لټي او لاملونه یې؛ د خلاصون لارې چارې یې دا دي

ژباړه او زیاتونه: طارق صادق

لټي د ټولو انسانانو او خاصتا افغانانو ترمنځ یو ډېر عام مشکل دی؛ ګڼ خلک حتا تاسې به خپله منئ چې لټ یئ او ټول کارونه او مکلفیتونه مو په سمه توګه نه شئ اجرا کولای.
خو ولې لټي؟
لاملونه او حل لارې یې کومې دي؟
په دې مطلب کې به همدې اړینې موضوع ته نظر واچوو:

د لټۍ ماناوې او لاملونه
لټي یا تنبلي هغه حالت ته وایي چې یوه کار، فعالیت یا نوښت ته د کافي وړتیا د لرلو باوجود یو څوک اقدام نه کوي یا یې زړه نه ورته کیږي.

دا حالت له ۳ لاملونو سرچینه اخلي:

د کمترۍ احساس
ځینې وخت انسان په داسې شرایطو کې ایسار شي، چې دی پکې خپل شخصیت او حیثیت تر هغه کم ګڼي، چې دی یې ځان وړ ګڼي.

دا وضعیت یې د کمترۍ په احساس او دغه احساس یې په لټۍ اخته کوي.

هغه د دې باوجود، چې کولای شي ځینې کارونه وکړي، خو زړه یې مات او د ژوند لوبه کې ځان بایللی ګڼي.

له داسې رواني حالت سره انسان پرځان بې باوره کیږي، لټي او نهیلي یې پسې اخلي او د هیڅ کار سرته رسولو ته یې لېوالتیا او شوق نه پاتې کیږي.

بې کنټروله ژوند
د لټۍ یو بل لوی دلیل بې بندوباره او بې کنټروله ژوند دی. ځینې خلک یا زیات خواړه خوري، یا ډېر ځان ستړی کوي، یا بیخي کراره ناست وي او هیڅ نه کوي.

دا حالتونه ټول د بې کنټروله او بې نظمه ژوند نښې دي، داسې ژوند نه مناسب دی، نه عاقلانه او نه یې پایلې ښې دي.

د لټۍ یو لوی دلیل په دې ډول ژوند کول هم دي، لټ انسان که ناراسته وي، ناروغه وي یا بل مشکل نه ځوریږي، د بې نظمه او بې کنټروله ژوند موضوع یې حتما د داسې وضعیت یو لوی سبب دی.

شکایتونه
ځینې وخت د لټۍ یو لوی دلیل د انسان شکایتي طبیعت وي.

لټ که سم درس نه وایي استادان په بې کفایتۍ تورنوي، که یې نورې ستونزې وي پړه په نورو اچوي.
دوی عادتا په همدې پلمو، دروغو، تورونو او توجیهاتو خپل وخت ضایع کوي، چې کله یو او کله بل ملامت او خپله بې مسولیتي او ناغیړپ پرې پټه کړي.

د حل لارو لپاره سپارښتنې
– لټان دې د زیاتو پلان جوړونو پرځای عملي ګامونو ته ترجیح ورکړي. دوی د دې پرځای چې هره ورځ په یوه کار فکر وکړي او د عملي کولو لپاره یې فکرونه او مشورې وکړي، غوره ده چې سمدستي اقدام وکړي. په دې ډول یې تنبلي کمیدای او ختمیدای شي.

– دوی دې د ځان او خپلو لټیو پر وړاندې قاطعیت وښیي. هڅه دې وکړي چې خپلې بې بندوبارۍ، خپلسرۍ، بې نظمۍ او سربدالۍ په قاطعیت سره ختمې کړي. دا کار سخت نه دی، یوازې اراده او اقدام غواړي.

– د خپلو کارونو او مسولیتونو لپاره دې مهالوېش جوړ او په هماغه توګه کاملا مخته لاړشي.

– له ارماني اصطلاحاتو څخه دې لاس واخلي. کاشکې، خدای دې وکړي، که وشول او داسې نورې کلیمې او اصطلاحات دې نه کاروي.

– خپل فکر دې مثبت لور ته واړوي او د ناممکناتو پر ځای دې پر ممکناتو تمرکز وکړي.

– د خپل ژوند دقیقه نقشه او پلان دې جوړ او د تطبیق لپاره یې مختلف پړاوونه جوړ کړي. په دې ډول دې ځانته جایزه هم وټاکي. که یې هر ښه او د پرمختګ پر لور کار کاوه، د هغې جایزه دې ځانته معلومه او ترلاسه کړي.