کلتور او هنر

له افغان سیاستوالو او وضعیته خفه؛ لطیف ننګرهاری وایي وجدان د سندرو اجازه نه ورکوي

لیکنه: بشر درویش

د افغانستان له اوسني وضعیته نه یوازې عام خلک؛ بلکې سندرغاړي هم، چې په خپګان کې د خلکو پر شونډو موسکا راولي، ناراضه دي.

په دوی کې یو یې مشهور افغان هنرمن لطیف ننګرهاری دی.
ننګرهاری، چې د هنري فعالیت د شهرت له وخته یې په لومړي ځل په اوږده ځنډ د سندرو د نه خپریدو شاهدان یوو، وایي : د افغانستان وضعیت، چې هره ورځ پکې ګڼ خلک وژل کیږي او له هره اړخه د تشویش وړ دی، وجدان یې ورته په داسې وخت کې د سندرو ویلو اجازه نه ورکوي.

ښاغلی ننګرهاری له افغان سیاستوالو، په خاص ډول د حکومت له رهبرۍ ناراضه دی.

هغه دوی ناکام ګڼي او وایي، د نورو خلکو په شان ورنه ښه زړه نه لري.

نوموړي په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي، په داسې وخت کې چې خلک هره ورځ د خپلو بچیانو تابوتونو ته ژاړي، رهبران ړانده او کاڼه دي، دی د سندرو ویلو زړه نه شي کولای.

۱۸ کلن مساپر
لطیف ننګرهاری له څه باندې ۱۸ کلونو راهیسې له افغانستانه لیرې د برتانیې په پلازمېنه لندن کې مساپر دی.

هغه اصلاً د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ اوسیدونکی او په قوم دولتزی دی.

د ننګرهاري په وینا کورنۍ یې ملکان او د سیمې له مخورو خلکو وو، خو ده یې له ټول ممانعت سره بیا هم هنر ته مخه کړې.

لطیف ننګرهاري د جلال اباد په تجربوي لېسه کې درس ویلی او وروسته یې ۳ کاله د ساختماني انجینرۍ په برخه کې هم زده کړې کړي.

د خیاطۍ په نوم د موسیقۍ زده کړه
لطیف وایي د ډاکټرنجیب د واکمنۍ پرمهال د ښوونځي د ۷ ټولګي زده کوونکی و.

هغه مهال په ښوونځيو کې د ځوانانو د سازمان په نوم د ځوانانو ټولنې وې، چې په مختلفو برخو کې یې زده کوونکي روزل.

د لطیف په وینا ده هغه مهال مور ویل، چې په دغه سازمان کې د خیاطۍ زده کړې کوي، خو واقعیت دا و، چې ده خیاطي نه؛ بلکې موسیقي زده کوله.

د دې ترڅنګ ده هلته د فوټبال لوبه هم کوله او د دې لوبې مینه وال و.

د لطیف خبره د دوی په ښوونځي كې د موسیقۍ کلوپ هم و، چې بریالی ولي یې آمر و. د دوی ترڅنګ ایوب استاد، مرحوم منور، سید عالم، نعمت الله او یو شمېر نور سندرغاړي هم هغلته راتلل، چې لطیف ترې لږ و ډېر څه زده کړي.

د خوښې خلک
لطیف ننګرهاری د منګل، استاد خیال محمد او استاد شاه ولي موسیقي خوښوي.

دی وایي په موسیقۍ کې کوم ځانګړی استاد نه لري، خو ماسټر علي حیدر ورسره زیاته مرسته کړې ده.

هغه لومړنۍ سندره له لندنه وویله، چې زیاته مشهوره او د ده د شهرت سبب شوه:
کابل جان زما یادیږي اشنا کله خو به درشم
په زړګي مې را وریږي اشنا کله خو به درشم

په شاعرانو کې لطیف؛ حمزه بابا، شفیع الله بابرزی او پرهیز شګیوال زیات خوښوي.

له ټولنیزو رواجونو نارضایتي
لطیف ننګرهاری په څو مرکو كې له ځینو ټولنیزو رواجونو، په خاص ډول د خلکو د شخصي ژوند په اړه له عامو تبصرو نارضایتي ښودلې ده.

هغه له زیاتو جزیاتو پرته ویلي، چې د شخصي ژوند په اړه یې خلک مختلفې خبرې له ځانه جوړوي او شخصیت ته یې د زیان اړولو کوښښ کوي.

د مختلفو برخو سندرغاړی
لطیف ننګرهاری له هغو ځوانو افغان سندرغاړو څخه دی، چې په لږو کلونو کې زیات مشهور شو او په مختلفو برخو کې یې سندرې د پام وړ وګرځیدې.

ده پخپلو سندرو کې هم د وطن درد ژړلی، هم یې عشقي او رومانټیک موضوعات له پامه نه دي غورځولي او هم یې د شوخو سندرو په برخه کې خاص نوم خپل کړی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي