ټولنیزې مسالې سیاسي شننې عمومي

قانون هم خاندي- ملالۍ رڼا

پر لویو کارنامو ویاړل، خوشاله کېدل او خندل د انسانانو د طبيعي غريزې يوه برخه ده. خوشالي چې کله انتها ته ورسېږي، انسان ته بیا موسکا یا خندا ورځي.

هر انسان خپلې خوښۍ او خپګانونه لري، خو ځينې بیا داسې دي چې په دواړو کې يې ګڼ خلک یا يو ملت هم شریک وي او کله چې همدا خوشالي نورو ته ور ښيي او خپلې غاړې پرې هسکې وړي، دا بیا ویاړ شي.

د دغو ویاړونو په لړ کې يو هم د افغانستان اساسي قانون دی چې تېرو ورځو کې يې په يوه پرتمینه غونډه کې عظمت او لویوالي ته د درناویو سرونه ټيټ او پر دې خبره ډېرو اتفاق وکړ چې د سیمې په کچه داسې غني او بډای قانون نه‌شته.

د دې خبرې په اورېدو سره پخپله قانون هم سخت خوشاله شو او په عالم ارواح کې يې پر خپل ځان سخت ویاړ وکړ، خو لږ وخت وروسته يوه ډېره سخته خندا ورغله.

قانون له ځانه سره وويل، کېدای شي، د دغو نمانځونکيو نمانځنه پر ما باندې يو طنز وي، ځکه زه چې ګورم د دې خلکو په خبرو او کړنو کې لایتناهي واټن پروت دی.

همدا خلک دي چې هره ورځ په پښو راباندې خېژي، دا اوس چې د واک پر کرسي ناست دي، ما ته يې دوه توته ارزښت نه دی راکړی. د پارلمان ټول غړي هم زما پر ګېډه ناست دي. قاضي او څارنوال ته خو بېخي نسوار نه ښکارم، لوی لوی دولتي چارواکي مې په کیسه کې نه دي، خو چې خبره کله زما د نامه شي، بیا مې همدا کسان په ستاینو نه مړېږي.

قانون وايي، د دې خبرې دا مانا شوه، لکه يو ډېره ښه وسله چې له چا سره په کور کې وي، خو تر پایه پرې د خپل ناموس د ساتلو له‌پاره يو ډز هم و نه‌شي، ځکه نو تر دې خو بیا د شودیارې هغه لوټه ښه ده چې یو بزګر پرې له خپل پټي چرګان شړي.

قانون چې خپل نمانځل وليدل، دا يې هم وويل چې په دې هېواد کې چې څومره رشخند زما په نوم وهل شوی او لا وهل کېږي، د نړۍ په ټول تاریخ کې يې څوک بېلګه نه‌شي پیدا کولای. زه د ټولو هغو خاینانو پر وړاندې چې کلونه کلونه د دې هېواد د مظلوم ولس وینې په رڼا ورځ څښي، يوه ډېره پڅه چاړه یم، دومره پڅه چې د هغوی د بوټانو مزي هم نه‌شم پرې کولای. له ما یوازې د يوه تېره تبر په توګه د هغو خلکو پر وړاندې کار اخیستل کېږي چې هغوی زور او زر نه لري.

قانون وويل، که چېرته زه همدې خلکو منلای، ته او خدای نالوستي، غله او جنایتکاران به چارواکي وای!؟ ایا کلونه کلونه به لېونیانو پر خلکو واکمني چلولای، خو له دې ټولو سره سره ما ته يوازې په دې خبره ډېره خندا راځي او ورسره افسوس هم کوم چې دا کلک‌سترګي انسانان چې داسې کوي، بیا زما نوم ولې يادوي!؟

قانون خوارکي وويل، چې زه دې تر دې ډېر کمزوری او خوار وای، خو چې د ټولو له‌پاره وای. زه دا خلک پېژنم چې دوی په درواغو ما ته د درناوي قسمونه کوي، ژمنې کوي، خو رښتیا دا ده چې همدا خلک د بنګال تر ټګانو هم ستر تېرایستونکي دي.

خو سره له دې ما ته د دوی دا ډول کارونه د ماشومانو لوبې ښکاري، لوبې ځکه دي چې همدا خلک د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي، دوی په دې هم نه پوهېږي چې د دې هېواد ټول خلک پر دې پوهېږي چې يوازېني خلک چې ما ته په ډېره ټيټه سترګه ګوري همدا لوی چارواکي دي، همدوی مې نه مني، خو د خلکو د تېرایستلو له‌پاره لا بیا زما د درناوي له‌پاره غونډې هم جوړوي.

ځکه نو د داسې ساده‌ګانو پر کړنو سخته خندا راځي، دومره چې نور مې تشي درد کوي. خو په خندا خندا کې زما دغو نه منونکيو ته وایم چې داسې ورځ به راشي چې ما ته د سپکاوي اور به ستاسې تر دروازو هم در ورسېږي، په هغه ورځ به نو بیا زه د زړه له تله ستاسې پر حالت او اصلي څېرو خاندم.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */