ټولنیز ژوند

مثبت او منفي ټولنیز لقبونه؛ ګټې او زیانونه يې

لیکنه: الما افغان

آیا کله مو هم په ټولنه کې دې موضوع ته پام شوی چې، یو څوک په شریف انسان مشهور وي څومره درناوی يې کوو او بل که په بد انسان مشهور وي څومره کرکه ترې کوو؟

باوري یم چې ځواب به مو هو وي، راځئ نن د ټولنې ښه او بد لقبونه وپیژنو:

۱. بد لقبونه
بدبختانه باید ووایو چې په افغان ټولنه کې په یو او بل د بدو ټاپو او لقبونو لګول ډیر آسانه او ساده خبره ده.

بده القاب لګول بدې پایلې لري هغه ځکه چې، په بدې لقب پوښل شوی انسان بدې کړنې کوي.

غواړم د بدو القابو ځینې مثالونه درسره شریک کړم:
که تاسو په کورنۍ کې، خپل یو زوی ته بدمعاش نوم ورکړئ نو د عمر تر اخره به د بدمعاشانو غوندې ګامونه اخلي.

همدارنګه که تاسو په خپل یو لایق اولاد د تنبل یا هم ډارن ټاپه ولګوله نو شاید ټول عمر به تنبل او ډارن پاتې شي.

ددې ترڅنګ که چیرې تاسو په کوم ځای کې په یو ډیر ښه انسان د بد انسان ټاپه ولګوله نو باوري شئ چې، هغه انسان مو په لوی لاس بدکارۍ ته وهڅاوه او د ټولنې د وګړو مو ورڅخه کرکه پیدا کړه.

او داسې هم ډیر شوي چې موږ په ټولنه کې د بدو ټاپو او لقبونو لګولو له وجې، خپله ټولنه او هم خپل ځان په لوی لاس زیانمن کړی وي.

مثال: په اروپا کې یو وخت د ایچ آی وي اخته ناروغانو د روغو وګړو کرکه ډیره شوه همدا لامل شو چې په دغې ناروغۍ ځینو اخته کسانو خپل ځان ته کړې پیچکارۍ قصداُ نورو ته داخلې او دا ناروغې يې پراخه کړه.

۲. مثبته لقب
دا هنر بیا د بدو نوم اخیستونکو په نسبت په خلکو کې ډیر لږ تر سترګو کیږي، مثبت لقب ورکوونه مو خوشبختۍ، پرمختګ او سمې لارې ته سموي.

مثبت لقب هم بلها مثالونه او ګټې لري چې، غواړو دلته يې له ځینو یادونه وکړو:
که تاسو وايي چې، پلانکی ډیر شریف انسان دی نو؛ باوري یاست چې، ټول خلک ورسره مینه کوي او ډیر په عزت ورسره روغبړ او خبرې کوي.

همدارنګه دا هم تجربه کړئ، تاسو خپل یو ډیر تنبل اولاد ته د شجاع لایق، پوه او هوښیار اولاد لقب ورکړئ تاسو به د خپلې دې مثبتې ټاپې مثبتې پایلې ووینئ.

مشوره:
د منفي ټاپو لګول او لقبونو استعدادونه وژني او د مثبتي هغې لګول استعدادونه ژوندي ساتي نو؛ ددې لپاره چې، یوه پاکه ټولنه او پاک نفسه وګړي ولرو نو په یو بل ته باید ښه نومونه واخلو، دراناوی وکړو او له منفیاتو تیر شو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده