ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه

دغه مهال لاسونه وینځل، روغتیا لپاره اړین دي

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

ډاکتران وایي لاسونه بدن ته د مکروبونو د تګ تر ټولو مهمه لاره ده، ځکه دا هغه غړي دي چې له هر څه سره په اړیکه کې دي.

لاس وینځل د ټولو لپاره ډېر مهم دی، خو دا چې لاسونه څنګه او کله یې وینځل اړین دي دلته به یې په اړه پوه شئ:

۱- د لاس وینځل په وخت کې صابون مه هیروئ
دا چې لاسونه له ډېرو شيانو سره په تماس کې کيږي، موږ د ملگرو سره روغبړ کوو، خوراک کوو، دروازه پرانيزو او په بس يا ريل کې لاس ټينگوو، په دې توگه خپل لاسونه پر هغو ځايونو ږدو چې تر موږ مخکې په زرونو خلکو هلته خپل لاسونه ايښي وي، له دې لارو موږ په زرونه ميکروبونه راټولوو. نو کله چې هم لاسونه وینځئ له اوبو سره صابون هم وکاروئ او له وینځلو وروسته ښه یې وچ کړئ.

۲- تشناب ته له تګ وروسته لاسونه ووینځئ
روغتیا پوهان وايي ۶۰ فصیده ميکروبونه کموډ کې وي. د ښې روغتیا لپاره مو هم خپله او هم ماشومانو ته دا لارښونه وکړئ، چې له تشناب ورته لاسونه هرومرو په صابون ووینځي.

۳- له کمپیوتر کارولو وروسته
کيبورد د ميکروبونو مقناطيس دی، د کار د يو ميز د سر پر يو مربع انچ کابو ۱۸۰۰۰ ميکروبه موجود وي، يعنې د کموډ څخه ۴۰۰ وارې زيات. نو له دې امله د يو کيبورد له لارې د يوه مرض په ميکروب د ککړتيا احتمال تر ټولو زيات دی. د کيبورد پر يو مربع انچ برخه تقريباً ۶۰ زره ميکروبونه موجود وي.

۴- روغتون د لاسونو لپاره خطرناکه ساحه ده
د روغتون کارکوونکي بايد تر هرچا زيات د لاسونو پاکوالي ته پام وکړي. د مقاومت لرونکو باکترياوې خپريدا دلته ډېرې ناوړه پایلې درلودلی شي.

له همدې وجې په ډېرو روغتونو کې د اوبو او صابون ترڅنګ باکتريا ضد مواد هم ځای پر ځای شوي وي. يوه ناروغ ته تر ورتلو د مخه لاس بايد په باکتريا ضد موادو پاک کړئ.

۵- مس د ميکروب ضد دي
د آلمان د هامبورګ يوه کلينک د دروازو پر لاستو د ميکروبونو د کمولو لپاره يوه ډيره ګټوره تجربه پېل کړې. باکتريا له مسو پر جوړو شیانو وده نه کوي. په دې روغتون کې د مسو د لاستو په لګلولو سره د باکترياو شمير نيم شوی. خو دا هم د لاسونو د وینځلو بديل نه شي کيدلی. له دې هر څه سره هم په کافي اندازه ميکروبونه پاتې وي. ځکه هيڅکله د لاسونو وینځل مه هیروئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي