کلتور او هنر

منګېشکر عاطف اسلم ته، د هغې د پخوانۍ سندرې ویلو له امله په غوسه شوه

لیکنه: پلوشه فضلي

کله چي پاکستاني سندرغاړي عاطف اسلم د مشهوري هندۍ سندري غاړې لتامنګېشکر سندره (چلتې چلتې) په ریسمیکس (یوه نوي انداز) کښي وویل نو د نوموړي دې کار لتا په غوسه کړه.

دا سندره په ۱۹۷۲ م کال د پاکیزې په نوم یوه هندي فلم کښي لتا ویلې وه او کمپوز یې غلام محمد کړی و. د عاطف اسلم دا سندره د روان ۲۰۱۸ کال – سپټمبر میاشت کښي د (میترون) نومي فلم څخه خپريږي.

ویډیو؛

د عاطف اسلم دې کار لتا سخته په غوسه کړې ده او د نوموړي ددې سندري له اورېدو څخه یې انکار کړی. لتا په دې اړه وویل:” له نېکه مرغه ما دا سندره نه اورېدلې او نه یې اورېدو ته ضرورت لرم او نه هم پوهېږم چي پخوانۍ سندري په نوي انداز کښي ویل څه ګټه لري او که ویل کیږي هم، نو باید د پخوانیو سندرغاړو څخه یې اجازه واخلي – د هغوی د اجازې اخیستلو پرته دوی پکښي تغیرات نه سي راوستلای. “

هېره دې نه وي چي د ایلکا په نوم یوې بلي مشهوري سندرغاړي کامیابه غزله (دلبر دلبر) هم په نوي انداز کښي ویل سوې ده. ایلکا په دې اړه وايي:” ددې پر ځای چي پخوانۍ مشهوري سندري په نوي انداز کښي وویل سي، باید نوي سندري جوړي او بیا مشهوري کړل سي. خیر، چي زموږ د سندري سره دا ظلم سوی دی خو دا دی دا کار یې زموږ د مشهوري او مشري سندرغاړي، لتا سره هم وکړ. “

بلخوا عاطف اسلم دا سندره د خپل ټویټر حساب له لاري خپره کړې چي په دې سره خلکو نه یوازي د نوموړي آواز بلکي د سندري نوی انداز یې هم ډېر خوښ کړی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پلوشه فضلي