا له سمه ځایه یې شروع کړئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */