laptop

څنګه ښه لپ ټاپ واخلو؟

د ګټې په خبرو کې زه له تاسې سره خپلې خوږې او ترخې تجربې شریکوم. زه د هرڅه متخصص نه یم، خو تېروتنو او ترخو تجربو اوس په هرڅه کې ماهر او محتاط کړی یم.

درې کاله مخکې مې له خپل یوه ملګري View سوني لپټاپ، سوني کمره او سوني اډیو ریکارډر درېواړه یوځای وپېرل. زه د لپ ټاپ او دا ډول نورو وسایلو متخصص نه یم، خو دوکاندار مې نږدې خپلوان و. لپ ټاپ مې ترې وپېره، وروسته مې، چې وکتل یوځای Refurbished پرې لیکل شوي وو. زنګ مې ورته وواهه، چې دا خو ترمیم شوی لپ ټاپ دی، ویل یې فرق نه کوي، دا تر ټولو ښه کار کوي.

کمره مې، چې راواخستله ګورم، چې یوڅو عکسونه پرې اخستل شوي دي، ریکارډر یې تر نن ورځې پورې په کمپیوټر کې کار نه کوي او هسې پروت دی. اوس مې لپټاپ لس دقیقې چارج نه ساتي، بټرۍ یې خرابه ده او ګڼې نورې ستونزې لري.

داسې نه ده، چې پر لپټاپ نه پوهېږم، اصلي خبره داده، چې پر انډیوال مې باوري وم.

په لپټاپ او کمپیوټر پېرلو کې تر ټولو مهم څیز د هغو د استعمال څرنګتیا ده.
په کور کې یې کاروﺉ؟ دفتر ته یې پیرﺉ او که ګرافیک او اېډیټ په کې کوﺉ؟ کله مو، چې د استعمال ځای مشخص کړ، په دویم ګام کې کمپیوټر او لپټاپ وپېرﺉ. یوازې پر ایپل فکر مه کوﺉ، وګورﺉ، چې ستاسې په اړوند کاري ساحه کې مکنتاش، ډیل، ایچ پي، لنوو، ویو ..کوم یو ښه کار ورکوي. مثلا په ګرافیک او ویډیو ایډیټ کې لوړ موډل کمپیوټر کاریږي، خو په دفتري عادي چارو کې عادي کمپیوټر کار ورکوي.

د لپټاپونو معمولي وزن له دوه تر دوو نیمو کیلو ګرامو وي. لپټاپ زیاتره په لاس کې ګرځول کیږي، څومره یې، چې وزن کم وي، هومره غوره وي. د لپټاپ ښیښه د هغه د استعمال له بڼې ټاکل کیږي. که ګرافیک او اېډیټ کوﺉ، له ۱۴ اینچو لویه ښیښه (مانیټور) غوره کړﺉ، خو د نورو عادي چارو لپاره ۱۴ اینچه وړ ده. پیکسلونه یې وګورﺉ، چې په کومه کچه کې دي.

که ستاسې کار دروند او فلم، ویډیو او ګرافیکي طرحې ډېرې زیرمه کوﺉ، هارډ ډیسک مو باید لوړ وي.

داسې لپټاپ وګورﺉ، چې وایرلیس کارډ، بلوتوت، لږترلږه دوه پورټه USB2 او یو پورټ Fire wire ولري، ځکه له همدې لارې له کمرې، ټلویزیون، ټلیفون، ایپډ او … سره نښلیږﺉ. سي ډي رایټر، DVD Burner یا د ډي وي ډي د کاپي کولو وړتیا ولري. هارډ ډیسک، ریم، سي پي یو، ګرافیک کارډ هرڅه یې ستاسې په طبع او کاروړ وي.

د لپټاپ لپاره بټرۍ تر ټولو مهم څیز دی. لپټاپ ددې لپاره نه پېرل کیږي، چې هرځای د برېښنا تار پکې نښتی وي، تاسې په موټر، لاره، کنفرانس، ناسته او هرځای کې لپټاپ کاروﺉ. بټرۍ مو لږ ترلږه تر درې نیمو ساعتونو وچلیږي.

څومره، چې په کورنیو او دفتري کمپیوټرونو کې بلد وﺉ، د لپټاپ په پېرنه کې درسره مرسته کوي. لپټاپ له کارتن نه را وباسئ، په لاس کې یې واخلئ، په غېږ کې یې کیږدﺉ، روښانه یې کړﺉ او په موس او له موس پرته کار پرې وکړﺉ.

وګورﺉ، چې په څومره وخت کې ګرمیږي، ډېره تودوخه ستاسې پر پښو او ورنونو بده اغېزه کوي. کیبورډ، ټچ پیډ، موس وګورﺉ او سریال ګڼې یې سره پرتله کړﺉ.
وروستی مهم څیز د لپټاپ اصلي بیه ده.

ابله ورځ مې ملګري ویل، چې دفتر ته مې څلور لپټاپونه اخستل. اشنا دوکاندار ته ورغلم او خپل مشخصات مې ورکړل. هغه هم پرته له دې، چې پر بیه سره وغږیږو، ټول راته وتړل. هر لپټاپ یې په ۱۶۰۰ ډالره ورته حساب کړی و، خو وروسته یې، چې په نور بازار کې بیه کړي وو، بیې یې ۱۲۰۰ ډالره وې. له ده یې ۱۶۰۰ ډالره زیات اخستي وو.

تاسې ته هم په همدې کرښو کې سپارښتنه کوم، چې ملګرتیا کوﺉ، خو بازار او بیې ګورﺉ.